Homeخبرونهد علیپور له لوري د ملي اردو هیلي کوپتر په ایراني توغندي...

د علیپور له لوري د ملي اردو هیلي کوپتر په ایراني توغندي ویشتل شوې

تاند(یکشنبه، د حمل۱) په جنوبي اسیا کې د نیویارک ټایمز خبریال د باوري سرچینو پر اساس وايي، د میدان وردک ولایت په بهسود ولسوالي کې د افغانستان د هوايي ځواک هیلي کوپتر په ایراني توغندي ویشتل شوې ده.

بلال سروري پر خپله ټویټر پاڼه کښلي«د باوري سرچینو پر اساس، (د افغانستان د هوايی ځواک) د هیلي کوپتر د ویشتلو لپاره د ایران له میثاق وړل کېدونکي او هدایت کېدونکي توغندي کار اخیستل شوی دی. د توغندي پاتې شونې لا هم د پېښې په ځای کې شته. له میثاق توغندي څخه د هغو غیرحکومتي جګړه مارو له لوري په سوریه، عراق او یمن کې کار اخیستل کېږي چې د ایران له ملاتړه برخمن دي.»

د خپلسرو وسله والو قوماندان علیپور د دې برید مسوولیت منلی دی.

علیپور ویلي چې د افغانستان د حکومت پر ضد به یې «مبارزه« دوام ولري.

نوموړی ځان د مقاومت د جبهې مشر بولي. په سوریه کې د فاطمینو لوا هم د مقاومت جبهه بلل کېږي.

د افغانستان دفاع وزارت نن اعلان وکړ چې د علیپور د وسله والو پر ضد یې عملیات پیل کړي او د دې ډلې ۱۲ غړي یې وژلي دي.

د افغانستان ولسمشر او نورو چارواکو ویلي چې د علیپور ډله به وځپل شي او د وژل شویو پېلوټانو او امنیتي ځواکونو غچ به ورڅخه واخیستل شي.

همداراز د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب پرون په کابل کې یوې خبري غوڼډې ته وویل چې علیپور او خپل‌سري وسله‌وال په یادې ولسوالۍ کې د قانون د تنفیذ مخه نیسي، پر امنیتي او دفاعي ځواکونو بریدونه کوي، نو د ده په خبره د طالب او عليپور ترمنځ هېڅ توپیر نه‌شته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...