دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد امریکا دفاع وزیر له ولسمشر غني سره ولیدل

د امریکا دفاع وزیر له ولسمشر غني سره ولیدل

تاند (شنبه د حمل ۱) ولسمشرۍ ماڼۍ وایي‌ چې ولسمشر محمد اشرف غني نن ماسپښین د امریکا د دفاع له وزیر لوید اسټین سره ولیدل.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لوریو په افغانستان کې د تاوتریخوالي په زیاتوالي اندېښنه وښوده.

خبرپاڼه زیاتوي، «دواړو لوریو ټینګار وکړ چې د افغانستان د اوسني وضعیت دایمي حللاره عادلانه او پایداره سولې ته رسېدل دي او د امریکا دفاع وزیر ټینګار وکړ چې د امریکا متحد ایالتونه په دې برخه کې د افغانستان حکومت سره همکاري کوي.»

په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي، عادلانه او پایداره سوله د افغان حکومت مقدس هدف دی او د ور رسېدو لپاره په کور د ننه په ټولو کچو کې اجماع رامنځته شوې په بشپړه توګه به ترې ګټه واخیستل شي.

اسټین د دفاع وزیر په توګه له ټاکل کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره په بهرني سفر هند ته تللی و، له نوي ډیلي کابل ته راغی او له ولسمشر غني سربېره به له افغان چارواکو او د خپل پوځ له قوماندانانو سره وویني.

اسوشیتډپرس وایي، د امریکا د دفاع وزیر په داسې مهال کابل ته تللی چې په افغانستان کې د مېشتو امریکایي ځواکونو د پاتې کېدو د مودې په هکله بحثونه خورا ګرم شوي‌ دي.

د امریکا دفاع وزیر پر داسې مهال کابل ته سفر کوي چې د امریکا او طالبانو د دوحې تړون له مخې ټاکل شوې تر مۍ میاشتې ټول امریکايي سرتیري له افغانستان څخه ووځي.

خو ښاغلي اسټین هند ته د خپل سفر په ترڅ کې په نوي ډیلي کې رسنیو ته ویلي چې ولسمشر جو بایډن تر اوسه پورې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د حضور په هکله هیڅ پرېکړه نه ده کړې.

اسټین: بایډن په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د حضور په هکله هیڅ پرېکړه نه ده کړې

د معلوماتو په اساس دا مهاله په افغانستان کې ۲۵۰۰ امریکايي سرتیري حضور لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب