چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهعمران خان په کرونا ناروغۍ اخته شوی

عمران خان په کرونا ناروغۍ اخته شوی

تاند ( یکشنبه، د حمل ۱ ) پاکستاني چارواکي خبر ورکوي چې د دغه هیواد صدراعظم عمران خان په کرونا ناروغۍ اخته شوی دی.

د عمران خان سلاکار فیصل سلطان پر خپل ټویټر لیکلي دي چې د هغه د کرونا ویروس ټسټ مثبت ښودل شوی دی.

فیصل سلطان همدارنګه زیاته کړې چې عمران خان دا مهاله په خپل کور کې قرنطین دی.

د معلوماتو له مخې، عمران خان د دې ناروغۍ پر اخته کېدو دوه ورځې وړاندې د کرونا ضد واکسین هم کړي وو.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا په پاکستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې زیاتې شوي دي.

د دغه هېواد د روغتیایي ادارو د معلوماتو له مخې، کرونا ویروس له خپرېدو څخه تر دا مهاله په پاکستان کې ۲۹۵۷۶ د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوي او څه باندې ۱۳زره کسان ترې مړه شوي دي.

  1. د یو کلی کوم مَلَک ګهیځ وختی د رفعِ ضرورت لپاره د کوره را وتلی او نصوار ئې هم خولې ته اچولې وه ، د قانونی وخت سره سم ئې نصوار په کوڅه کی تُف کړه، هوا تاریکه وه او تصادف را منځته سو ( تُف کړی نصوار ولاړه د غوا د خوشیو غېږی ته ئې پناه یووړه) .
    څو ساعته وروسته د کلی یو بل اوسیدونکی په همدې لیاره تېرېدئ او سترګی ئې د خوشیو او نصوارو پر ائتلافی غونډه وموښتې او د ځان سره په لوږ ږغ وویل:
    ( هلئ خلګو راسئ خوشائی ئې په نصوارو مُردار کړی دی ).
    نو
    هلئ خلګو راسئ!
    د انګریز زوم د کرونا ویروس په کرونا اخته کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب