یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د پخواني ولسمشر اشرف غني ۵ پاډکاست

د پخواني ولسمشر اشرف غني ۵ پاډکاست

فقر و ثروت ما

داود جنبش: له ولسمشر محمد اشرف غني سره د پودکاستي خپرونو یوې بلې ګڼې ته ستړي مه شئ. امروز بر مسئله فقر در افغانستان، ریشه ها، عوامل و چاره‌های آن مکث می کنیم.

داکتر صاحب خپرونې ته هرکله راشئ.

دکتور محمد اشرف غني: بسم الله الرحمن الرحیم. کور مو ودان. زما احترامات ټولو خوېندو ورونو او ټولو وطندارانو ته هر چېرته چې دي.

پوښتنه: ډېره مننه د هغوی په استازیوب. په تېرو خپرونو کې موږ د کډوالو، کورنیو بې‌ځایه شویو مسئله باندې تقریباً ډېر تم شوو؛ ځای ځای به بیا راځي ځکه چې ځینې نور اړخونه لري خو تاسې په یوه خپرونه کې یوه موضوع یاده کړې وه، غواړم دغه نوې خپرونه له هماغه ځایه پيل کړم. تاسې ویلي وو، ملت باید، هغه کسان چې راستنېږي او هغه کسان چې په کور دننه بېځایه شوي دي، په پراخه مینه او پرانیستې غېږ ورته هرکلی ووايي، زما سوال دلته دا دی چې، پرانیستې غېږ خو سهي ده، د اخلاص غېږ سهي ده، اما که غواړي له مادي پلوه ورسره څه وکړي، دا مسئله له فقر او شتمنۍ سره تړلې ده. ځکه هرکلی او ناهرکلی بې ډوډۍ او بې‌ دسترخوانه نه کېږي. فکر کوئ د ټولنې اوسنی مالي حالت دومره دی چې سړی دغسې یو هرکلی وویلی شي یا په بل عبارت، دا پوښتنه که داسې وکړم: ستاسې اخیستنه د هیواد د فقر او شتمنۍ له اوسني حالت نه څه ده؟

ځواب: زموږ هیواد نن هغه هیواد دی چې نیمايي ولس یې بې‌وزله دی او [لږ تر لږه] یو پر درېیمه برخه د دوو یا درېیو ډوډیو [د اخیستو] امکان په ورځ کې نه لري. له بلې خوا نه ځينې مثبت علایم شته چې قیمتونه لږ څه سږ کال ښکته شوي دي، پيسې نسبي ثابتې شوې دي، مګر دا، علامه د پرمختګ نه ده له بده مرغه، ځکه دا حالت هم د تشویش وړ دی. دلیل یې دا دی، څه مو چې درلودل په دې څو کلو کې ډېرو اقشارو  په ځان لګولي او اوس هغه حد ته رسېدلي چې امکان د دې چې وکړی شي له پخوانیو ذخایرو یا زېرمو نه ګټه واخلي او خپله ګوزاره پرې وکړي، هغه [امکان] ډېر کم شوی دی. څلور سکتورونه خاصتاً: د کرنې، خدماتو – چې لوی سکتور و- صنعتي سکتور او دولتي سکتور – چې ډېر کارکوونکي یې له کاره ویستل شوي دي- دا هغه سکتورونه دي چې یوه زېرمه یې درلوده او [هغه] زېرمه یې کمه شوې ده. له بلې خوا، یو ډېر بډای قشر هم په افغانستان کې موجود دی چې په جرمي اقتصاد کې، شبکه‌يي اقتصاد کې او په عُرفي اقتصاد کې اوس ډېر لوی لاس لري. نو د افراط او تفریط ملک دی. هغوی چې په [یوه] وار د پیسو خاوندان شوي دي، یا د پخوانیو شبکه‌يي کارونو نه لویې زېرمې په لاس لري، [هغوی] د دې توان لري چې مرسته وکړي. [خبره دا ده] چې دوی کې هغه اراده او زړه سوی، او اسلامي فرایضو ته قایلېدل او هغه زړه‌سوی [شته که نه؟] چې همېشه په قرآنکریم کې راغلي دي: باید یتیم او مسکین او نورو [بې‌وزله] اقشارو سره مرسته وکړئ. دا باید په عمل کې ثابته شي.

