شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeمقالېله ۱۴۰۰ تر ۱۵۰۰ کال پورې مهم تغیرات راځي

له ۱۴۰۰ تر ۱۵۰۰ کال پورې مهم تغیرات راځي

ګل احمد احسان

اوس ټیک ۱۴۰۰ کال نوی سوی. یوه ورځ به ۱۵۰۰ کال هم نوی سي، د اوسني وخت یو انسان هم منې که ژوندی وي، درسته نړۍ به د دې اوسنۍ زمانې له باچاهانو، وزیرانو، رئیسانو، سیاست پوهانو، ځوانانو، مدني فعالانو، خبریالانو، ټولو نارینه او ښځو څخه خلاصه وي.

نه به د سولې مذاکرات وي، نه به هم د ایران او امریکا یو بل ته غاښ چیچی وي، د چین اقتصاد چې پر هرحال وي خو اوسنۍ ماهرین به يې د چینجیانو خوراک سوي وي.

پاکستان به له مولاناوو او نورو شر پسندو پاک شوی وي.

نوی نسل به په موږ ټولو پسې خاندې چې عجب خلک وه، یو بل يې داسي وژل لکه ترخې مندکي.

په تخنیک کې به د اوسني نسل ستاینه کوي خو ښکنځل به هغه وخت وکړي چي دې ته يې پام سي چې تخنیک يې یوازې د انسانانو وژلو لپاره کارولی دی، ټولو د مځکې د نس څخه اټومي مواد را ایستل او ښه خرې خرې اټومي سرګلولولې يې جوړولې او یو بل په يې داسي فیرول لکه درواغ.

ګړز::::::: بې پیلوټه او جیټ طیارې به جانانه بم د یوه انسان په مرسته پر بل انسان ورخطا کی، په داڅټ کې به يې په وویشتئ، ټوټه ټوټه به سو، اولادونو به يې اوښکې توی کړې.

نوی نسل به زموږ د اوسنۍ نړۍ د انسانانو د تخنیک څخه ګټه پورته کوي هر یو به کور ته ناست وي په یوه کلیک به په ټاکنو کې ګډون کوي، نه به سیاسي هوکړه وي او نه به مظاهرې او د ارګ او سپیني ماڼۍ پر دېوالونو ورختل وي.

د امریکا بوش، ټرمپ، بایډین، اوباما او نور ژوندي سیاسیون به تر اوه خرواره خاورو لاندې وي خو د افغانانو له ښېرا څخه ولاکه تر اخرته خلاص سي، چي ولي يې سولې ته کار ونه کړ.

د اکثره افغان سیاسیونو او مشرانو څخه به لوی کورونه، کمپنۍ، هوټلونه په ترکیه او دبۍ کې مارکېټونه او تجارتي شرکتونه مکمل پاته وي، ددوی زامن به تر اخرته شرمېږي چي پلار خو دنیا راته پریښې خو د یتیمانو او بیوزلو جېبونه يې وهلي وه، او بیت المال څخه يې ښه په خرپ ډالر کورته وړي وو.

نو ددې زمانې ښه انسان دادی:

د خپل رب او خالق الله ج عبادت، د قرآن الکریم تلاوت

د اسلامي ټولو احکامو منل او په ژوند کې عملي کول.

چاته ازار نه رسول.

د مېږي له بدۍ څخه لا په ۱۲۰ کې ځغاستل.

ښه اخلاق، ښه رویه ، پر مسلمانانو رحم کول.

عجب لنډ ژوند دی. موږ په څه تېر کړ؟

اوس خو الحمد الله ټول ژوندي یو څه کول په کار دي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب