جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامرالله صالح: علي پور جنایت کړی، پر ضد یې عملیاتو ته قومي...

امرالله صالح: علي پور جنایت کړی، پر ضد یې عملیاتو ته قومي رنګ مه ورکوئ

تاند (دوشنبه د حمل ۲) د ولسمشر لومړی مرستیال وایي د غیر مسؤل وسله وال عليپور له لوري د افغان پیلوټانو وژل ښکاره جنایت دی او باید پر وړاندې یې اقدام وشي.

امرالله صالح دغه څرګندونې تر څلور ورځنۍ چوپتیا وروسته نن د عليپور د وروستي جنایت په هکله کړي دي.

ښاغلي صالح نن دوشنبه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، افغان ځواکونه به د پېښې اصلي عاملین په نښه کوي او د خپلو اعمالو په سزا یې رسوي.

د نوموړي په خبره دې مسئلې ته باید قومي رنګ ور نه کړل شي ځکه په وینا یې افغان سرتېري یوازې د هغو کسانو پر ضد په عملیاتو بوخت دي چې افغان پیلوټان یې وژلي او دا نه بښل کېدونکی جنایت یې ترسره کړی دی.

هغه زیاتوي، «ددې جنایت ترسره کونکی او یا ترسره کونکي باید سزا وویني. پر هیلیکوپتر ډزې هغه هم د شپې په تیاره کې مرموز جنایت دی. دې  جنایت ته قومي رنګ ورکول غلط او له ریښې بې اساسه کار دی.»

امرالله صالح ټینګار کړی چې د افغان ځواکونو وروستیو عملیاتو ته دې قومي رنګ نه ورکول کېږي او په خبره یې سرتېرو ته د خاص قوم او ځای پر ضد د عملیاتو امر نه دی شوی؛ بلکې د پېښې اصلي عاملین به په نښه کوي.

د ولسمشر لومړي مرستیال دغه راز وايي، « د نظام پیاوړتیا زمونږ ټولو په ګټه دی.»

د یادونې ده چې څو ورځې مخکې د غیر مسؤل وسله وال علي پور کسانو د میدان وردګ ولایت په بهسود ولسوالۍ کې یوه د افغان پوځ یوه څرخکه رانسکوره کړه چې د څلور پیلوټانو په ګډون په کې ۹ افغان ځواکونه ووژل شول.

دې پېښې په خواله رسنیو کې د عامو افغانانو سخت غبرګونونه راپارولي او له مسؤلینو غوښتنه کوي چې علي پور دې په خپله سزا ورسوي.

1 COMMENT

  1. د افغانستان دغه ښاماران او قاتلین همدی شیانو نن دومره تقویه کړل چی ددوی له هر بد عمل یی څو قومی ټیکدارانو حمایه کړی او له یوه چینجی یی اژدهار جوړ کړل، د مثال په توګه بعضی قاتلین او مفسدین په پنجشیر کښی، علی چور په میدان وردګو کښی او داسی نور. نو دولت ته پکار ده چی ددی سپاره سګدارانو په ضد جدی اقدام وکړی او هغه په دولت کښی ویروسان چی دغه قاتلین حمایه کوی له منځه لاړ سی او یاهم له چوکیو لیری سی. یو قوی عملیات او یاهم دقیق بمبار د علی چور خاتمه ده او که داسی وسول بیا به داسی وطن پلورنکی سر را پورته نکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب