دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد کرکټ ملي لوبغاړي: نوى کال دې د سولې او خوشحالۍ کال...

د کرکټ ملي لوبغاړي: نوى کال دې د سولې او خوشحالۍ کال وګرځي

تاند ( یک شنبه، د ۱۴۰۰ کال د حمل یا وري ۱) د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړو د نوي کال او نوروز په راتګ ټولو هېوادوالو ته مبارکي ورکړې او د سولې هيله يې څرګنده کړې ده.

کرکټ بورډ د ملي لوبډلې لوبغاړو يوه ويډيو خپره کړې، چې پکې ملي د مبارکۍ ترڅنګ د سولې هيله څرګندوي.

لوبډلمشر اصغر افغان وايي: (« نوی کال مو مبارک شه، الله دې وکړي، چې دا نوى کال د سولې او خوشحالۍ کال وي».

حميد حسن وايي: «نوى کال دې تاسو ټولو ته مبارک وي، خداى دې وکړي چې دا کال د سولې او امن وي».

عثمان غني  وایي: «ګرانو هېوادوالو نوى کال مو مبارک شي، خداى دې وکړي چې دا کال د سولې او سوکالۍ کال وګرځي».

په وېډیو کې دغه راز بیا فضل حق فاروقي وايي: «هر روز تان نوروز، نوروز تان پيروز.»

ځوان لوبغاړی رحمن الله ګربز وايي: « ټولو هېوادوالو ته دې دا نوى کال مبارک وي، الله دې وکړي چې دا کال په وطن کې د سولې او امن کال وګرځي».

شرف الدين اشرف ،ګلبدین نائب ،نجيب الله ځدراڼ، ابراهيم ځدراڼ، حشمت الله شهيدي، افسر ځاځي او امير حمزه هوتک

او قیس احمد هم د مبارکۍ ترڅنګ  هيله ښودلې، چې  په هېواد کې تلپاتې سوله راشي او د خوښيو ډک کال وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب