Homeخبرونهجلال اباد ښار کې پرلپسې چاودنو ۷تنو ته مرګ ژوبله واړوله

جلال اباد ښار کې پرلپسې چاودنو ۷تنو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند ( یک شنبه د حمل لومړۍ/ ۱۴۰۰)  په جلال اباد کې څلورو پرله پسې چاودنو ۷ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

د امنيه قومندانۍ وياند فريدخان وايي، لومړۍ چاودنه د سهار پر اوه بجو د ښار د دويمې ناحيې اړوند کونړي مارکيټ مخې ته شوې، چې په کې يو ملکي وګړى ټپي شوى دی.

هغه وايي، دوهمه چاودنه د سهار پر اوه نيمو بجو د ښار په څلورمه ناحيه کې د کرنې رياست مخې ته شوې، چې له امله يې د جلال‌آباد د ښاروالۍ يو تن اجير (صفاکار) وژل شوى او يو ټپي شوی دى.

د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، دريمه چاودنه د ښار په لومړۍ ناحيه کې د کلچه فروشۍ په کوڅه کې شوې، چې پکې د ښاروالۍ دوه اجيران (صفاکاران)  ټپيان شوي دي.

نوموړی وايي، څلورمه چاودنه همدې ځاى کې د ښاروالۍ پر موټر هغه وخت شوې، چې د لومړۍ چاودنې کثافات يې انتقالول.

فريد خان وايي، په څلورمه چاودنه کې هم د ښاروالۍ يو موټر ويجاړ شوى او دوه اجيران پکې ټپيان شوي.

د څلور واړه چاودنو مسوليت تر اوسه کومې ډلې نه دى منلى.

دا چاودنې داسې مهال کېږي، چې نن ۱۴۰۰ کال پيل او د حمل یا وري لومړۍ نېټه ده او د نوي کال د دې ورځ په پار د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې په مېلو نمانځل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...