دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپکتیا کې د مېوو ۱۰۴۰ جریبه نوي بڼونه جوړېږي

پکتیا کې د مېوو ۱۰۴۰ جریبه نوي بڼونه جوړېږي

تاند ( یکشنبه، د حمل ۱ ) د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، په دې ولایت کې د یوزر او ۴۰ جریبه نویو بڼونو د جوړولو په پار پر بڼوالو د نیالګیو د وېش لړۍ پیل شوې ده.

د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس انجنیر محمدالدین مومند وایي، د پکتیا په مرکز او ولسوالیو کې به سږکال د مېوو یوزر او ۴۰ جریبه نوي بڼونه جوړ شي، چې له دې ډلې ۵۰ جریبه بڼونه یې متراکم او ۹۹۰ بڼونه یې عادي بڼونه دي.

نوموړی وایي، په ۱۳۹۹یم کال کې د پکتیا ولایت په قوریو کې ۱۹۵ زره نیالګي روزل شوي، چې دغه بڼونه د همدغو قوریو د روزل شویو نیالګیو څخه جوړېږي او د پکتیا ولایت له اقلیم سره پوره توافق لري.

د پکتیا د کرنې ریاست چارواکي دغه راز زیاتوي، د مېوو نوي بڼونه جوړول په دې ولایت کې د بڼوالۍ په برخه کې بې ساری پرمختګ دی.

د پکتیا دکرنې ریاست پر دې سربېره چې کروندګرو ته به تصديق شوي نيالګي ورکړي، له هغوی سره د باغونو په نقشه اچولو، د اوبولګولو د سيسټم په جوړولو او د بڼوالۍ د مديريت اړوند ځينو نورو برخو کې هم تخنيکي او فني مرستې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب