جمعه, دسمبر 13, 2024
Home+د تعلیم نړیواله‌ورځ او زموږ د نوي نسل برخلیک

د تعلیم نړیواله‌ورځ او زموږ د نوي نسل برخلیک

آصف بهاند

لهٔ پاچا نه بهٔ څوک وپوښتي حیرانه؟

د مکـتـب د ټـالـۍ زنـگ ولې ولاړ دی

(حنیف حیران)

نن (۲۴/۰۱/۲۰۲۴) د تعلیم نړیواله ورځ ده او له بده شامته چې زموږ په هېواد افغانستان کې تر نیمایي ډېر کوچنیان او پېغلوټې له خپل حق یعنې تعلیم نه محروم کړای شوي دي او له یوه تیاره برخه‌لیک سره مخ دي. موږ تل داسې څه کړي دي چې د خپل هېواد نوم مو د هر بد لست په پیل کې راوستی دی. افغانستان په ټوله نړۍ کې هغه یوازینی هېواد دی چې نجونې یې ترشپـږم ټولگي پورته نه شي کولای ښوونځی ته ولاړې شي.

د افغانستان د اکثریت خلکو ترڅنگ د ملگرو ملتونو اړوندو ادارو تل د افغانستان له تعلیم نه د محرومو اولادونو د حق غوښتنه کړې ده. د تاند په یوه رپوټ کې داسې راغلي دي:

«تاند (چهارشنبه، د دلوې ۴ مه) ملګروملتو نن له طالبانو وغوښتل چې افغان نجونو ته اجازه ورکړي چې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د زدکړو لپاره لاړې شي.

ملګروملتو دا غوښتنه په داسې ورځ وکړه چې نن د زده کړو نړیواله ورځ ده او له بلې خوا د طالبانو له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز ۸۵۶ ورځې پوره شوې.

افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې نجونې پکې له شپږم ټولکي پورته د زده کړو اجازه نه لري او د طالبانو حکومت په نړۍ کې یوازیني حکومت دی چې د نجونو د زده کړو مخالف دی.

په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی دفتر، یوناما مشرې روزا اتونبایووا د تعلیم د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، تعلیم د افغانستان د راتلونکې بنیاد دی.

دې زیاته کړې، له زده کړو د نجونو او ښځو مخنیوی به ټولو افغانانو ته نور سخت زیان واړوي.

«د افغانستان ښځو او نجونو، لطفاً پوی شئ چې تاسو یوازې نه یاست. ملګري ملتونه له تاسو سره دي او ستاسو د راتلونکې د دفاع او تعامل لپاره به له هڅو ډده ونه کړي.»

له بلې خوا د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ ادارې، یونسیف د تعلیم د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان د زده کړو په برخه کې په نړۍ کې تر ټولو ټیټه سویه لري.

د یونسیف پر اساس، په افغانستان کې د دوهم او درېیم ټولګیو یوازې ۱۳ سلنه ماشومان خورا ابتدايي لیک لوست کولی شي او یوازې ۱۸ سلنه یې د ریاضۍ مهارت لري.

د یونسیف په راپور کې همداراز ویل شوي چې د افغانستان تر نیمايي ډېر ښوونځي د څښاک پاکې اوبه او په درو کې یوه برخه یې تشنابونه نه لري.

طالب چارواکو نن د زده کړو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه غونډه کې ګډون وکړ او په ترڅ کې یې د تعلیم پر اهمیت خبرې وکړې خو هیڅ یوه د نجونو د زده کړو موضوع ته اشاره ونه کړه.

د نجونو پر زده کړو بندیز د طالبانو حکومت په نړۍ کې تر ټولو په منزوي رژیم بدل کړی دی. له نجونو او ښځو څخه د تعلیم او کار په شان د خورا ابتدايي حقونو د اخیستو په خاطر هیڅ هیواد جرات نه شي کولی چې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني.

تېره اوونۍ د امریکا پخواني سفیر ونالډ نیومن وویل، د ښځو پر کار او تعلیم بندیز، چې د طالبانو د مشر لپاره ایډیالوژیک دریځ ګڼل کېږي، د دې سبب شوی چې د دوی حکومت د نړیوالې ټولنې له لوري په رسمیت ونه پېژندل شي.

ده زیاته کړه، تمه نه شته چې په نژدې راتلونکې کې واشنګټن د طالبانو په اړه په خپل دریځ کې بدلون راوړي او نور هیوادونه هم د طالبانو د حکومت د نه رسمیت پېژندلو په اړه پر خپلو دریځونو ټینګار کوي.»

طالب چارواکو نه چې د استدلال لړۍ گډه‌وډه شي، وايي چې زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه مه کوئ. وه‌کاکا ته د خلکو په کورنیو چارو کې لاسوهنه مه کوه، پرېـږده چې د دې وطن اولاد له خدای ورکړي حق نه استفاده وکړي او تعلیم وکړي.

غفور لېوال په خپله یوه مقاله (له پوهې او پوهانو ویره) کې داسې وایي:

«روزنپوهان فکر کوي، چې د نارینه وو پوهېدل، پوهول او زده کړه په دې مانا ده، چې خلک په پوهنې پسې ځي. خو که ښځې په پوهنو سنبال شوې، دا په دې مانا ده، چې پوهنه په خلکو پسې کورته راغلې ده.»

موږ افغانان د نورو منفي کړنو ترڅنگ افراط او تفریط هم خراب کړي یو او هر میدان مو بایللی وي. د نجونو د ښوونځیو د تړلو پلویان هم په ایدیالوژي کې افراط کوي او هم په ځینو نورو اعمالو کې د خپل افراط په وسیله خبره د خرابۍ او بربادۍ برید ته رسولې ده. د ایدیالوژیک افراط د خرابۍ په باب زموږ یو چیزفهمه شخص داسې لیکلي دي:

«ایډیولوژيک افراط څنګه انساني عاطفه وژني؟

پرته له هغو، چې ایډیولوژيک افراط، د واک‌غوښتنې لیوني حرص او سیاست یې عاطفه وروژلي وي.

ایډیولوژيک افراط له انساني ارزښتونو سره څه لوبې کوي؟ دا یو پراخ ارواپوهنیز، ټولنپوهنیز، پیداګوژیک او بشرپوهنیز بحث دی.

په لرغونیو دینونو کې به ځینو ولسونو خپلو خدایګوټو ته انسانان قرباني کول. په مصر کې د یوه غره په یوه تور سوري کې یو مبهم خدای اوسېده، خلکو فکر کاوه، چې د دغه خدایګوټي د ښکلیو پېغلو نڅا خوښیږي. هرکال به تر ټولو ښکلې پېغله دغه غار ته وروستل کېده او د تل لپاره ورکېده.

تر داسې بېرحمه قربانۍ روسته به خلکو د باران او پریمانۍ دعاګانې کولې. له یوه مصري پلار څخه روایت دی، چې ویل یې:

خپله لور راباندې ډېره ګرانه ده، خو که د هغې په قربانۍ د غار خدای خوشاله کیږي، زه به یې وزغمم.

ځينو ولسونو د خپلو خدایانو لپاره د قربانۍ ځانګړي ځایونه لرل، هلته به یې یوه لویه ډبره ایښې وه. قرباني به یې راڅملوله او غاړه به یې پرې کړه، چې د هرې قربانۍ وینه به ډېره وبهېده او اوږده لیکه به یې جوړه کړه، مبهم خدایګوټي ته یې د منښت نښه وه او خلک به خوشحاله ول.

خلکو د وچکالیو، ناروغیو، سیلاوونو او توپانونو پرمهال خدایګوټو ته قرباني کولې. د نرینه (مذکرو) خدایګوټو قربانۍ به ډېر ځله ښکلې پېغلې وې، چې سینګار کړې به یې د کوم خدایګوټي د نښې یا پژې (مجسمې) پښو ته حلالولې.

قرباني یوازې حلالول نه دي. له خپلو انساني حقونو محرومول هم تر وژلو بدتره قرباني ده. ایډیولوژي او ناسمه عقیده څنګه له انسان څخه عاطفه او رحم تروړي؟ دا د بشریت یوه خورا لرغوني بدمرغي ده.

ایډیولوژي او سیاسي ضد له موږ څخه څنګه عاطفه غلاکړې ده؟

څنګه په خپلو معصومو او پاکو نجونو رحم نه کوو؟

څنګه یې د بې‌بنسټه باورونو د ډبرینو خدایانو پښو ته حلالوو؟

دا ټولې هغه پوښتنې دي، چې د دغو نجونو د اوښکو په کرښه کرښه لارو لیکل کیږي، خو موږ دومره بې‌همته، ډارن او زبون یو، چې ان ځواب لټول یې هم کفر ګڼو.

د تکفیر بل نوم د ولسونو د عقلانیت سپکاوی او د هغوی د مرییتوب هڅه ده.

که یې نه منئ، دا تصویر وګورئ او فکر وکړئ!»

پر افغانستان باندې د واکمنو طالبانو پالیسي د واک له پیل څخه، بیا ترنن پورې بدله نه شوه او د پلمو مهمه برخه یې دا ده چې د ښوونځیو د پرانستلو له‌پاره پرمکانیزم باندې کار روان دی او شرایط نه دي اماده.

څه موده پخوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبايوا د طالبان د ادراې د بهرنیو چارووزارت چارسمبالي امیرخان متقي سره کتلي. پر دې موضوع باندې بي‌بي‌سي پښتو یو رپوټ خپور کړ. په رپوټ کې د نجونو د تړلو ښوونځیو په باب داسې راغلي دي:

«یوناما پر اېکس لیکلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبايوا او مرستیال یې پوتزل مارکس په دغه ناسته کې د نجونو پر زدکړو،‌ بشري حقونو او د ښځو پر کار له طالب لوري سره خبرې کړې دي.

خو د طالبانو په اعلامیه کې د ښځو د کار او دنجونو پر زدکړو بندیز نه دی راوړل شوی.‌ نن یکشنبه، له هغې راهیسې چې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځیو بندیز لګولی، ټیک ۸۰۰ ورځې پوره شوې

د طالبانو ویاندویانو چې د نجونو تړلو ښوونځیو په اړه له خبرو ډډه کوي، تل ادعا کوي چې دغه بندیزونه لنډمهالي دي.

د طالبانو حکومت له څو محدود ادارو پرته په نورو ټولو دولتي بنسټونو کې ښځې له کارونه منع کړي دي او نژدې ۱۱ میاشتې کېږي چې نجونې هم پوهنتونونو ته نه پرېږدي. له همدې امله ګڼ نړیوال بنسټونه د طالبانو حکومت له بشري حقونو په سرغړونې تورنوي- داسې څه چې طالب چارواکي یې ردوي.

په نننۍ ناسته کې د ملګرو ملتونو استازې افغانستان ته له پاکستانه د ستنېدونکو کډوالو پر اړتیاوو او مرستو هم خبرې کړې دي.

له هغې راهیسې چې پاکستان افغان کډوالو ایستلو ته مجبوره کړي، تر اوسه شاوخوا ۴۰۰ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي چې ګڼ یې مرستو او لاسنیوي ته اړتیا لري.‌»

ځینې خلک داسې څرگندونې او پوښتنې هم کوي:

«موږ هم سخت ويده ملت يو، دا درې کاله مو تا لب کاکا پر دې غولوي، چې مکتب تر امرالثاني بند دى، موږ هم فکر کوو چې ولا ريښتيا به يې خلاص کړي، خو دوى د ټول ملت سترګو کې خاورې شيندي نور هېڅ هم نه سته تر دې چې دوى په واک کې دي او داسې ويده ملت دى، که چا د نجونو زده کړې وليدې.

زه حيرانه دې ته يم چې اخر ولې ټول چپه خوله ورته ناست دي هېڅوک څه نه وايي!

يو دوه ورځې يو دوه انځورونه پر ټولنيزو رسنيو کښته پورته سي، خواخوږي وسي، دا موضوع وغندل سي، بيا يې څوک کيسه کې هم نه وي، اخر تر کله به داسې پټه خوله دې ظلم ته ګورو؟ ځينې به يوه ورځ د دې نجونو د انځورو پر ليدو خوابدي سي، خو موږ هره ورځ له دې درد سره تېروو، خو هېڅوک يې هم پروا نه لري.

ستاسې په نظر وروستۍ حل لاره څه ده تر څو د ټولنې له نيمايي زياته برخه له دې ظلمه وژغورل سي؟»

د نجونو د ښوونځیو د بیا‌پېلېدو له‌پاره یو وړاندیز داسې دی:

«راځئ چې د سمون او بدلون لپاره په مبارزه کې هغو مواردو ته په لومړيتوب قائل شو چې حاکمې ډلې ته يې منل نسبتاً اسانه او ارزانه وي. د هغو نيمګړتياو د حل لپاره مبارزه پيل کړو چې ټولنه مو د جهالت تيارو ته کشوي، ځوانان مو له زده کړو څخه منعه کوي افغانان په ټوليزه توګه کډوالي ته مجبوروي، نيم وګړي بى علمه پاتې کوي او د غلامي خواته مو کشوي. هغه د انجونو په زده کړو باندي ناروا او ظالمانه بنديز ته ژر تر ژره د پاي ايښودل دى. د دغه ناروا بنديز د له منځه وړلو لپاره په ذهنيتونو جوړولو باندې کار شوى او دغه مبارزه په نسبي ډول په بريالۍ توګه دوام لري. که په دغه تړاو د کورنيو کړيو او نړيوالو ادارو ترمنځ همغږي، د انجونو د زده کړو د پلوي علماو ملاتړ ترلاسه کول، د طالب مشرتابه هڅول، عام ذهنيت جوړونه او د هڅو تسلسل رامنځته شي، يقيناً به نتيجه ولرى. پورته هڅې هغه مهال ګټورې ثابتيږي چې له طالب سره د دښمن او د هغه د نفى کولو په ذهنيت نه بلکې د خواخوږي او ددغه هيواد په راتلونکې کې د شريک اړخ په صفت تعامل وشي.»

د نجونو د تعلیم د مخنیوي په برخه کې خلک خپل غږ اوچتوي، عبدالوهاب باور په دې بڼه خپل غږ جگ کړی دی:«

تعلیم دې ناروا کړو د ایمان په آئینـه کې

اوس ګورمه سرکاره! خپل ارمان په آئینه

پېریان درباندې ناست دي چې روا ناروا بولې؟

شیطان دې دی لیدلی د جانان په آئینه کې!

فتوا د پنجابي مفتي د ګېډې نه راوتې

خپل ځانته خو لږ ځیر شه د افغان په آئینه کې

د جهل سره جنګ لپاره وحې خدای نازل کړې

جنت دی د نبي اخر زمان په آئینـه کې

د علم د رڼا په پلوشو بـه خـدای تـه رسې

باوره! زړه کې هم ښکاري اسمان په آئینـه کې»

خو د طالب پالیسي ته چې لېدل کېـږي، بیا د سړي په زړه کې گرځي چې:

«… د سړې اوسپنې خوشې ټکول دي»

د نویو واکدانو ناښکاره پالیسۍ د نجونو له تعلیم نه ناسور زخم جوړ کړی دی او اوس داسې حالت حکم شوی دی چې د دې ناسور زخم د رغولو چاره او علاج پسې ډېر خلک گرځي، خو حل‌لاره په تیارو کې پټه ده او «مځکه هغه سوځي، چې اور پرې بل وي» هغه کورنۍ او چیز فهمه خلم کړېـږي او زورېـږي چې په راتلونکې ژوند او ټولنې کې د نجونو د تعلیم ارزښت او رول ورمعلوم دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب