دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهولسمشرغني: طالبان باید د خپلو وروڼو پر وړاندې ناروا جګړه بنده کړي

ولسمشرغني: طالبان باید د خپلو وروڼو پر وړاندې ناروا جګړه بنده کړي

تاند ( یک شنبه، د ‍۱۴۰۰ کال د حمل یا وري ۱) افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ، چې د سولې وړاندیز ومني او له جګړې لاس واخلي.

ولسمشرغني نن په ارګ کې په یوه غونډه کې وویلې، چې طالبان په ویاړ په تېر یوه کال کې د بهرنیو ځواکونو د نه وژلو خبره کوي خو د افغان ځواکونو پر وړاندې یې ناروا جګړه دوامداره ساتلې ده.

د نوموړي په خبره طالبان باید په دې ځان پوه کړي چې خپل ورور وژني او د خپلو وروڼو پر وړاندې روانه جګړه باید پای ته ورسوي.

افغان ولسمشر ټینګار وکړی، چې افغان حکومت د سولې ملاتړی دی او طالبانو ته په کار ده چې د سولې له پروسې سره یو ځای شي او په دې توګه په هېواد کې د پردیو په لاس روانه کړې جګړه پای ته ورسوي.

ولسمشر همدا راز وویل چې افغان حکومت پیاوړې بهرنۍ پالیسي لري او له ټولو هېوادونو سره یې اړیکې پر دوه اړخیزو ګټو ولاړې دي.

نوموړی وایي افغانستان  د خپل موقعیت له امله دایمي دوست او دښمن نه لري له همدې امله افغان حکومت باید خپلې اړیکې په سمه توګه مدیریت کړي.

د ۱۴۰۰ کال پيل؛ هيله ده په افغانستان کې نوی کال د سولې کال شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب