Homeخبرونهپه بلوچستان کې ۵ پنجابيان تښتول شوي

په بلوچستان کې ۵ پنجابيان تښتول شوي

تاند (پنجشنبه، د دلوې ۵ مه) نامعلومو وسله والو پرون (چهارشنبې) ماښام په بلوچستان ایالت کې د ایران پولې ته نژدې د تربت په هوشاپ سیمې کې پنځه پنجابیان وتښتول.

راپورونه وايي چې تښتول شویو کسانو د دولتي مخابراتي شرکت یوفون د نوي برح یا ټاور د نصبولو لپاره کار کاوه.

ځایي چارواکو پېښه تایید کړې او ویلي چې دا کسان د بلوچستان د تربت ولسوالۍ د شاوخوا په ۷ کیلومترۍ کې د کیچ په سيمه کې شوې ده.

دغه کسان له امنیته ځواکونو پرته په کرولا موټر کې سیمې ته د کار لپاره روان وو.د تښتول شویو کسانو نومونه نذیر احمد، محمد طارق، صفدر علي، فاروق او حسنین ښودل شوي دي.

د تربت د سیمې مرستیال کمیشنر په امر د ملېشه ځواک ټیمونه سیمی ته استول شوي دي خو تر اوسه د تښتول
شویو کسانو په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.

 دوې میاشتې واړندې د بلوچستان په تربت ولسوالۍ کې ۷ پنجابي کارګر یا مزدوران د وسله والو له خوا وژل شوي وو.

تراوسه پورې نه د دې تازه او نه د پخوانۍ تښتونې مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

په بلوچسنان کې له یوې خوا بلوچ بېلتون غوښتونکي او له بلې خوا د ټي ټي پي په شان ډلې فعالیت کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...