جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهحنیف اتمر نن په یو درې ورځني سفر هند ته ځي

حنیف اتمر نن په یو درې ورځني سفر هند ته ځي

تاند ( دوشنبه، د حمل ۲/ ۱۴۰۰)  د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر نن په یو درې ورځني سفر هند ته ځي.

ټاکل شوې چې نوموړی به د هند د بهرنیو چارو وزیر او یو شمېر نورو هندي چارواکو سره ملاقاتونه وکړي.

نوموړي دغه راز د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاووش اوغلو سره هم د ټلیفوني خبرو پر مهال پر افغان سوله خبرې کړې دي.

چاووش اوغلو د سولې پر خبرو د بحث ترڅنګ حنیف اتمر ته د نوي کال د رارسېدو په مناسبت مبارکي هم ویلې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر داسې مهال هند ته په درې ورځني سفر ځي، چې تازه د امریکا د دفاع وزیر لوېډ آسټین په خپل لومړني سفر کې ولسمشر اشرف غني سره د خبرو پر مهال ویلي چې امریکا غواړي د افغانستان ترټولو اوږده جګړه په مسوولانه توګه پای ته ورسوي.

اسټین همداراز ویلي، افغانستان کې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه ډېره لوړه ده او او د سولې خبرو د پرمختګ لپاره اړینه ده چې تاوتریخوالی کم شي.

نوموړی تېره ورځ په یو نا اعلان شوی سفر کابل ته راغی او په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یې له ولسمشر اشرف غني سره د سولې پر روان بهیر خبرې وکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب