سه شنبه, مې 7, 2024
Home+د محمد ظاهر پاچا کېدل 

د محمد ظاهر پاچا کېدل 

څلورم څپرکی

افغانستان په یوه پېړۍ کې

(۱۳۰۰—۱۴۰۰)

څلورم څپرکی

لومړۍ برخه

   استاد شهسوارسنګروال

محمد ظاهرشاه د يوې مرکې په ترڅ کې د خپل ژوند له ترخو خاطرو پاڼه واړوله او دغې خاطرې ته ګوته ونيوه: «چې پلار مې محمد نادر شاه زما په مخ کې وويشتل شو او لږه شېبه وروسته يې سا ورکړه.» د ظاهرشاه د عمر په تړاو يانې چې دغه مهال څو کلن وه د ليکوالو او څېړونکو نظرونه او اندونه وېشل شوي دي. ځنې انګېري «محمد ظاهرشاه دغه مهال د ژوند پنځلسم پسرلی په مخ کې درلود.»([1])

که چېرې موږ د ده زوکړه داسې وګڼو چې نوموړی د اکتوبر پر ۱۵مه نېټه په ۱۹۱۴ ز کال (۱۲۹۳ ل کال) په کابل کې زېږېدلی دی نو دې پايلې ته رسېږو چې محمد ظاهر دغه مهال چې پلار يې د «لکشا ماڼۍ» په چمن کې د ده په وړاندې د تومانچې په وسيله وژل کېږي نولس کلن وه.

د نادرشاه له مړينې وروسته د «سياسي اصولو» له مخې چې د قانون بڼه يې لرله (په ۱۳۰۹ ل کالد يوې جرګې لخوا تصويب شوې وه) د پنځمې مادې پر بنسټ زوی يې محمد ظاهر د افغانستان پاچا شو.

دی په وړوکوالي کې له خپل پلار سره فرانسې ته لاړ، لومړنۍ او مينځنۍ زده کړې يې په فرانسه کې سرته ورسولې او د پلار د واکمنۍ په مهال ۱۹۳۰ ز کال هېواد ته راستون شو.

نادرشاه کوښښ کاوه چې دی داسې وروزي چې له يوې خوا خپل هېواد وپېژني او له بلې خوا له افغاني دودونو سره بلد شي.

همداراز د دې په څنګ کې چې له ملکي او پوځي چارو سره اشنا شي،له کورنيو ښوونکو سربېره، يوه بهرني الماني ښوونکي ته هم کېناوه چې په پو ځي چارو کې وروزي.

د همدې زده کړو پايله وه چې دی له يوې خوا د ختيځ فرهنګ په ځانګړي ډول له اسلامي ارزښتونو سره اشنا شو او له بلې خوا د لوېديځې نړۍ په سر کې د اروپا له کلتور سره.

که څه هم ده تر ډېره وخته په ځانګړي ډول د سردار محمد هاشم خان د صدارت تر مهال د يوه تشريفاتي پاچا بڼه لرله، ولې بيا هم د کور دننه چې کومې غونډې د ترونو په ګډون جوړېدې د ده اند او نظر ته به ډېر درناوی کېده.

دی له سلطنت نه دمخه د يولنډ مهال لپاره کار ته وګمارل شو، چې له اداري چارو سره بلد شي. هغه د برېتانوي تاريخپوه سايکس خبره:

«محمد ظاهر د پلار په څېر د پوهې څښتن وه، له چارو سره يې مينه درلوده او بدني روزنه يې ډېره خوښېده.»([2])

دپاچا محمد ظاهر د واک لومړۍ کابينه:

هغه مهال چې محمد ظاهر پاچا شو د هېواد صدراعظم محمد هاشم خان په شمال کې وو. سردار شاه محمود خان لومړی، په دوديزه توګه د بيعت لاس مخته کړ او وروسته نورو ورته کار ترسره کړ.

د دفاع د وزير شاه محمود خان په زړه کې د پاچاهۍ خيال هم وه خو ځان يې د سردار محمد هاشم خان په پرتله د دې جوګه نه ګاڼه چې پاچا شي، نو غوره يې وګڼله چې خپل سکنی وراره د ناسکه ورور په غياب کې پاچا کړي.

که د صدراعظم محمد هاشم خان هرڅه په زړه کې وو، وو به خو ښکاره ده هم د ناسکه وراره بيعت وکړ او خپله لومړۍ کابينه يې د ژمنې له مخې پاچا ته ور وپېژندله (د نوامبر په ۱۲ نېټه۱۹۳۳ کال)

– د دفاع يا حرب وزير سردار شاه محمود خان.

– د بهرنيو چارو وزير فيض محمد خان.

– د کورنيو چارو وزير محمد ګل خان مومند.

– د عدليې وزير فضل احمد مجددي.

– د ښوونې او روزنې وزير احمد علي خان.

– د سوداګريزو چارو وزير او د ماليې وزارت کفيل ميرزا محمد خان.

– د فوايد عامې وزير الله نواز خان.

– د طب مستقل مدير محمد اکبر.

– د پست او تلګراف مستقل مدير رحيم الله خان.

سردار محمد هاشم خان او د ده کړنې:

په تاريخ کې د سردار يحيی خان د درې زامنو يادونه شوې ده چې يو يې سردار محمد يوسف خان نومېږي. د محمد يوسف خان د زامنو په لړ کې دريم زوی محمد هاشم خان وه دی په ۱۸۸۶ ز کال د هند په «دېره دون» کې وزېږېد.

د ده او د ده د مشر ورور محمدعزيزخان مور محمد زۍ وه او د سردار عبدالعزيز خان لور کېده. د محمد نادرخان، شاه ولي خان او شاه محمود خان مور بيا د سدوزيو له ټبره وه.

ټول وروڼه د امير حبيب الله د باچا هۍ په مهال دومره امير ته نږدې شول چې دوه لوڼې صفيه سراج (صفيه ثمره سراج) چې د امان الله خان سکنۍ خور کېده شاه ولي خان ته په نکاح کړه. د نادرشاه او شاه امان الله تر مينځ اړيکې د شاه ولي خان په وسيله کېدې.

هغه مهال چې پاچا امان الله اقتصادي ستونزې لرلې د خپلې خور په وسيله يې د خپل شخصي جايداد غوښتنه وکړه. ولې نادرشاه خپل ورور شاه ولي خان ته وويل. چې لويې جرګې د خپلې هغې پرېکړې له مخې چې په ۱۹۳۰ ز کال د سپتمبر په مياشت (سنبله ۱۳۰۹ ل کال) کې کړېده نشي کولی چې د پاچا امان الله شتمنۍ ورته ور کړي.

د امير حبيب الله بله لور چې «نورالسراج» نومېده محمد هاشم خان ته کوژده کړه چې وروسته د همدې کورنيو ستونزو له کبله امان الله ونه غوښتل چې هاشم خان ته واده شي. نو بيا يې د کاکا زوی حسن جان سره واده وشو.

محمد هاشم خان د واک په نيولو کې ونډه درلوده ولې د شاه ولي خان او شاه محمود خان په پرتله ځکه وروسته پاتې شو چې دی په خوګياڼيو کې له يو شمېر ستونزو سره مخ شو.

هغه مهال محمد هاشم خان د نادر خان په سپارښتنه د هېواد ختيځ ننګرهار ته لاړ. بيا يې له يو شمېر مشرانو سره وليدل چې د سقاويانو په وړاندې د خلکو غبرګون را وپاروي.

د سقاو زوی چې خبر شو نو سيمې ته يې نوي ځواکونه ولېږل او سپارښتنه يې ورته کړې وه چې سردار هاشم خان ژوندی ونيسي.

دی په دغه وخت کې د خوګياڼيو په بازي خېلو کې استوګن وه. او کله چې د سقاو د زوی ځواکونه ننګرهار ته را ورسېدل نو پرېکړه يې وکړه چې له خوګياڼيو پښې سپکې کړي.

کومه جرګه چې په دې تړاو را بلل شوې وه، دې پرېکړې ته ورسېده چې يو شمېر تکړه ځوانان دې، سردار صاحب د وزيرو تنګي ترم «له لارې کورمې ته واړوي.»([3])

مارشال شاه ولي خان بيا په خپل کتاب کې کښلي دي:

«چې محمد هاشم خان غوښتل د سپين غر له لارې جنوبي ته را واوړي خو لاره يې غلطه کړه توتکي ته واوښت، بيا انګرېزانو پرېښود چې پکتيا ته راشي.»([4])

دی د نادرخان په واکمنۍ او له هغه نه وروسته هم د افغانستان صدراعظم وه. د محمد ظاهر شاه د پاچا هۍ په مهال يې سردار شاه ولي خان له لندن نه پاريس ته واستوو چې دېپلوماتيکې اړيکې له سره ورغوي. بل ورور، سردار شاه محمود خان يې پخپلې پخوانۍ دندې پرېښود.

ولې په کابينه کې يې ځنې بدلونونه د خپل صدارت په مهال راوستل:

دی له ۱۹۲۹ ز کال نه تر ۱۹۴۶ ز کال پورې د هېواد صدراعظم وه او معاون يې له ۱۹۳۸ نه تر ۱۹۴۰ کال پورې عبدالرحيم خان نومېده.

خو له ۱۹۴۰ نه تر ۱۹۴۶ پورې لومړی مرستيال محمد نعيم خان او دويم مرستيال عبدالرحيم خان وه، تر هغې چې بندي شو.

۱ – شاه محمود خان –       د حرب وزير            – ۱۹۴۶ – ۱۹۲۹ کال

۲ – فيض محمد خان ذکريا – د بهرنيو چارو وزير – ۳۹ – ۱۹۲۹

علي محمد خان –             //                –

۳ – محمد ګل خان مومند – د کورنيو چارو وزير– ۳۹ – ۱۹۲۹

غلام فارق خان –             //                –

محمد نوروز خان –           //                

۴- حضرت فضل عمر مجددي – د عدليې وزير       – ۳۲ – ۱۹۲۹ کال

حضرت فضل احمد           //       //       – ۴۶ – ۱۹۳۲ //

۵ – محمد ايوب خان – د ماليې وزير                   – ۱۹۳۳ – ۱۹۲۹ کال

ميرزا محمد –                //                – ۴۵ – ۱۹۳۳ //

۶ – محمد اکبر خان – د سوداګريزو چارو    – ۳۱ – ۱۹۲۹ //

ميرزا محمد          –       //                – ۳۸ – ۱۹۳۱ //

عبدالمجيد زابلي      –       //                – ۴۶ – ۱۹۳۸ //

۷ – علي احمد خان – د ښوونې او روزنې ووزير – ۳۳ – ۱۹۲۹ //

احمد علي خان        –                //                – ۳۸ – ۱۹۳۳ //

محمد نعيم خان                –       //                – ۴۶ – ۱۹۳۸ //

۸ – الله نواز خان    – د فوايدې عامې وزير – ۴۳ – ۱۹۳۳ //

۹ – غلام يحيی خان طرزي – د روغتيا وزير         – ۳۹ – ۱۹۳۴ //

يادونه: له دېنه دمخه د طب مستقل مديريت وه.

سلطان احمد شېرزوی         – د روغتيا وزير         ۴۶ – ۱۹۴۵ //

۱۰ – غلام يحيی طرزي – مخابراتو وزير   – ۴۶ – ۱۹۴۵ //

۱۱ – رحيم الله خان – معادن وزير          – ۴۵ – ۱۹۳۹ //

محمد هاشم خان صدراعظم پخپلې دندې کې دومره فعال وه تر هغې به نه ويده کېده چې د هېواد له کونج کونج نه به يې د خيريت غږ وانه ورېد.

ده به په اونۍ کې يو وار د وزيرانو غونډه رابلله او له هر وزير نه به يې د خپلو کړو وړو نچوړ غوښت. کوم کارونه به چې د راتلونکې غونډې لپاه بېړني ول نو سره کرښه به يې تر وکاږله.

همدا رنګه د هېواد په اقتصادي چارو کې د عبدالمجيد زابلي څرګندونې ورته ډېرې د پام وړ وې او د هېواد مخابراتي چارو څارنه ورته هم ډېره مهمه وه چې بايد يوه ډېره لرې علاقداري هم له مرکز سره اړيکه ولري.

د محمد ظاهرشاه د واک په لومړی لسيزه کې د سيمه ييزو چارو حکومتي جوړښت هم د پام وړ وه. پدغو تشکيلاتو کې ولايتونه، ولسوالۍ اوان د علاقداريو سيمه ييز واک هم په ګوته شوی وه.

د افغانستان د ټولو چارو د کره کولو لپاره دغه سيمه ييز تشکيل له کورني اړدوړ نه وروسته ډېر مهم وه چې د ساري په توګه يې يادونه کوو:

ولايت                          – سيمه ييزې چارې تر علاقداريو پورې

۱ – کابل             – څلور لويې ولسوالۍ – ۲۵ سيمه ييزې – ۳علاقه دارۍ

۲ – کندهار           –       ۳       –        ۱۷      –                ۲۱

۳ – فراه              –       ۰       –        ۲      –                ۶

۴ – جنوبي           –       ۰       –      ۵      –                ۲۵

۵ – مشرقي          –       ۱       –        ۱۱      –               ۱۰

۶ – هرات            –       ۲       –      ۸        –       ۱۹

۷ – مزار شريف     –       ۱       –        ۱۲      –       ۱۴

۸ – قطغن او بدخشان–       ۱        –        ۱۷     –       ۱۷

۹ – ميمنه            –       ۰       –        ۵        –       ۶

د هېواد بهرنی سياست:

د افغانستان حکومت پدې هلوځلو بوخت وه چې هېواد يې له بهرنيو هېوادونو سره سياسي، اقتصادي او کلتوري اړيکې ټينګې کړې.

د نادرشاه د پاچاهۍ په مهال هم د افغانستان حکومت له لرې او نږدې ګاونډيانو سره اړيکې نيولې وې چې موږ ايران، ترکيه، برېتانوي هند او شوروي اتحاد د بېلګې په توګه يادولی شو.

پدغه وخت کې د نړۍ دوه ستر هېوادونه چې د خپل ښکېلاک په مټ د افغانستان پولو ته را رسېدلي ول. افغانستان غوندې يوه بې واکه، کاواکه او بې ځواکه هېواد ته اسانه، نه وه چې د دغو ښکېلاکګرو هېوادونو تر مينځ انډول وساتي.

د دې په څنګ کې د ترکيې هېواد چې له افغانستان سره له پخوا نه هر اړخيزې اړيکې لرلې، د افغانستان په بهرني سياست کې دا يوه بله مهمه ستونزه وه چې د ترکيې او شوروي تر مينځ بايد د خپل انډول لوری په ګوته کړي.

د ترکيې هېواد غوښتل چې د جرمني په مرسته د يوه واحد ترکستان د جوړېدو هڅه وکړي. «د پان ترکي غورځنګ» دا ګړنجوله چې بايد د مينځنۍ اسيا مسلمان هېوادونه د بلشويکانو له تيري او بريد نه وژغوري او د روسانو ښکېلاک ته د پای ټکی کېږدي.

دې ته ورته هڅې په افغانستان کې چې بنسټ يې د پاچا امان الله په وخت کې اېښودل شوي وه هم روانې وې.

که څه هم هغه مهال انور پاشا، جمال پاشا او ابراهيم بېګ ډېر فعال ول. ولې وروسته مخ په ځوړه روان شول.

د جرمني هېواد له شوروي اتحاد سره د سيالۍ په موخه په افغانستان کې له مېشتو ترکي ازادی بښونکو سره د وسلو او پيسو مرسته کوله.

په ۱۹۳۶ ز کال د افغانستان له لارې په کابل کې د جرمني استازي «کورټ څيمکې» پر مټ يوڅه وسلې د دغه غورځنګ په واک کې ورکړ شوې.

شورويانو هغسې هم په افغان چارواکو باور نشو کولی دا ځکه دوی پوهېدل چې د کابل حکومت غواړي چې د شوروي اتحاد اغېزه په افغانستان کې بې اغېزې کړي. د دغې يو لامل دا وه چې افغان حکومت هيله من وه له برېتانويانو سره خپله دوستي د باور وړ وګرځوي.

د افغانستان حکومت داسې انګېرله دوی ته لومړی مهمه دا وه چې له برېتانيا او شوروي سره د اړيکو انډول وساتي نو ځکه يې د ترکيې او جرمني د اړيکو ډېر خيال و نه ساته، کوم باسمچيان او يا د شوروي ضد ځواکونه چې په افغانستان کې ول دې ته اړ کړل چې له افغانستان نه ووځي… له دې سربېره په ۱۹۳۵ ز کال له ملخو سره د مبارزې ،په سوداګريزو چارو کې د ترانزيت (۱۹۳۶ کال) په تړاو هم د دواړو هېوادونو تر مينځ د دوستۍ موافقه ليکونه لاسليک شول.

همدارنګه د برېتانيا د خوشالولو لپاره يې هغه هندي مبارزين هم وشړل چې د برېتانوي هند د خپلواکۍ لپاره يې هاندې هڅې کولې او بنسټ يې د امير حبيب الله د پاچاهۍ په پېر کې اېښودل شوی وه، بيا ورته پاچا امان الله لا د پراختيا او پرمختيا ډګر برابر کړی وه.

افغان چارواکو له دې سربېره د هغو پښتنو جنګياليو چې غوښتل يې د برېتانوي هند له ښکېلاک نه ځان وژغوري هم ننګه ونکړه، او ان د ډيورنډ پورې غاړې ولس يې دېته هڅوه چې تاو ترريخوالي ته لاس وا نه چوي.

پدې سره انګرېزان زړور شول او پرېکړه يې وکړه چې ازاد قبايل اېل کړي، نو د سړکونو په جوړېدو، په دې پلمه چې ګني ولس ته به له يوې خوا کار پيدا شي او له بلې خوا به له سړکونو څخه ګټه واخلي. خو خلک پدې پوه شول چې له سړک نه کومه ګټه نشي اخستی. بلکې انګرېزان غواړي له همدې لارې له دوی نه خپلواکي واخلي.

دا يو داسې مهال وه چې په پښتونخوا، برېتانوي هند او په ټوله سيمه کې د انګرېزانو پر وړاندې پاڅونونو او سياسي مبارزې ته ښه لاره اواره شوې وه. د لوډويک اډاميک په اند «د ۱۹۳۰ لسيزې په لومړيو کې د هند لپاره د خپلواکۍ هلې ځلې يو نوي پړاو ته ورسېدې چې د «سرحد» افغانانو غټ رول پکې ولوباوه، د عبدالغفار خان او نور افغان سرحدي مشرانو د «سور کميسو» او هم په هند کې د ګڼ شمېر مسلمانانو غورځنګ افغانستان ته د لاسنيوي او فعالانه ملاتړ سترګې نيولې وې.همدغه کسان پدې لټه کې شول چې د هند له کانګرس سره اتحاد وکړي.»([5])

برېتانوي هند نه يوازې دېته اندېښمن ول بلکې داسې انګېرل چې شوروي اتحاد له باچا خان او ګاندي سره د انګرېزانو پر ضد د وسلو او پيسو مرسته کوي.

هغه مهال چې نادرشاه ووژل شو د برېتانوي ښکېلاکګرو وېره لا ډېره شوه او کله چې بيا دغه خبرتيا ترلاسه کړه چې امان الله خان «د خبريالانو يوې ډلې ته چې په روم کې خبرې کولې «رويتر» ته وويل: که چېرې د افغانستان خلک ما وغواړي هېواد ته ځم او دې ته چمتو يم چې د تېر په څېر د هېواد خدمت وکړم.»([6])

له دېنه بله ستونزمنه خبره خو انګرېزانو ته دا هم وه چې د نادرشاه د مرګ په کال (۱۹۳۳ ز کال) د نازي ګوند مشر هټلر، د لومړۍ نړیوالې جګړې نه وروسته کوم غير عادلانه تړونونه چې په جرمنيآنو لاسليک شوي ول له مينځه يووړل، او وېغوښتل چې له انګرېزانو او فرانسويانو (که څه هم د دوی تر مينځ هم رقابت وه) سره د سيالۍ ډګر ته (دغه وخت شورويان په کورنۍ جګړه کې ښکېل وه) را ودانګي.

جرمني چارواکو (لا کله چې هټلر واک ته ورسېد) کوښښ وکړ چې افغانستان، ايران او ترکيې سره نږدې اړيکې ټينګې کړي او هغه نخشه له سره ورغوي چې دوه لسيزې دمخه غوښتل پر هند کې د برېتانويانو پر وړاندې ځواکمن شي.

دې موخې ته د رسېدو لپاره جرمني چارواکو ته افغانستان او په سر کې «وزيرستان» ډېر مهم وه.

«په جرمني کې د س – چ بوس لخوا د «د خپلواک هند» جوړ شوي سازمان پخپل واک کې دوه راډيو ستېشنه درلودل چې برېتانوي ضد تبليغات يې هم په کارنده توګه سرته رسول.

له هغوی څخه يوې راډيو «د وزيرستان» راډيو په نامه خپرونې کولې.»([7])

سره د دې چې افغان چارواکو د تېر په څېر کوښښ کاوه چې له برېتانيا او شوروي اتحاد سره داسې دېپلوماتيکې اړيکې وپالي چې انډول ته زيان و نه رسېږي.

ولې سره د هغې هم نوو پېښو داسې نړيوال سياسي چاپېريال را مينځته کړ چې بايد کابل حکومت هم يو نوی سياسي دريځ د نړيوالو په وړاندې خپل کړی وی.

د ساري په توګه سوسيال ناسيونال ګوند په ډېرې چټکۍ د جرمني سياسي او پوځي بڼه بدله کړه، د یو شمېر سترو هېوادونو ملاتړ يې ترلاسه کړ.

په ۱۹۳۶ ز کال د روم او برلين ځواکمنتيا نړۍ ته يو نوی ګواښ را مينځته کړ.

د نړۍ له هېوادونو سره لا د لومړئ نړيوالې جګړې انځور نه وو تت شوی چې د نړۍ د جغرافيوي، سياسي او فزيکي وېش نوې ننداره ترسترګو شوه.

د افغانستان صدراعظم محمد هاشم خان په لومړی نړیواله جګړه کې د افغانستان د بېطرفۍ پايلې پخپلو سترګو ليدلې وې او په همغې پاليسي يې ټينګار کاوه.

ولې د سلطنتي کورنۍ نورو غړو په سر کې پخپله پاچا محمد ظاهر، محمد نعيم، سردار محمد داود خان او ان له سلطنتي کورنۍ سربېره يو شمېر چارواکو هم غوښتل له المان، جاپان او ايټاليا سره نوې اړيکې ټينګې کړي، چې موږ عبدالمجيد زابلی د بېلګې په توګه يادولی شو.

که څه هم د خان بهادر رب نواز خان زوی الله نواز لا د مخه اروپا ته د سفر په موخه برلين ته رسېدلی وو او داسې انګېرل کېده چې غواړي له يو شمېر هېوادونو سره دېپلوماتيکې اړيکې له سره ورغوي.

ولې شوروي اتحاد دې سفر ته د شک په سترګه کتل ان تر دې چې ويل يې دغه سفر د امان الله د وژلو لپاره په کار اچول شوی دی.

د روسيې په ارشيپ کې ځنې لاسوندونه ښيي چې په ۱۹۳۴ ز کال د جنوري په مياشت کې «د شوروي کميساريو مرستيال قره خان په روم کې شوروي سفير «پوتو مکين» ته خبر ورکړ چې د محمد نادرشاه ياور الله نواز دېته ګمارل شوی دی چې امان الله خان ووژني.»([8])

د دې لپاره چې د کابل حکومت نړيوال باور په ځانګړي ډول د جرمني دېپلوماتيک ملاتړ تر لاسه کړی وي د حرب وزير او د پاچا تره سردار شاه محمود خان د اولمپيک د لوبو په پلمه جرمني ته لاړ او له جرمني چارواکو سره يې وليدل.

همدارنګه د هېواد د صدراعظم محمد هاشم خان د درمل لپاره، د بهرنيو چارو وزير فيض محمد خان او د اقتصاد وزير عبدالمجيد زابلي د يو شمېر ماشينونو او وسلو د رانيولو او د هېواد د مالي ملاتړ په موخه له هټلر سره وليدل او د ارياييتوب ګډه اړيکه يې هم ور غبرګه کړه.

د همدغو دېپلوماتيکو او هر اړخيزو هلوځلو په پايله کې د برلين او کابل تر مينځ اونۍ کې يووار الوتنې هم پيل شوې.

په ۱۹۳۶ ز کال د کانونو، په ۱۹۳۷ ز کال د سوداګريزو اړيکو تړونونه يو د بل پسې لاسليک شول.

د دغو اړيکو د پراختيا او پرمختيا په وړاندې د انګرېزانو غبرګونونه هم د پام وړ وو. په محمد عزيز خان، نادرشاه او په کابل کې د برېتانيا په سفارت يو د بل پسې بريدونه يوه خوا، د امان الله خان، د شوروي، ايټاليا، جاپان او جرمني هلې ځلې له بلې خوا، برېتانوي چارواکي اندېښمن کړي ول. نو ځکه يې له دې پرمختګونو پخوا د نادرشاه له مرګ نه وروسته پېښور، کوېټې او د شمالي، مينځنۍ، او جنوبي پښتونخوا بېلابېلو کمشنريو ته تلګرامونه ولېږل، چې پښتانه قبايل پرېښودل شي چې افغانستان ته واوړي.

له دې سربېره د برېتانيا چارواکو په ډېره بيړه د ظاهرشاه پاچاهي په رسميت وپېژندله، ډېرې وسلې او مخابرې يې افغان چارواکو ته ورکړې، د ايټاليا حکومت ته يې د امان الله خان د هغې وينا په تړاو غبرګون وښود چې د کابل او د هېواد د شمالي سيمو له خلکو نه غوښتي وه چې د نادرشاه اطاعت ونکړي… که لما نه وغواړي زه دين او وطن ته د خدمت لپاره چمتو يم…

د اېټاليې هېواد هم د کابل او انګرېزانو ټينګار بې ځوابه پرېنښود. په کابل کې د اېټاليې سفير د جنوري په دريمې نېټې (۱۹۳۴ ز کال) له يوه يادښت سره د برېتانيې سفير ته ورغی.

«ګلانتي Galanti» په ځغرده نوموړي ته وويل چې د کابل حکومت د دوی له هېواد نه غوښتي دي چې امان الله خان ونيسي.

د هند د ملي ارشيپ د لاسوندونو له مخې په کابل کې د برېتانيا استازي په کابل کې د ايټاليا سفير ته وويل چې د کابل د حکومت دغه غوښتنه د خلکو د ملاتړ پر بنسټ شوېده، پدې مانا چې افغان ولس له امان الله خان نه کرکه لري او د ظاهر شاه له واکمنۍ نه ملاتړ کوي.

لکه څنګه چې کابل چارواکو له المان (جرمني) سره خپلې دېپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړې، دا رنګه يې د پرلپسې هلوځلو له مخې له جاپان او ايټاليا سره هم يوه ګډه ډېپلوماتيکه ژبه پيدا کړه.

که څه هم ايټاليې په ۱۹۳۵ کال پر حبشې يرغل وکړ. جاپان په منچوريا کې د پرمختګ هڅې ګړندۍ کړې او په ۱۹۳۶ کې د اسپانيې کورنۍ جګړه پيل شوه. جاپان غوښتل د چين له جګړې (۱۹۳۷) وروسته له شوروي نه د غچ اخېستو لپاره د فغانستان په شمال کې د څارګرو هڅې چټکې کړي.

د افغانستان حکومت پدا ډول کړکېچنو شرايطو کې له خپلو هلو ځلو لاس په سر نشو. لاس يې امريکا ته تېر کړ چې له هغه ستر هېواد سره هم دېپلوماتيکې اړيکې له سره ورغوي. د همدې هلو ځلو په پای کې په ۱۹۳۷ ز کال د نفتو د استخراج تړون هم لاسليک کړ، خو ګټه يې ترې وانخسته. که څه هم د امريکې هېواد په ۱۹۳۵ ز کال په ايران کې مېشت وزير مختار (سفير) ته دنده ور سپارلې وه چې په افغانستان کې هم خپل استازيتوب وغوځوي. افغانستان له ايران، ترکيې او عراق سره په ۱۹۳۷ کال د جولای په اومې (۷) نېټې د تهران په «سعد اباد» ماڼۍ کې يو تړون لاسليک کړ چې په تاريخ کې په همدې نوم ياد شو. څلور واړو هېوادونو پرېکړه وکړه چې يو له بل سره به اقتصادي او کلتوري اړيکې ټينګوي او که چېرې کوم بهرنۍ هېواد په کوم يوه غړي بريد وکړي يو د بل په ملاتړ به درېږي.

په ځان مغرور او بې باکه هټلر چې د يوه پياوړي ځواک څښتن وه د افغانستان د جغرافيوي ارزښت له مخې له افغان حکومت سره په ۱۹۳۸ کال اقتصادي او تخنيکي مرسته وکړه. د اګست په مياشت کې (۱۹۳۹ ز کال) يو سوداګريز تړون هم لاسليک کړ. او يوه مياشت وروسته (سپتمبر ۱۹۳۹ ز کال) په اروپا کې جنګ ونښت.



[1] مبارز عبدالحميد تحليل واقعات سياسي افغانستان ۷۱ مخ.

[2] Sir Percy Sykes. A History Of Afghanistan (2) P. 330

[3] سنګروال شهسوار يادښتونه ۳۵۸ مخ.

[4] شاه ولي خان مارشال «ياداشت های من» ۹۰ مخ.

[5] اډاميک ۳۷۶ – ۳۷۷ مخونه

[6] د برېتانوي هند ارشيپ ۴۲ ګڼه يادښت، اکتوبر ۱۹۳۳ کال.

[7] تيخونوف، د جرمني امپراتورۍ افغاني جګړه د کاڼي ژباړه ۲۶۰ – ۲۶۱ مخونه.

[8] د تيخونوف د همدغې څرګندونې په حواله «۱۶»ځانګړې دوسيې، ۱۷۰ کارتن، ۹ مخ او ۱۹۳۴ ز کال.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب