تاند ( دوشنبه، د حمل ۹) د ولسي جرګې رییس میر رحمن رحماني وایي علي پور په غیر قانوني کړنو بوخت دی خو ولسمشر د هغه د تعقیب پر ځای د کورنیو چارو وزیر له دندې ګوښه کړ.
رحماني وایي: « علي پور د ولسمشر د دویم مرستیال په “ضمانت” خوشې شوی، علي پور د ملي اردو چورلکه رانسکوره کړه، خو ولسمشر یې په غبرګون کې د کورنیو چارو وزیر له دندې ګوښه کړ.
امرالله صالح: علي پور جنایت کړی، پر ضد یې عملیاتو ته قومي رنګ مه ورکوئ
هغه وايي، له دندې د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي ګوښه کېدل غیر عادلانه پرېکړه ده.
علي پور د میدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ کې ځایي خپلسری قومندان دی، چې په وروستیو کې یې د افغان پوځ یوه چورلکه وېشتلې ده او د ګڼو افغان سرتېرو په وژلو تورن دی.
افغان حکومت ویلي چې دغه غیر مسوول وسله وال به نیسي او د قانون منګولو ته به یې سپاري.
ولسمشر غني وايي د بهسود ولسوالۍ د وروستۍ پېښې غچ به خامخا اخلي