Homeخبرونهد ۱۹ کلنو نړیوال جام؛ افغانستان له نیپال سره مسابقه لري

د ۱۹ کلنو نړیوال جام؛ افغانستان له نیپال سره مسابقه لري

تاند (پنجشنبه، د دلوې ۵ مه) ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ تر نولس کلونو کشره لوبډله نن په خپله درېیمه سیالۍ کې له نیپال سره مخامخ شی.

د افغانستان تر نولس کلونو د کشرو کرکټ لوبډله د نړیوال جام په سیالیو کې، چې په جنوبي افریقا کې روانې دي، تراوسه دوې سیالۍ کړي او دواړه یې بایللي دي.

لومړۍ یې پر پاکستان او دوهمه پر نیوزیلنډ وبایلله.

له نیپال سره د افغان لوبډلې سیالي به د ایست لندن په لوبغالي کې د کابل په وخت د غرمې په دوولس نیمو بجو پیل شي.

تر نولس کلنو د کشرو لوبغاړو د کرکټ نړیوال جام سیالۍ، چې ۱۶ ټیمونه پکې برخه لري، د روانې جنورۍ په ۱۹ مه پیل شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...