یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپه لغمان کې د والیبال پر سر په شخړه کې ۴ تنه...

په لغمان کې د والیبال پر سر په شخړه کې ۴ تنه وژل شوي

تاند (پنجشنبه، د جدې ۲۸ مه) د لغمان ولایت په یوه کلي کې پرون (چهارشنبې) د والیبال پر سیالۍ د دوو خواوو ترمنځ په شخړه کې ۴ تنه ووژل شول.

د راپورونو له مخې، دا پېښه د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ په نورام کلي کې وشوه.

دا غمجنه پېښه له لفظي ناندرۍ وروسته وشوه.

ویل شوي چې په شخړه کې له وسلې کار واخیستل شو خو دا څرګنده نه ده چې کومې خوا وسلې ته لاس وروړی دی.

د لغمان ولایت د والي ویندوی یونس یوسفزي پېښه تایید کړه، ویې ویل چې په دې تړاو مشکوک کس نیول شوی دی.

د ده په وینا هغه کس نیول شوی چې ډزې یې کړي او په نتیجه کې یې ۴ تنه وژل شوي دي.

یوسفزی وايي چې نیول شوي کس اعتراف کړی چې ډزې یې کړي دي.

تر دې وړاندې په بغلان ولایت کې د فوټبال د یوې سیالۍ پر سر یو زلمکی وژل شوی و.

4 COMMENTS

  1. الله ج دیی دغه څلورو واړو ورونو ته جنتونه په نصیب کړی، او کورنیو ته یی غټ صبر او حوصیله غواړم.
    او ټوپکمار قاتل ته تر ټولو غټه سزا غواړم.

  2. زه نه پوهیږم طالبان چې د بشپړ او ډاډمن امنیت خبره کوي. نو بیا ولي له غیرمسولو کسانو څخه وسلې نه ټولوي. او که امنیت وای نو خلکو ولي په کورو وسلې ساتلي دي. له دې خبرې داسې معلومیږي چې خلکو ته ډاډمن امنیت نه دی ورکول شوي ویره لري او د خپلو وسلو په زور ځانونه ساتي، نه د طالبانو په واکمنۍ کې د هغوئ تر سیوری لاندې امنیت باندې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب