Homeخبرونهپه کونړ کې د انسان تښتوونکو له منګولو یو سوداګر وژغورل شو

په کونړ کې د انسان تښتوونکو له منګولو یو سوداګر وژغورل شو

تاند (یکشنبه د حمل ۱) د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې کشفي ځواکونو یې په کونړ ولایت کې د انسان تښتوونکو له منګولو یو سوداګر ژغورلی.

د ملي امنیت ریاست نن یکشنه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د عصمت‌الله په نوم دغه سوداګر ۱۵ ورځې مخکې په جلال‌اباد کې تر تښتونې وروسته د کونړ شیګل ولسوالۍ ته لېږدول شوی و.

په اعلامیه کې راغلي چې د عملیاتو په جریان کې دوه انسان تښتوونکي هم نیول شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې انسان تښتوونکو ددغه سوداګر له کورنۍ څخه د درې میلیونه افغانیو غوښتنه کړې وه.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د پلازمېنې په ګډون په ځینو ولایتونو کې د انسان تښتونې پېښې زیاتې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...