شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني وايي د بهسود ولسوالۍ د وروستۍ پېښې غچ به خامخا...

ولسمشر غني وايي د بهسود ولسوالۍ د وروستۍ پېښې غچ به خامخا اخلي

تاند (شنبه د حوت ۳۰) ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د میدان وردګو ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د وروستۍ پېښې غچ به خامخا اخلي.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي غني نن شنبه د یادې پېښې د قربانیانو له وارثینو سره په ټلفوني خبرو کې وویل چې په بهسودو کې د نسکورې شوې څرخکې  د قربانیانو، اتلولي نه هېرېږي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې ولسمشر غني اړوندو ارګانونو ته لارښوونه کړې چې د یادې پېښې عاملین ژر تر ژره د خپل عمل په سزا ورسوي.

سرچینه زیاتوي، په دې ټلفوني مکالمه کې په یاده پېښه کې د وژل شویو کسانو وارثینو ته ډاډ ورکړی دی چې د بهسود په وروستۍ پېښه کې د وژل شویو کسانو غچ اخیستل کېږي.

د ولسمشر په وینا چې دغه جنایت د بښلو نه دی او بې پوښتنې نه پاتې کېږي.

د یادونې ده چې د میدان وردګو په بهسود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو یوه څرخکه د علیپور د ملېشو له لوري رانسکوره شوه چې په پایله کې یې ددې څرخکې د پنځه تنه عملې په ګډون نهه سرتېري ووژل شول.

1 COMMENT

  1. ولس مشره!
    زما هدف له نیوکې دافغانستان په امورو کې دولس ملی ګټې ، سوله اوصفا،احترام اوعزت دی . یووالی دیوه ملت لپاره ،ښار اوکلی لباره ، کور او حتی دفردی ژوند د بقا لباره ستر نعمت اوشهامت دی . دغه ستونزه باید دیوه معقول تفاهم چې دملت ټولو اقشاروته د منلو وړ وی لاره خلاصه کړی خو که سرور دانش ددوحې دخبرو دبن بست چیغې وهی اوعلیپور بی د حکومت څرخی الوتکه په غولکه راغورځوی او کټو سری حمدو دحفیظ الله امین په څېر پښتون ولس ته ددښمن خطاب کوی نودا بیا اټکلی انارشی ده او دامنیت تغیر راوستل نه دی که نه خفه کېږی .داګډوله خمیره له ځانه بېخبر تور لښکر نه ستا په ګټه دی ،نه د بل چا او نه دملت په ټوله کې حکومت باید انحصاری بڼه ونه لری . عاقبت په خیر!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب