دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهمزارشریف کې د نوي کال مراسم د جنډې په پورته کولو پيل...

مزارشریف کې د نوي کال مراسم د جنډې په پورته کولو پيل شول

تاند ( یک شنبه د حمل لومړۍ/ ۱۴۰۰)  په مزار شریف ښارکې د نوي کال او نوروز مراسم د جنډې په پورته کولو سره پیل شول.

د یاد ولایت امنیتي مسوولان وایي، دوی له وړاندې د دې ورځې نمانځنې ته هر اړخیزه چمتووالی نیولی دی او هېوادوال کولی شي په ډاډه زړه دا ورځ ونمانځي.

په دغو مراسمو کې زرګونه هېوادوالو ګډون کړی دی.

ګډونوال وایي هیله لري چې نوی کال به د سولې، امن او پرمختګونو کال پيلامه وګرځي او تمه لري چې دوی به په کې له یوې تلپاتې سولې برخمن شي.

د نوي کال د ورځ د هېواد په ګڼو ولایتونو کې په دودیزو میلو نمانځل کېږي.

په کابل کې سلام خانې ماڼۍ کې هم د دې ورځې نمانځنې ته پوره چمتووالی نیول شوی او د کورنیو تولیداتو یو ستر نندارتون پرانیستل شوی دی.

عام افغانان وایي هیله لري چې دوی به په دې کال کې د پرمختګونو خبرونه ډېر ولري.

دوی له امنیتي ځواکونو مننه کوي، چې د دې ورځې د امنیت په ساتنه کې نه هېرېدونکې هلې ځلې کړي او له همدې امله دوی په ډاډه زړه دا ورځ نمانځي.

په ورته مهال افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي تمه لري چې نوی کال په افغانستان کې د سولې او سوکالۍ کال شي.

زلمي خلیلزاد د نوي کال د مبارکۍ په مناسبت په ټوېټ پیغامونو کې ټولو افغانانو ته د نوي کال مبارکي ورکړې او وایي تمه لري چې نوی کال په افغانستان کې د سولې او سوکالۍ کال وي.

خلیلزاد داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د افغان سولې په اړه د مسکو کنفرانس پای ته ورسېد او ټولو له سیاسي لارې د افغان جګړې پر ختمولو ټینګار وکړ.

ټاکل شوې چې په راتلونکې میلادي میاشت کې د ترکیې کنفرانس هم ترسره شي.

په دې کنفرانس کې هم پر افغان سوله او ثبات خبرې کېږي.

په ورته مهال ټاکل شوې د نوي کال د حمل یا وري په څلورمه نېټه د کمال خان بند هم پرانیستل شي.

د ټولنیزو رسنیو افغان کاروونکو هم په خپلو پاڼو د نوي کال او نوي پسرلي مبارکیانې لیکلي او ټولو هيله ښودلې چې دا کال او د نوي پيړۍ پيل به د سولې او پرمختګونو پيل وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب