جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهصالح: پر نظامي چورلکه د برید عاملین باید سزا وویني

صالح: پر نظامي چورلکه د برید عاملین باید سزا وویني

تاند ( دوشنبه، د حمل ۲/ ۱۴۰۰) د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح له پنځه ورځني ځنډ وروسته د بهسودو پر پېښه غبرګون وښود.

لومړی مرستیال امرالله صالح په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې هغه شپه د میدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ کې هېڅ نظامي عملیات نه دي ترسره شوي.

صالح لیکي :
« پر نظامي چورلکه برید او د څلورو پیلوټانو په ګډون د پنځو ځانګړو ځواکونو وژل کېدل ستر جنایت دی او عامل/عاملین یې باید سزا وویني.»

صالح وایي دې موضوع ته قومي رنګ ورکول په هیڅ ډول د توجیه وړ نه ده.

امرالله صالح زیاتوي له دې پېښې وروسته افغان ځواکونو ته د کوم خاص قوم او سیمې پرضد د عملیاتو امر نه دی شوی، بلکې افغان ځواکونه د پېښې اصلي عاملین په نښه کوي.

بل لورته د ميدان وردګو ولايت د ولايتي شورا ځيني غړي  د سيمې اوسېدونکي وایي د دې ولایت د بهسود ولسوالۍ ته سلګونه امنيتي ځواکونـه ور رسېدلي دي.

عيني شاهدان وايي چې سیمه کې دا مهال خاموش حالت حاکم دى.

په ورته وخت کې، امنيتي چارواکي بیا وايي، چې له پرون راهيسې په سیمه کې د علي ‌پور او د هغه د وسله والو پر وړاندې عمليات پيل شوي، چې تر دې دمه ١٢ غير مسؤله وسله وال وژل شوي دي.

عام خلک بیا د علي‌ پور پر وړاندې د حکومت اقدامات قانع کوونکي نه بولي او لا هم شک لري.

دوی وایي حکومت دې د علي پور پر وړاندې اقدامات جدي کړي.

د علیپور له لوري د ملي اردو هیلي کوپتر په ایراني توغندي ویشتل شوې

1 COMMENT

  1. مهربانی وکړى خبرى ډيرى مکوى. عمل وکړى.هغه خو مونڔ هم پوهيڔو چى بايد سزا ووينى. دا سزا به تاسى کله ورکوى. هغه خلک چى عمل کوى ډيرى خبرى نکوى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب