جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د کارکوونکو ادلون بدلون | امین ستانکزی

د کارکوونکو ادلون بدلون | امین ستانکزی

Turnover اصطلاح په لویه کې د مالي محاسبې او مالیاتي چارو لپاره کارول کیږي خو دلته یې په اداره کې د کارکوونکو د ګمارنې او په دندې د پاتې کېدو له زاویې ورباندې بحث کوو. 

د کارکوونکو بدلون د ادارې اصل دی او دا خبره معمول ده چې هېڅوک تر اخیره په یوه موقف باندې نه شي پاتې کېدای خو دغه د دندې پېلېدو او پای ته د رسېدو دوران په اداري لحاظ خورا مهمه خبره ده او ادارې باید دغه دوران په ښه توګه مدیریت کړي .

دا اصطلاح په اداري ، مالي او پانګونې چارو کې ځانګړی مفهوم لري چې د کارکوونکو په دندې د پاتې کېدو اندازه ګیري پکې کیږي د بېلګې په توګه که په یوه اداره کې سل تنه کار کوي او په یوه اقتصادي دوره کې له دې سل تنو کارکوونکو څخه یې شل تنه کارکوونکي په بېلا ، بېلو دلایلو له کاري ډلې او ځواک څخه بهر شوي وي او په ځای یې نور او نوي کارکوونکي راغلي وي نو پدې توګه موږ ویلی شو چې ددې ادارې turnover شل فېصده دی.

Turnover په ځانګړې ډول د بشري سرچینو په برخه کې د کارګرې قوې د بدلون یا replacement په مفهوم کارول کیږي او معمولا په یوه اداره کې د کارګرې قوې بدلون د فېصدۍ نرخ (Percentage Rate) په بڼه اندازه ګیري او ښودل کیږي. 

په نوره نړۍ کې د کارکوونکو د پاتې کېدو او نه پاتې کېدو له دورانې حالت څخه خلک د همدې ادارې د کیفیت او ارزښت له مخې اندازه ګیري کوي یانې داچې، هغه ادارې د کار لپاره انتخابوي چې د کارکوونکو د پاتې کېدو (=Percentage Rate) ښه او وظیفوي مصؤنیت پکې تضمین شوی وي. 

په هغه ادارو کې چې د کارکوونکو ادلون او بدلون زیات ترسره کیږي هېڅوک ورباندې باور نه کوي او نه هم پکې د دندې اخیستلو لپاره لېوالتیا لري. 

تعریف 

  Turnover په یوه اقتصادي او کاري دوره کې د یوې ادارې د کارکوونکو د دندې کولو او بیا د دندې د پای ته رسولو حالت څخه عبارت ده. همدا دوران چې کارکوونکی پکې دنده پېلوي او یاهم بېرته دنده پرېږدې  Turnover  Employment یې بللی شو . همدارنګه ویلی شو چې له هغه اداري او کاري وخت څخه عبارت دی چې، کارکوونکی پکې دنده لاسته راوړي او یاهم دنده له لاسه ورکوي. 

یا هم له هغې کاري او  وظیفوي کچې څخه عبارت دی چې، کارکوونکي پکې دندې پریږدې یاهم پکې په بلې ورته دنده، یا هم په متغیره دنده کې کار پېلوي همدې دورې او تګ راتګ ته Turnover وایي. 

Turnover د کاري دورې د اندازه ګیري واحد بللی شو چې پکې د کارکوونکو یوې ادارې ته د راتګ او تګ حالت موږ ته را ښایي. 

په لنډه توګه ویلی شو چې په اداره کې د کارمندانو د بدلون له شمېرنې او کار کولو له مودې  څخه عبارت دی.

د کارمندانو تګ او راتګ ډولونه 

د اقتصاد او بازار موندنې متخصصه Libby Duong د کارمندانو تګ او راتګ په لاندې څلور ډولونو باندې وېشلي دي  

۱ .  په خپلې خوښې دنده پرېښودل 

د Turnover ډېره فېصدې په همدې ولاړه ده چې کارمندان په خپله خوښه دنده پرېږدي او بلې ادارې ته ځي.

اداره باید یو کار ښه په دقت وکړي چې ولې دې کارمند زموږ سره کار پرېښوده ؟ او بیا هماغه د ضعف ټکي پیاوړي کړي تر څو بیا داسې څه واقع نه شي. 

۲ . کارمند ته اداره ځواب ورکوي 

پدې ډول کې موږ ویلی شو اداره د کارمندانو د کارونو څخه د نا رضایتۍ ، د بودیجې کموالی ، د کاري ځواک کموالی ، د خدماتو او تولیداتو کموالی شاملیږي چې اداره مجبوريږي تر څو کارمند ته ځواب ورکړي او رخصت یې کړي. 

۳ . تقاعد 

د یوه کارمند تقاعد د ادارې او کارمند په لاس کې نه ده بلکې د نافذه قوانېنو او کار قانون له مخې دا پروسه جریان مومي چې اکثره وخت ادارې د یوه مصلحت له مخې کارمندان مخکې له وخته تقاعد ته سوقوي او یاهم کارمندان مخکې له وخته د ځېنو دلایلو پر بنیاد تقاعد اخلي. 

۴ . داخلي ګمارنې 

په ادارو کې د ننه د کارمندانو ادلون او بدلون د یوې موخې لپاره ترسره کیږي چې اکثره وخت یې تر شا نورې خبرې هم پټې وي خو ادارو ته پکار ده چې له دې ګمارنو څخه د ادارې د غښتلتیا لپاره کار واخلي د افغانستان اکثره ادارې همدا ډول ګمارنې ترسره کوي لکه د سترنج دانې فقط ځایونه یې تغېر کیږي اساسي بدلون پکې نه راځي. 

د Turnover زیانونه 

د کارمندانو تګ او راتګ ادارو ته او هم خپله کارمندانو ته یو ډول جدي ګواښ دی چې هم په ادارې او هم په کارمندانو باندې خلک بې اعتباره کیږي همدا بې اعتباري یې ستر زیان بللی شو. 

Turnover یوې ادارې لپاره د زیات اهمیت وړ ټکی دی مخکې مو ذکر کړل چې هغه ادارې د خلکو په وړاندې د اعتبار وړ دي چې د کارمندانو تګ او راتګ فېصدي یې کمه وي نو له دې یې اهمیت معمولی شو باتجربه کارکوونکي او اشخاص هم هغه ادارې د خپلې دندې لپاره ټاکي چې لږ تر لږه یې د کارمندانو د Turnover کچه ټېټه وي. 

مالي تاوانونه 

یوې سروې ښودلې ده چې په یوې ادارې کې د کارمندانو د تګ او راتګ سره خلک پدې ادارې بې باوره کیږي کله چې پکې غواړې دنده واخلي نو بیا د لوړ معاش غوښتنه کوي چې اداره مجبوره کیږي ددې کارمند د ګمارنې لپاره د هغه غوښتنې ومني چې د سروې له مخې دا د مخکنیو معاشاتو په پرتله شپیته سلنه لوړ معاش باندې ګمارل کیږي چې دا خپله ادارې ته مالي زیان دی . 

د روزنې اړتیا لېدل کیږي 

کله هم چې کارمندان ځي راځي نو اداره مجبوره ده چې، د نوې کارمندانو لپاره د ټرینینګ له ورکولو وروسته خپلې ادارې ته معرفي کړي طبیعي خبره ده چې، دا پروسه به مصارف او وخت ته اړتیا لري . 

کاري چاپېریال ورسره زیامنیږي

حتمي خبره ده چې، یوې ادارې ته د کارمندانو تګ او راتګ ددې ادارې په کاري چاپېریال باندې ژورې اغېزې لري او په اداري چارو باندې اثر پرېباسي لدې وراخوا کاري فرهنګ ته هم صدمه رسیږي چې کارمندان له یو بل سره او یاهم له کاري چاپېریال سره اشنا کیږي نو کافي وخت غواړي. 

ځېنې ګټې هم لري چې نوې کارمندانو راتګ سره ادارې نوښت کوي او په دې سره اداره پرمختګ هم کوي. 

افغانستان او Turnover 

افغانستان کې د نورو چارو په څېر دا کاري مفهوم هم ښه مسخره شویدی او هیڅوک ددې په اړه ډاډ من نه دي چې په دنده به حتا یوه میاشت هم پاتې شي پدې وروستیو کې خو دې برخې بیخي زیات زیان لېدلی دی هر څوک او هره اداره پدې ویره کې ده چې سبا به یې د دندې پېل وشي یا نه ؟ 

په داسې کاري چاپیریال کې د کارونو سم ترسراوی نه شي کېدای او ټاکل شوي اهداف هم نه شي ترلاسه کېدلای پدې مانا چې څومره په یوه اداره کې Turnover زیات وي هومره به یې کارونه غیر منظم او شېندلي وي او څومره چې په یوه اداره کې د کارکوونکو د دندې پاتې کېدلو فېصدي زیاته وي هومره به دا اداره ښه او کارونه به یې نسبت منظم وي . 

په افغانستان کې ددې چارې پر وړاندې زیات خنډونه شته دي چې ځېنې یې په لاندې ډول دي 

غیر مسلکي ګمارنې 

غیر مسلکي ګمارنې په یوه اداره کې د کارکوونکي نه د پاتې کېدو او Turnover د زیاتوالي عمده لامل دی هرکله چې په یوه بست باندې غیر مسلکي اشخاص مقرر شي یاهم خپله کارمند او یاهم ورسره اداره او نور کارمندان ستړي کیږي ترې خوا بدي کیږي او باالاخره دنده یې پای مومي چې بیا هم همدا جریان بل ځل تکراریږي او بل غیر مسلکي کس دې بست ته راځي چې متاسفانه همدا جریان له تېرو کلونو راهېسې تکراریږي چې د Turnover فېصدي یې لوړه ساتلې ده. 

ادارې بستونه سیاسي شوي دي 

بله ستره بدبختي داده چې ، ادارې بستونه او موقفونه د سیاسي شکل ګیري له مخې ترسره کیږي یانې هر ادارې بست او موقف د واک د وېشلو له مخې وېشل کیږي او ټاکل کېدونکی کس او ګروپ یې غنیمت او خپل حق ګڼي دداسې ګروپ له ګمارنې وروسته همدا ګروپ خپل کسان راوړي چې بیا د ګروپ بدلېدو سره ټول ګمارل شوي کسان لرې کیږي او بل ګروپ د سیاسې ډلو له لارې رامنځته کېږي. 

په لنډ ډول به ووایو چې دلته په افغانستان کې واکونه او دندې هره ډله خپل امتیاز ګڼې او په خورا سپین سترګۍ یې خپل حق ګڼي او غوښتنه یې کوي.

مالي ملاتړ نه شتون 

د اکثره ادارو مالي ملاتړ نه شتون د دې لامل کیږي چې د یوې ادارې د کارمندانو د تګ او راتګ فېصدې پکې زیاته شي ډیری ادارې د پروژو په شکل کار کوي نو د پروژې د ختمېدو سره سم کارکوونکي هم په کور کیږي او خپلې دندې له لاسه ورکوي یانې دومره د دندې مصؤنیت نشته چې کله دا ادارې کله خپل بستونه اعلان ته ورکوي نو دا ورسره ذکر کیږي چې دا پروژه دوه، درې او زیاته یې شپږ میاشتې ده.

د مالي استقلالیت نه شتون د Turnover د زیاتوالي سبب ګرځي او ستونزې را پېدا کوي. 

د ګمارنې سیستمونه سم نه دي 

بله ستره ستونزه داده چې په اداراتو کې د ګمارنې او استخدام پروسې له کاري اصولو سره سمې نه پر مخ وړل کیږي 

د ګمارنې سیستم ځکه سم نه دی چې که یو څوک په یوه بست باندې د اصلاحات ادارې د کمېسیون له لارې هم راشي بیابه هم ددې ویره وي چې یو څوک فوق العاده پدې بست باندې حکمي مقرر نه شي همدا د ګمارنې د سیستم د خرابوالي په مانا دی. 

تشکیلاتي نېمګړتیاوې 

د افغانستان په هېڅ یوه اداره کې د تشکیلاتي چارو لپاره یوه منل شوې پالیسي شتون نه لري دا پدې مانا نه ده چې ګواکي هیڅ نشته بلکې ادارې کې د ګمارنې او بستونو تعداد تل د تغېر په حال کې وي. 

ډېر کله ګورو چې د یوه سیاسي تفاهم له مخې یوې ادارې ته په لسګونه کسان دننه شي چې اکثره یې د بستونو د نه شتون له امله اوزګار خلک د مشاور ، خدمتي او نورو نومونو باندې دندې ترسره کوي. 

کله کله موږ اورو چې فلانکی اداره کې په زرګونه بستونه خالي دي خیر دا خو یو معمول دی خو کله چې موږ واورو چې په فلانکي اداره کې په زرګونه بستونه اضافه بست دي چې بیاهم هماغه پورته ذکر شوې خبره ده چې بستونه د یوه امتیاز له مخې سیاسي ډلو او ګروپونو ته ورکول کیږي او بیا په همدې ادارو باندې یو ډول بوج وي او د معاشاتو د تادیه کولو له باره یې نه شي پورته کېدای. 

کله هم چې تشکیلاتي روڼتیا موجوده نه وي نو طبیعي خبره ده چې د کارمندانو تګ او راتګ به زیات صورت نیسي چې پدې سره اداري نېمګړتیاوې رامنځته کیږي او اهداف نه شي ترلاسه کېدای. 

ځېنې هغه دلایل چې یو کارمند پکې خپلې دندې پرېږدې یاهم د Turnover د واقع کېدو لاملونه. 

کارکوونکي د دندې پرېښودلو لپاره زیات لاملونه په ګوته دلته Turnover یوازې د ادارو لخوا نه دی بلکې د کارکوونکو ونډه هم پکې شامله ده د Human Recourse Management Practice)  HRMP)  د یوې سروې له مخې کارکوونکي خپلې دندې ددغو لاملونو له مخې پرېږدي. 

  ٪ ۳۰ د خپلو شخصي او کورنیو مشکلاتو له وجهې 

٪ ۳۰  د کارکوونکې غوښتنې چې نه وې پوره شوې 

٪ ۱۷ په بل ځای کې د دندې لاسته راوړلو لپاره اداره پرېښودل 

٪ ۱۷ له ادارې سره  د کارمندانو نا رضایتي 

٪ ۴ په کاري ډله کې له کار کولو له څخه د کارمندانو نا رضایتي

له پورته ذکر شویو فېصدیو ور اخوا ځېنې نور عوامل هم د کاري دندې د پای رسېدو باعث ګرځي چې د کارمندانو د مصارفو د زیاتوالي، د ادارې نه پرمختګ او د کارمندانو نه دلچسپي پکې راتللی شي.  

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب