جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد: هیله لرم چې نوی کال په افغانستان کې د سولې کال...

خلیلزاد: هیله لرم چې نوی کال په افغانستان کې د سولې کال شي

تاند(یکشنبه، د حمل ۱) زلمی خلیلزاد وایي تمه لري چې نوی کال په افغانستان کې د سولې او سوکالۍ کال شي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د نوي کال د مبارکۍ په مناسبت په ټوېټ پیغامونو کې ټولو افغانانو ته د نوي کال مبارکي ورکړې ده او وایي تمه لري چې نوی کال په افغانستان کې د سولې او سوکالۍ کال وي.

خلیلزاد داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د افغان سولې په اړه د مسکو کنفرانس پای ته ورسېد او ټولو له سیاسي لارې د افغان جګړې پر ختمولو ټینګار وکړ او ټاکل شوې چې په راتلونکې میلادي میاشت کې د ترکیې کنفرانس هم ترسره شي.

د یادونې ده چې زلمي خلیلزاد تېره ورځ هم ویلي وه چې د ترویکا ناستې غړو اعلامیه د افغان سولې ټینګښت او د دې پروسې د چټکتیا لپاره مؤثره او ګټوره وه.

زلمي خلیلزاد پرخپله ټویټر پاڼه لیکلي وه، د مسکو دوه ورځنۍ ناستې کې یې د افغان حکومت او طالبانو استازي وهڅول، چې په ترکیه کې د سولې په اړه جوړېدونکې ناسته کې برخه واخلي.

ټاکل شوې چې ترکیه راتلونکې اپرېل میاشت کې د افغان سولې په اړه د یوې سترې غونډې کوربتوب وکړي.

خلیلزاد همدارنګه ویلي، چې د سولې پروسې په برخه کې د مرستې لپاره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي، ژان آرنو لت د ټاکل کېدو، چې یو پیاوړی ډيپلومات دی هرکلی کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب