جمعه, اکتوبر 4, 2024
Homeخبرونهپه لوګر کې یوه بهرنۍ موسسه ۲۳۸ کلیوالي ټولګي جوړوي

په لوګر کې یوه بهرنۍ موسسه ۲۳۸ کلیوالي ټولګي جوړوي

تاند (پنجشنبې، د دلوې ۵ مه) د طالبانود حکومت د لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت په لیرې پرتو سیمو کې د (WYFA) موسسې په همکارۍ ۲۳۸ سیمه ییز ټولګي جوړېږي.

د لوګر د پوهنې ریاست چارواکو دا خبر پرون (چهارشنبې) د تعلیم د نړیوالې ورځې په مناسبت ورکړ.

د لوګر د پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز د  ډبلیو وای ایف اې موسسې د فعالیت پر پیلېدو خوښي وښوده او ترڅنګ یې د دې موسسې مسولانو ته د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.

 یاده موسسه د لیرې پرتو سیمو له زده کړو محرومو ماشومانو ته د زده کړو زمینې د برابرولو په برخه کې کار کوي او له زده کړو بې برخو ماشومانو د باسواده کولو په موخه  ۲۳۸ سیمه ییز ټولګي جوړوي.

حاضر دمه په لوګر ولایت کې د مرستندویړ موسسو په مالي لګښټ ګڼ شمېر سیمه ییز ټولګي فعالیت کوي.

خو دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو منع کړي او په دې ډول یې افغانستان د نړۍ په خورا منزوي او د ښځو د حقونو له نظره تر ټولو په بدنامه هیواد بدل کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب