شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهحمدالله محب: د بهسود پېښه د دې لامل شوه چې په امنيتي...

حمدالله محب: د بهسود پېښه د دې لامل شوه چې په امنيتي سکتور کې تغیرات راشي

تاند (شنبه د حوت ۳۰) د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار وايي چې د میدان وردګو ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د غیر مسؤل وسله وال علیپور د ملېشو له لوري د افغان ځواکونو پر څرخکه برید بې ځوابه نه پاتې کېږي.

حمدالله محب چې نن یې په کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل، هر هغه څوک چې پر افغان ځواکونو برید کوي د هېواد د ښمن دی او د افغان ځواکونو له لوري به ځپل کېږي.

ښاغلي محب زیاته کړه، د علیپور او طالب توپیر نه شته دی او په خبره یې چې نوموړی باید د خپل وروستي عمل ځواب ووایي.

د حمدالله محب په خبره په بهسودو کې د علیپور د وسله‌ والو له لورې د څرخکې ویشتل او د سرتېرو وژل کېدل د دې لامل شوه چې په امنيتي سکتور کې تغیرات راشي.

د روان وضعیت د ښه والي په موخه د امنیتي سکټور په رهبري کې تغیرات راغلل

دغه راز په دې ناسته کې د ملي دفاع وزارت سرپرست جنرال محمد یاسین ضیا ټینګار وکړ چې د بهسودو د قربانیانو قاتلین به په سزا رسوي. دده په خبره چې الوتکه علي پور ویشتې او په وینا یې چې هغه هم منلې دي.

نوموړي زیاته کړه، « هغه څه چې مو مخکې ویلي، هغه به کېږي او د خپلو شهیدانو د مړینې حساب به اخلو قاتلین به یې په سزا رسوو.»

د یاسین ضیا په خبره چې تېره ورځ امنیتي ځواکونه د سرتېرو د جسدونو د انتقالولو لپاره بهسودو ته لاړل کوم عملیات نه دي ترسره شوي، خو د جسدونو د انتقال په وخت کې د علیپور کسانو پر پوځیانو برید وکړ چې ځينې پکې ووژل شول

د ملي دفاع سرپرست وزیر هغه ادعاوې رد کړې چې ګوندې امنیتي ځواکونو تېره شپه په بهسودو ولسوالۍ برید وکړ او ګڼ ملکیان یې ټپیان کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب