یکشنبه, مې 19, 2024
Home+جګړه نشته، خو په هېواد کې ژوند تيرول سخت شوي دي

جګړه نشته، خو په هېواد کې ژوند تيرول سخت شوي دي

ليکنه؛ عبدالوحید وحيد

سمه ده چې اوس په افغانستان کې لله الحمد جګړه نشته، زورواکان نشته،  د واک جزائر نشته, دوه سرى حکومت نشته، نظام وېشلى او پاشلى نه دى، د فساد کچه کمه ده. د توپک ډزا, د بمونو غړزا, د الوتکو کړنګا او د ټانکونو غوړمبا نشته، اوس د جګړو له امله د افغانانو په کورونو د ساندو ترنم او د سلګيو غږ نه اوريدل کيږي، اوس د سحر باد د ماشومانو د وينو پيغام نه راوړي او يقيناً ورباندې خوشحاله يو، خو د افغان په ښځينه بچيانو باندي د زده کړو دروازې بندې پرتې دي، بيکاري د ولس ژوند ننګوي، لوږه  توپان جوړوي، بېوزلي ناورين رامنځته کوي، اندېښنې شته، ځوانان مو د بيکاري له امله اروپا ته د رسيدو په هيله د ايران او ترکیې په پولو او د اروپا په اوبو کې ژوند له لاسه ورکوي.

هېواد مو په نړيواله کچه منزوي دى، نظام کورنى او بهرنى مشروعیت نه لري،  په ځينو مواردو کې يې له ولس سره چلن استبدادي دى. د ولسي مشارکت عنصر پکې شتون نه لري. د دولت  لپاره اړين خپلواک عدليه مقننه او اجرائیه اورګانونه نشته. د دوحې په تړون کې په ليکلې بڼه د بين الافغاني مذاکراتو په نتیجه کې د اسلامي حکومت جوړولو ژمنه هم نه ده عملي شوې. په ګمارنو کې يوازې جنګي انډيوالي معيار کارول شوى دى، ځينې پخواني کادرونه په خپله خوښه وتښتېدل، څه په کورونو کې ناست دي او څه هم مجبور شول چې هېواد پريږدي. له معاصرو علومو سره سليقوي چلن کيږي او د ښځينه افغانانو په زده کړو باندي ظالمانه او ناروا بنديز دوام لري او په دغه شان حالت کې ژوند کول د او سپينې نينې چيچل دي، خو بيا هم موږ د حالاتو مقابله کوو او په هېواد کې اوسيدو ته لومړيتوب ورکوو.

متأسفانه تر اوسه داسې نښې نښانې قطعاً شتون نه لري چې طالب مشران به په خپلو تګلارو باندې له سره غور وکړي، د ملي مشروعیت ترلاسه کولو ته دې د دوه اړخيز تعامل لپاره لېوالتیا وښئي او په نظام کې د اصلاحاتو رامنځته کولو ته  اړتیا احساس کړې. که څوک فکر کوي چې طالب مشران به د اصلاحاتو رامنځته کولو لپاره له سياستوالو سره د مشورو لړئ پيل کړي، يا يې هم پيل کړې ده، نو په بشپړ يقين سره  وایم چې اشتباه او يا هم مبالغه کوي. عيني واقعيتونه دادي چې طالب مشران خپل نظام ټول ګډونه او مشروع ګڼي او له ولس سره د مشورو له پيلولو پورې لاهم اوږد او ازغن واټن په مخکې لري.

که له حاکم مشرتابه څخه يوه وړوکې ډله په يويشتمه پيړۍ کي د څلوېښت مليونه وګړو په هېواد کې د انجونو په زده کړو باندي بنديز ته له دوه کاله راهیسې دوام ورکولاى شي، نو له هغوى څخه به د ټول ګډونه حکومت جوړولو تمه خورا لرې خبره وي. د وزيرانو په کچه افراد يې داسې استدلال کوي چې حکومت يې د مټو په زور نيولى دى او په افغانستان کې که چا هم حکومت په خپل زور يا هم د بل چا په اوږو باندې د کيناستلو په پايله کې نيولى وي، مخالف اړخ ته د امتيازاتو ورکولو بيلګي نه لرى. هغوى بشپړ باور لري چې نړيواله ټولنه به هم طوعاً وکرهاً بالاخره له طالب حکومت سره تعامل ته مجبوريږي.

د پخواني نظام افراد ورته له سزا څخه بښل شوي جنايتکاران او عام ولس د امريکا له شل کلن شتون څخه اغيزمن شوي خلک ښکاريږي. که له ځينو چارواکو سره ستونځې تربحث لاندي نيسو نو په خبرو کې يوازې غوږ نيسي نور هيڅ نه وايي. دا سمه ده چې ډيرى مشران د اصلاحاتو پلويان دي خو په زغرده د خپلې هوکړې څرګندولو جرئت نه کوي.

که له داودخان څخه رانيولې تر ننني طالب مشرتابه پورې ټولو ډلو د نظامونو د نړولو او نسکوريدو سهوې غلطيانې او اشتباهات نه واى کړي، د يکه تازي او د واک لپاره يې د نورو د نفى کولو حرص نه واى کړى، د خبرو او عمل ترمنځ يې انډول رامنځته کړى واى، نن به مو يقيناً حالت د اوس په شان خراب نه وو. که له تيرو ترخو تجربو وروسته اوس هم څوک د توپک په زور د نظامونو د نړولو او نسکوريدو هڅو ته دوام ورکوي، نو د افغانستان په خير يې نه ګڼو، ورسره ملګرتیا نه کوو او پايله به يې يقيناً ناکامي وي.  تعجب دى چې اوس هم ډيرى دوستان د اوسني معيوب نيمګړى مات ګوډ نظام د نړولو او له بهر څخه د زور کارولو لپاره د مرستو په غوښتنو باندې تمرکز کوي، خو داچې له ددغه مات ګوډ نظام له نسکورېدو وروسته به څه ډول حالت رامنځته کيږي هيڅوک هم وړاندوينه نشي کولاى.

باید ووایم چې کله کله د خطرناک رنځ د درملنې لپاره د زهرو خوړل اړتیا وي او نن موږ په همدغه شان ترينګلي حالت کې قرار لرو. زه پوهېږم چې زموږ ستونځې بهرني بهدونه لري خو بهرنيان په لمړي سر کې زموږ د ستونځو په حل کولو کې د مرستې لپاره په مستقیم ډول د مختلفو وجوهاتو او لاملونو پربنسټ تيار نه دى. که احياناً تيار هم وي نو د خپلو ستونځو د حل واک او نوښت بهرنیانو ته ورکول د ويښ او په اصطلاح د پنځه زره کلن تاريخ درلودونکي ملت لپاره د شرم باعث دى او نتیجه به يې هم د تير بن له پريکړو څخه توپير ونلري.

اوس مهال به له حکومت څخه د مشارکت حق غوښتل، په کابينه کې د ښځو په شمول مختلفو سياستوالو ته ځاى ورکول، سملاسي ټاکنې ترسره کول او دغو ته ورته نورو مواردو باندي زور اچول به يقيناً د وخت ضياع وي او منل به يې په پل صراط باندي تېريدل وي. موږ د افغانانو اوسني ترينګلي حالت ، په افغانستان باندې د طالبانو سرتاسري حاکمیت، عيني واقعيتونو او د بديل نشتون ته په کتو له طالب مشرتابه سره په ځينو مواردو کې تعامل کولو او سوله ييزې مبارزې ته مجبور يو.

راځئ ومنو چې له دغه بيچاره ولس او هېواد سره هر حاکم جفا وکړه هر خپل او پردي لوټ کړ. اوس د ګناهونو د کفارې وخت دى او دغه کفاره قرباني ته اړتیا لري. کله کله ناورين دومره ستر وي چې د ځانونو او خپلو ډلو لپاره د امتيازاتو غوښتنه ټولنيز جنايت ګڼل کېږي او هغه وخت يقيناً زموږ نننى فاجعه زيږوونکى حالت دى، خو داسې نه ښکاري چې موږ اوس هم عبرت درس اخيستى وي. راځئ د امتيازاتو د ترلاسه کولو سياست پريږدو. اوسني مشران د هغوى سهوو مټکورو سياستونو ته د بدلون لپاره د جګړو په مټ نه بلکې د خواخوږي په صفت مجبور کړو. زه هغه مهال ډير خوشحاله شم چې ډيرى مشران راسره زما په انتقادي ليکنو په تړاو موافق ښکاري خو په زغرده زموږ د غوښتنو ملاتړ  د اطاعت له ديني اصل سره په ټکر کې ګڼې.

راځئ چې د سمون او بدلون لپاره په مبارزه کې هغو مواردو ته په لومړيتوب قائل شو چې حاکمې ډلې ته يې منل نسبتاً اسانه او ارزانه وي. د هغو نيمګړتياو د حل لپاره مبارزه پيل کړو چې ټولنه مو د جهالت تيارو ته کشوي، ځوانان مو له زده کړو څخه منعه کوي افغانان په ټوليزه توګه کډوالي ته مجبوروي، نيم وګړي بى علمه پاتې کوي او د غلامي خواته مو کشوي. هغه د انجونو په زده کړو باندي ناروا او ظالمانه بنديز ته ژر تر ژره د پاي ايښودل دى. د دغه ناروا بنديز د له منځه وړلو لپاره په ذهنيتونو جوړولو باندې کار شوى او دغه مبارزه په نسبي ډول په بريالۍ توګه دوام لري. که په دغه تړاو د کورنيو کړيو او نړيوالو ادارو ترمنځ همغږي، د انجونو د زده کړو د پلوي علماو ملاتړ ترلاسه کول، د طالب مشرتابه هڅول، عام ذهنيت جوړونه او د هڅو تسلسل رامنځته شي، يقيناً به نتيجه ولرى. پورته هڅې هغه مهال ګټورې ثابتيږي چې له طالب سره د دښمن او د هغه د نفى کولو په ذهنيت نه بلکې د خواخوږي او ددغه هيواد په راتلونکې کې د شريک اړخ په صفت تعامل وشي.

11 COMMENTS

  1. جناب وحید صاحب د تل په شان ښکلي او معقول وړاندیزونه زمونږ ټولنې او د هېواد مشرانو ته وړاندې کړیدي ، خو افسوس کاشکې داسې بینا سترګې او اورېدونکي غوږونه وای .
    زما په نظر هغه دري ژبو خبره : پیش …. یاسین خواندن است.
    فاعتبروا یا اولی الابصار

    • سلامونه او نړۍ مننه جناب حسن صاحب محترمه
      يقيناً د ياسين خواندن خبره ده خو باور وکړئ بله چاره لرو. که موږ او تاسو ټول ورته په زغرده خبره وکړو نو زما په اند به اغېز ولري خو يقيناً درته وايم دلته کار ټول په دربار او بهر کې هغو خلکو خراب کړى دى چې ورته وايي وحيد باغي دى او ستاسو ټول کارونه د عمري عدالت بيلګي دي. بس دعا کوه چې درباري چاپلوسان دې رب تباه کړي
      بيا هم مننه

  2. ښاغلی عبدالوحید وحيد صاحب
    السلام علیکم!
    ستاسو محترم مسبتو او بی پلوه لیکنو ته په اوس مهال کی افغانان او افغانستان وږی او تږی دی.
    مونږ یو متل لرو: هغه غوټه چه په لاس خلاصییږی غاښو ته ضرورت نشته.
    ستاسی دغه جمله می ډیره خوښه شوه.
    (پورته هڅې هغه مهال ګټورې ثابتيږي چې له طالب سره د دښمن او د هغه د نفى کولو په ذهنيت نه بلکې د خواخوږي او ددغه هيواد په راتلونکې کې د شريک اړخ په صفت تعامل وشي.)
    والسلام

    • سلامونه مې ومنئ جناب وطندار صاحب محترمه
      بس چاره نه لرو کله کله د ولس او هېواد لپاره مجبور هغه کار وکړو چې زړه مو نن غواړي

  3. محترم وحید خانه وروره ستاسی بیان هم ټول صحیح دی خو خبره دا ده چی عمومی یأس او نا ُمیدی او مُفلسی او رنځ او بیکاری او د دیکتاتوری او خفقان څخه ډکه فضاء هم یو ډول سړه جګړه شمیرل کیږی ( لکه څنګه چی ډیره توده فضاء سوځوونکی ده نو همداسی ډیره یخه فضاء هم سوځوونکی وی ).
    طالب مشران او کشران باید دا حقیقت درک کړی چی که د عام وولس د نااُمیدی درجه د جوش حالت ته ورسیږی نو ممکن دی نتیجی ته ورسیږی چی نننی سوله ایز ! وضعیت او پرونی جګړه ایز وضعیت ور ته یو شان وبریښی ( د هیڅ څخه و نه بیریږی ځکه د بایللو څه نلری چی په هکله ئی تشویش پیدا سی ).

    • سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ جناب غلام حضرت صاحب محترمه
      يقيناً همداسې ده. زه په هېواد کې اوسيږم او دلته د هغو خلکو حالت هم د کتو نه دى چې پرون يې د دولتي امتيازاتو له ترلاسه کولو پرته د ازاد تجارت له لارې ښه په لوړه کچه ژوند درلوده خو اوس خوله او لاس سره چلوي. ستاسو خبره منم چې دلته وجدانونه ويده او احساس تللى دى

  4. سلام
    دوطن ولس ، بهرنی او کورنی سیاست ملی حاکمیت او دنظام روابط او ضوابط نه دی . ذهنی اوعینی شرایط سمېدل غواړی
    فکری پانګې ډیر تاوان لیدلی ښوونې اوروزنې سقوط کړی

    • يقيناً ستونځې ډيرې دي خو موږ د مبارزې د بريا لپاره باید پيل له اسانه او ارزانه بدلون څخه وکړو چې مخالف لوري ته په اساني سره د منلو وي او زموږ ټولنې ته زيات ارزښت ولري لکه د زړه کړو ستونځه

  5. سلامونه جناب وحید صیب مننه له لیکنی څخه مو یوازی جګړه ختمیدل ندی چې نور یندیزونه درباندی وی. او تا هم دلته خپل ملت لاس دی خالی وی اوس ته افغانانو سره دی ذهنی جګړا روانه کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب