دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهامریکا او هند پر افغان سوله او روان تاوتریخوالي خبرې کړې

امریکا او هند پر افغان سوله او روان تاوتریخوالي خبرې کړې

تاند(یکشنبه، د حمل ۱) د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنګر د امریکا د دفاع له وزیر جنرال آستین سره پر افغان سوله او دلته روان وضعیت خبرې کړې دي.

سرچینه وایي دوی په سیمه کې د ترهګرو ډلو پر فعالیتونو او دغه راز په افغانستان کې د سولې په برخه کې د همکاریو په اړه بحثونه لرلي.

هندي لوري ویلي چې دوی په افغانستان کې د دایمي سولې غوښتونکي دي او د سولې له هغه بهیر ملاتړ کوي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره کېږي.

امریکا هم هند په سیمه کې خپل نږدې متحد بللی او له دغه هېواد سره یې په بېلو برخو کې د اړیکو د پراختیا خبره کړې ده.

ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن راتلونکې اوونۍ کې د ناټو له غړو هېوادونو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال فلیپ ریکر ویلي چې بلنکن به راتلونکې اوونۍ کې د ناټو سازمان په مقر کې د دغه سازمان له غړو هېوادونو سره د افغانستان پر وضعیت خبرې اترې ولري.

هغه ویلي چې په ناسته کې به په افغانستان کې د امریکایي او نورو بهرنیو ځواکونو پر حضور هم مهم بحثونه وشي.

که څه هم امریکا له طالبانو سره د دوحې هوکړه کې ژمنه کړې وه چې د روان کال د مې میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې به خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي خو ریکر ټینګار کړی دی چې امریکا او ناټو یو ځای خپل سرتېري افغانستان ته استولي او یو ځای به له دغه هېواد څخه وځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب