Homeخبرونهد امریکا دفاع وزیر لوید اسټن کابل ته راغی

د امریکا دفاع وزیر لوید اسټن کابل ته راغی

تاند(یکشنبه، د حمل ۱) د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لوید اسټن په نااعلان شوي سفر کابل ته راغی.

نوموړی، چې د دفاع وزیر په توګه له ټاکل کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره په بهرني سفر هند ته تللی و، له نوي ډیلي کابل ته راغی چې له افغان چارواکو او د خپل پوځ له قوماندانانو سره وویني.

اسټن په داسې حال کې افغانستان ته راغلی چې د امریکا او طالبانو د تېر کال د فبرورۍ د ۲۹ نېټې د موافًقې پر اساس د امریکايی پوځیانو د وتلو نېټه په رانژدې کېدو ده او له بلې خوا په ټاکل مهال د دغو پوځیانو په وتلو کې شکونه زیات شوي دي.

ډ دې خبر نور جزییات وروسته په همدې ځای کې وړاندې کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...