Homeخبرونهپه میدان وردګ کې د غیرمسؤلو وسله والو د چاودېدونکو توکو یوه...

په میدان وردګ کې د غیرمسؤلو وسله والو د چاودېدونکو توکو یوه لویه ډيپو کشف شوه

تاند (دوشنبه د حمل ۲) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، د میدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ کې د غیر مسؤلو وسلوالو د چاودېدونکو توکو یوه لویه ډیپو کشف او له منځه وړل شوې ده.

د دفاع وزارت نن دوشنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، «د عملیاتو په پایله کې د دښمن د چاودیدونکو توکو او مهماتو ۱ لوی ډیپو, ۱ قرارګاه او په سېمه کې د ملکي خلکو د زور زیاتي په موخه د ترهګرو د اخاذي یو شمېر پوستې کشف او له منځه یوړل شوې.»

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، په دغه عملیاتو کې یو موټر, ۶ ایکم مخابرې او د بیم یک ۸ مرمۍ د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.

د یادونې ده چې د ملي دفاع وزارت په سیمه کې د افغان هوايي قووا د یوې څرخکې تر لوېدو وروسته د علي پور اړوند وسله والو پر ضد عملیات پيل کړي دي.

تر دې مخکې د ملي دفاع وزارت ویلي وو چې تېره ورځ هم په ځینو برخو کې د عليپور د وسله والو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې وشوې خو غیر مسؤلو وسله والو مقاومت نه دی کړی او پر شا تمبېدلي دي.

د دفاع وزارت زیاته کړې، بهسودو ولسوالۍ ته لا ډېر نظامیان پر لاره دي او ددغه محلي زورواکي پر ضد به خپلو عملیاتو ته ادامه ورکوي.

عليپور د میدان وردګو په بهسودو کې غیر مسؤل وسله وال دی چې د افغان حکومت پر ضد یې وسله پورته کړې ده او څو ورځې وړاندې یې کسانو د رهبري شوي توغندي پر مټ د افغان ځواکونو یوه څرخکه وویشتله چې د څلور پیلوټانو په ګډون په کې ۹ افغان پوځیان ووژل شول.

د علیپور له لوري د ملي اردو هیلي کوپتر په ایراني توغندي ویشتل شوې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...