شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهشاوخوا زر افغان سرتېري د علیپور د نیولو لپاره بامیانو ته تللي

شاوخوا زر افغان سرتېري د علیپور د نیولو لپاره بامیانو ته تللي

تاند(شنبه، د حوت ۳۰) د راپورونو له مخې، د افغان پوځ سلګونه هاموې ټانګونه او یو زر سل ځانګړي ځواکونه بامیانو ولایت ته تللي او دغه ولایت مکمل نظامي حالت تللی.

ویل کېږي دغه ځواکونه د بامیانو له لارې بهسودو ته ځي، څو پر علیپور عملیات ترسره کړي.

په ولسي جرګه کې د بامیانو د خلکو استازي مهدي راسخ له رسنیو سره په خبرو کې تایید کړه چې بامیانو ولایت ته ډېری افغان سرتېري رسېدلي او سلګونه هاموې ټانګونه هم ورسره دي، خو نوموړي دا ونه ویل چې یاد سرتېري د علیپور د نیول په موخه تللي که کوم بل هدف لري.

بلخوا ځینو رسنیو د سرچینو له قوله لیکلي، چې امنیتي ځواکونه له مختلفو ولایتونو په بامیان ولایت کې راټول شوي چې شمېر یې کابو یو زر او سل کسانو ته رسېږي او په سپکو او درنو وسلو سمبال دي.

د سرچینو په خبره، دغه سرتېري امر ته انتظار دي ترڅو پر علیپور برید وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره چهارشنبه د شپې په بهسودو ولسوالۍ کې د علیپور وسله‌والو د افغان پوځ یوه الوتکه په نښه کړه چې له کبله یې د څلورو پیلوټانو په ګډون نهه کسان په کې ووژل شول.

دغه راز افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د پنجشنبې په ورځ د خبریالانو د ورځې نمانځغونډې ته د وینا پر مهال ټینګار وکړ چې په بهسودو کې د وژل شویو سرتېرو او پیلوټانو قاتلین به نیسي.

په ورته وخت کې دفاع وزارت هم تایید کړه چې د پوځ الوتکه د عليپور کسانو ویشتلې او ټینګار یې وکړ چې ډېر ژر به یې په سزا ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب