تاند (شنبه د حوت ۳۰) د پکتيا ځايي امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت د ولايتي شورا يو غړی د ناپېژاندو وسله والو کسانو په بريد کې ووژل شو.
د دې ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند محمد لعل اميري ویلي چې د ولايتي شورا پر غړي سردار خان ملنګ زوی نن ماښام شاوخوا ۰۶:۳۰ بجې په ګردېز ښار کې وسله وال بريد شوی چې پر مهال یې ملنګ زوی وژل شوی او دوه ساتونکي یې ټپیان شوي دي.
تر اوسه د دې بريد مسؤليت کوم چا یا ډلې پرغاړه نه دی اخيستی، خو د پکتيا د پوليسو وياند محمدلعل اميري وايي، چې پوليسو پلټنې پيل کړې دي.
د يادونې ده چې شاوخوا شپږ مياشتې مخکې د پکتيا د ولايتي شورا مرستيال محمدايوب غروال هم د وسله والو کسانو په بريد کې ووژل شو.
دا په داسې حال کې ده چې په پکتیا کې د هدفي وژنو لړۍ یو ځل بیا چټکه شوې او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ولایتي شورا د غړي په ګډون درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
لومړۍ برید د وسله والو طالبانو له لوري تېره شپه د ګردېز ښار په دوهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځته شوی دی.
د راپورونو له مخې، وسله والو طالبانو د پکتیا د امنیه قومندانۍ د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې مدیریت د یوه کارکوونکي په کور برید وکړ، چې له امله یې د نوموړي کارمند ورور ووژل شو او دده په ګډون دده بل ورور یې ټپیان کړل.
طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.