یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد علي پور په وسله والو د افغان ځواکونو بریدونه او د...

د علي پور په وسله والو د افغان ځواکونو بریدونه او د محقق غبرګون

تاند (شنبه د حوت ۳۰) د ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د میدان وردګ په بهسود ولسوالۍ کې د علي پور د غیرمسؤلو وسله والو پر پوستو بریدونه کړي چې پر مهال یې ۱۲ کسان وژل شوي.

د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه حملې له تېرې شپې راپدېخوا د علي پور په غیر مسؤلو وسله والو شوي چې پر مهال یې د علي پور ۱۲ غیر مسؤل وسله وال وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

دغه وزارت وايي چې دا حملې د ځايي خلکو د سر او مال د خوندي ساتلو، د قانون د تطبیق او له ملي ګټو څخه د دفاع په خاطر ترسره شوي.

په خبرپاڼه کې دغه راز زیاته شوې چې د علي پور اړوند غیر مسؤل وسله وال عامه ځایونه، بنسټیزې پروژې، د ولسوالۍ ودانۍ او ښوونځي ورانوي او له خلکو څخه باج ترلاسه کوي.

دفاع وزارت وايي چې امنیتي ځواکونه هڅه کوي څو د میدان وردګ په بهسود ولسوالۍ کې امنیت تامین کړي او د علي پور چې یو غیر مسؤل وسله وال دی اجازه نه ورکوي خلکو ته زیانونه واړوي.

بله خوا د ولسمشر اشرف غني امنیتي او سیاسي سلاکار محمد محقق ویلي، د میدان وردګو په بهسود ولسوالۍ کې وروستیو پېښو حکومتي ځواکونو او د قومندان علی پور سره تړلیو کسانو ته درنده مرګ ژوبله اړولې ده.

نوموړي له حکومت غوښتي چې د زور په کارولو کې بیړه ونه کړي او دا مسله په سوله ییز ډول حل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د علي پور غیر مسؤلو وسله والو دوه ورځې مخکې د افغان پوځ یوه څرخکه راوغورځوله چې پر مهال یې د پیلوټانو په ګډون ۹ افغان پوځیان ووژل شول.

ولسمشر غني وايي ددې پېښې غچ به خامخا واخیستل شي.

ولسمشر غني وايي د بهسود ولسوالۍ د وروستۍ پېښې غچ به خامخا اخلي

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب