دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد ۱۴۰۰ کال پيل؛ هيله ده په افغانستان کې نوی کال د...

د ۱۴۰۰ کال پيل؛ هيله ده په افغانستان کې نوی کال د سولې کال شي

تاند ( یک شنبه د حمل لومړۍ/ ۱۴۰۰)  افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي تمه لري چې نوی کال په افغانستان کې د سولې او سوکالۍ کال شي.

زلمي خلیلزاد د نوي کال د مبارکۍ په مناسبت په ټوېټ پیغامونو کې ټولو افغانانو ته د نوي کال مبارکي ورکړې او وایي تمه لري چې نوی کال په افغانستان کې د سولې او سوکالۍ کال وي.

خلیلزاد داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د افغان سولې په اړه د مسکو کنفرانس پای ته ورسېد او ټولو له سیاسي لارې د افغان جګړې پر ختمولو ټینګار وکړ.

ټاکل شوې چې په راتلونکې میلادي میاشت کې د ترکیې کنفرانس هم ترسره شي.

په دې کنفرانس کې هم پر افغان سوله او ثبات خبرې کېږي.

بل لورته  د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنګر هم د امریکا د دفاع له وزیر جنرال آستین سره پر افغان سوله او دلته روان وضعیت خبرې کړې دي.

هندي رسنۍ  وایي دوی په سیمه کې د ترهګرو ډلو پر فعالیتونو او دغه راز په افغانستان کې د سولې په برخه کې د همکاریو په اړه بحثونه لرلي.

هندي لوري ویلي چې دوی په افغانستان کې د دایمي سولې غوښتونکي دي او د سولې له هغه بهیر ملاتړ کوي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره کېږي.

امریکا هم هند په سیمه کې خپل نږدې متحد بللی او له دغه هېواد سره یې په بېلو برخو کې د اړیکو د پراختیا خبره کړې ده.

د یوه بل خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د تاجکستان، افغانستان او امریکا ترمنځ درې اړخیزه ویډیويي ناسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال ډیویډ هېل په مشرۍ ترسره شوه.

سرچینه وایي په غونډه کې په سیمه کې پر روان وضعیت، افغان سولې، د پولې پر امنیت، د امریکا له لوري د تاجکستان او افغانستان د سرحدي ځواکونو د پیاوړي کولو او نورو اړوندو مواردو په اړه خبرې شوې دي.

بهرنیو چارو وزارت وایي تاجکستان او امریکا ژمنه کړې چې د افغانستان د سولې له پروسې سره به هر اړخیزه همکاري کوي او دغه راز د تاجکستان او افغانستان ترمنځ به په اړیکو کې پراختیا راځي.

درېواړو هېوادونو تمه ښودلې چې د افغانستان د سولې لپاره روانې نړیوالې هڅې وکړی شي دلته روانه جګړه ختمه کړي او په دې توګه په ټوله سیمه کې دایمي سوله او ثبات رامنځ ته شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب