دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeروغتیاد لاس په ورغوي کې د کرښو د شتون ځانګړنې

د لاس په ورغوي کې د کرښو د شتون ځانګړنې

تاند ( یکشنبه، د حمل ۱) د سوېډن د روغتياپالانو له خوا د لاس او ګوتو د نښو په اړه یوه اوږده طبي څېړنه شوې چې پر بنیاد یې د لاس د کرښو ارزښت ښودل شوی دی.

د روغتياپالانو دا ډله وایي؛ د لاس نښې څو بېلابېلې او مهمې دندې پر مخ وړي، چې ممکن موږ تاسو ډېر یې له دې مهمو ځانګړنو هېڅ معلومات ونه لرو.

د لاس دا نښې د لاسونو د ګوتو په راټولولو، د پوستکي په نرمښت او هم د لاس را غونډولو پر مهال د پوستکي د بدرنګ ښکاره کېدو د مخنیوي په برخه کې ډېر مهم رول لوبوي.

خو د څېړنو دې ډلې اوس یوه بله ځانګړنه هم ثابته کړې ده.

دوی وایي، د لاس دا نښانونه مخامخ له اعصابو سره وصل دي، چې د انسان مغزو ته د هوا د حالت چټک معلومات ورکوي.

دا کرښې د ننه بېخي نري مزي لري، چې پر مټ یې دماغ چټک سېګنل تر لاسه کوي.

دا کرښې موږ ته د سړښت، ګرمښت او د حرارت معلومات راکوي.

دا څېړنه له دېرش بیا تر ۴۵ کلونو عمر لرونکو کسانو باندې تر سره شوې چې د زیات عمر کسانو لکه څنګه چې په نورو برخو کې یې روغتیایي رژیم زیان مومي، اړوند برخه یې هم ضربه پیدا کوي.

دې څېړنې دا هم ثابته کړې چې ولې د انسان لاسونه خوله کوي؟ دوی ثابته کړې چې په لاس کې اړوند کرښې د هر هغه څه په اړه چې انسان ورسره حساسیت ولري، همدا یې دنده ده چې چټک عکس العمل وښایي.

د لاسونو د خولې کېدو یو علت د انسان د بدن د تودوخي زیاتېدل ښودل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب