دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهاسټین: بایډن په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د حضور په هکله...

اسټین: بایډن په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د حضور په هکله هیڅ پرېکړه نه ده کړې

تاند (یکشنبه د حمل ۱) د امریکا د دفاع وزیر جنرال لوید اسټین په یو نااعلان شوي سفر کابل ته راغی. نوموړی به له لوړپوړو افغان چارواکو سره لیده کاته ولري.

نوموړی چې د دفاع وزیر په توګه له ټاکل کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره په بهرني سفر هند ته تللی و، له نوي ډیلي کابل ته راغی چې له افغان چارواکو او د خپل پوځ له قوماندانانو سره وویني.

تر اوسه کابل ته د اسټین د سفر په هکله ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي.

د راپورونو له مخې هغه په نوي ډیلي کې له هندي چارواکو سره پر نورو مسائلو سربېره پر افغان سوله هم خبرې وکړې.

د امریکا د دفاع وزیر هند ته د خپل سفر په ترڅ کې په نوي ډیلي کې رسنیو ته ویلي چې ولسمشر جو بایډن تر اوسه پورې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د حضور په هکله هیڅ پرېکړه نه ده کړې.

دده په خبره چې یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي چې ګوندې بایډن په افغانستان کې تر نومبر میاشتې پورې د امریکایي سرتېرو د پاتې کېدو خبره کړې ده، خو په وینا یې چې بایډ‌ن تر اوسه په دغه هېواد کې د خپلو سرتېرو د پاتې کېدو او یا هم وتلو په هکله هیڅ پرېکړه نه ده کړې.

د یادونې ده چې بایډن څو ورځې مخکې ویلي وو چې تر ټاکلې نېټې پورې له افغانستان څخه د سرتېرو وتل ممکن نه دي، خو په خبره یې دوی تر ډېره وخته په دغه هېواد کې د پاتې کېدو لیوالتیا نه لري.

1 COMMENT

  1. امریکا ته پکار ده چي سد یې سر ته راشي. که تړون مات کړي، بین المللي اعتبار به یې و صفر ته را کښته شي.

    دا لګي درګي ټوکي نه دي، زموږ وال که نه پوهیږي، امریکایي سیاستوال په اندیښننو کي غرق دي، ښه مزغن. وادي وریده فریده ورورکه؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب