دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+هند د ستر هدف پرمټ له انګلینډ نه لوبلړۍ وګټله

هند د ستر هدف پرمټ له انګلینډ نه لوبلړۍ وګټله

تاند ( یک شنبه، د حمل یا وري لومړۍ، ۱۴۰۰) د هند او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ پنځمه نړيواله شل اوريزه لوبه په احمد اباد کې ترسره شوه.

انګلستان پچه وګټله او لومړى يې هند ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

هند په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو ٢٢٤ منډې وکړې.

لوبډلمشر ويراټ کوهلي ٨٠ ناسوځېدلې، روهيت شرما ٦٤، هارديک پانډيا ٣٩ ناسوځېدلې او سوريا کمار ٣٢ منډې وکړې.

انګلستان لپاره بیا عادل رشيد او بين سټوکس ١-١ لوبغاړي وسوځول.

د انګلستان لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٨٨ منډې وکړې او د ٣٦ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.

ډيويډ ملن ٦٨ او جاس بټلر ٥٢ منډې وکړې.

هند لپاره شردل ټاکر ٣، بوينشور کمار ٢، هارديک پانډيا او ټي ناټاراجن ١-١ لوبغاړي وسوځول.

د یادونې ده چې د یادو دواړو لوبډلو ترمنځ د ٥ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ کې هند د ٣-٢ سره بريا خپله کړه.

 او له ټېسټ وروسته يې دا لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه.

د هند او انګلستان ترمنځ د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ هم ترسره کېږي، چې لومړۍ لوبه به يې د مارچ په ٢٣مه نېټه په پونى کې ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب