Homeخبرونهاقتصادي خبرونهولسمشرغني: د کرنې د ودې لپاره به ډېر ژر د کمال خان...

ولسمشرغني: د کرنې د ودې لپاره به ډېر ژر د کمال خان بند پرانیزو

تاند ( دوشنبه، د حمل ۲/ ۱۴۰۰) ولسمشر محمد اشرف غني د بزګر ورځې په مناسبت یو پیغام کې ویلي، د کرنې د ودې لپاره به ډېر ژر د کمال خان بند پرانیزي.

هغه ویلي: «موږ به ژر د کمال خان بند چې د کرنې په وده او اوبولګولو کې مهم رول لري، پرانیزو، د هیواد په نورو ولایتونو کې هم د اوبو کانالونو د جوړولو کار جریان لري».

ولسمشر زیاتوي، د بزګرانو د ملاتړ په موخه د بازار موندنې او د مناسب داخلي او بهرني مارکیټ په برخو کې هم منظمې برنامې په پام کې لري.

دده په خبره د هېواد په بېلو سیمو کې د اوبو د تنظیم او مدیریت له لارې غواړي دلته کرنه وده وکړي او افغان بزګران وکولی شي له اسانتیاوو په استفادې خپل محصولات ډېر کړي.

هغه زیاته کړې، د کرنې په برخه کې افغان حکومت منظم پلانونه لري چې له مخې به یې هېواد په راتلونکو کلونو کې د ګاونډیو له احتیاجه خلاص شي او پر ځان به بسیا وي.

د یادونې ده چې د تېر ۱۳۹۹ کال د کب په ۳۰ مه نېټه د اوبو د تنظیم ملي ادارې خبر ورکړی وو چې د نوي کال په څلورمه ورځ به د کمال خان بند په رسمي ډول پرانیستل شي.

د دغې ادارې ویاند نظام الدین خپلواک تاند سره خبرو کې ویلي وو  دا بند به د ولسمشر اشرف غني په ګډون د کابېنې د ګڼو غړیو په شتون کې پرانیستل شي.

د یاد بند د پرانیستل کېدو لپاره له تېرې یوې اونۍ راهیسې چمتووالی روان دی.

د اوبو د تنظیم ملي ادارې په خپله فیسبوک پاڼه د کمال خان بند د پرانیستو د مراسمو چمتووالي عکسونه خپاره کړي چې پکې ښکاري د یاد بند شاوخوا د افغانستان په درې رنګه بیرغونو پوښل شوې ده.

د یادې ادارې ویاند زیاته کړې وه، د کمال خان بند په شمول څه ناڅه يو نيم سل مهمې او سترې ملي او لویې پروژې نورې هم پرانېستل کېږي.

د معلوماتو له مخې، کمال خان بند د ۵۲ میلیونه متر مکعب اوبو د ذخېره کولو وړتیا لري او د دې تر څنګ به ۱۷۴ زره هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.

دا په داسې حال کې ده چې کمال خان بند چې په چهاربرجک ولسوالۍ کې د هلمند پر سیند جوړ شوی او د ۹ مېګا واټه برېښنا د تولید ظرفیت هم لري.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره وایي، په کمال خان بند کې د اوبو د راګرځولو چارې پیل شوي او اوس مهال د سیستان وچه دښته سپېره نه، بلکې له اوبو ډکه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...