پوښتنه: یعنې کولای شي سړی ووایي، دغه اوسني بدلونونه چې په پام کې ونیسو، دا د افراط او تفریط یا [شتمنۍ] او بېوزلۍ واټن به لا ژور شي [او] لا به ډېر شي.

ځواب: له بده مرغه هو! ځکه، که اقتصاد په څلورو برخو ووېشئ چې: یو یې رسمي اقتصاد دی، بل یې عُرفي اقتصاد دی، بل یې جرمي اقتصاد دی [او] بل یې شبکه‌یي اقتصاد دی. د دې هر یو [خپل] خاص خصوصیات لري او که تاسې غواړئ چې بیا زه توضیحات درکړم، زه به یې درته ووایم، اما هغه خلک چې په جرمي او شبکه‌يي اقتصاد کې اخته دي، ډېرې لویې پانګې یې درلودې او لا په دې حالت او دې وضعیت کې دي چې د دوی پانګې ډېرې شي. اما اکثریت ولس چې په دې دوو نورو اقتصادونو کې دي، د هغوی وضعه، بده وضعه ده. د تشویش وړ وضعه ده او که جدي توجه ورته ونه شي، خدای مه کړه ورځ به [یې] بدتره شي.

پوښتنه: دغه پوښتنه به وکړم، د اقتصاد ډولونه ډېره ښه موضوع ده، که پرې ډېر تم شوو اورېدونکو ته به هم په زړه پورې وي، خو…  حالی که موضوع فقر و ثروت است، می خواهم با توجه به موج های در حال حرکت انسانی از بیرون و در داخل کشور، یک پیش بینی، حداقل [برای] مدت کوتاه، در مورد آینده افغانستان از نظر اقتصادی، از شما داشته باشم.

پاسخ: به این تعلق دارد که آیا آینده را از نگاه دوام وضع موجوده، برای کوتاه‌مدت، وسط‌مدت و دراز‌مدت می بینید یا از نگاه دید تولید ثروت و مبارزه متمرکز با فقر و عدم مساوات؟ اگر وضع موجوده در آینده دوام کند، این باعث افراط و تفریط بیشتر می شود و مشکل جدی برای اکثریت قاطع ملت ایجاد می کند. اما اگر بر طرح های بدیل [تمرکز شود] – که ان‌شاءالله تعالی بالای ثروت‌های پنهان و قابل استفاده افغانستان صحبت کرده می توانیم- [در آن صورت] افغانستان مجبور نیست که در حالت فقر و بیچاره‌گی [باشد] و به صدقه بین‌المللی وابسته باشد ؛ از این حالت بر آمده می تواند.

پوښتنه: استاده په تېره خپرونه کې یوه موضوع وه، را یاده شوه، هغه ځل د خپرونې [وخت] کم و، باید مو پای ته رسولې وی، خو غواړم دلته یې وپوښتم، همدې موضوع سره تړاو هم لري. د کورنیو بې‌ځایه شویو مسئلې کې یادونه وشوه چې دوی وځي، له خاصو ولایتونو نه، یو څو ما یاد کړل، یو څو تاسې یاد کړل، چې راځي مختلفو ځایونو ته، دا بې‌ځایه کېدنې په ټولو ولایاتو پورې اړه نه لري او په ځینو کې کېدای شي نه وي، مثلاً زه چې دې وروستیو کې افغانستان ته تللی وم، حداقل په یوه ولایت – کونړ کې ما دغه ډول پراخې بې‌ځایه کېدنې ونه لیدلې.

ځواب: معلومداره ده چې تعداد فرق لري او په دې پورې تړلې ده چې د جګړې او بې‌ځایه کېدو [ډېر] مرکز کوم [ځایونه] وو. له بلې خوا نه طبیعي حوادث هم په دې کې ډېره لویه برخه لري. [که] د کډوالو د ستنېدو ولایاتو ته وګورو، ۱۷ ولایتونه نن د دې محور دي یا هغه مرکزي برخه ده چې دوی بېرته [ور]ګرځي هم له ایرانه او هم له پاکستانه. درې ولایتونه چې غزنی، کندوز او هرات دي، په دواړو برخو کې مطرح دي. باقي نیمزو، فاریاب، تخار، غور، بلخ، بادغیس او فراه، هغه ولایتونه دي چې له ایرانه ورته کډوال بېرته را ګرځي. له پاکستان نه [چې ورته را ګرځي] کندهار، ننګرهار، کابل، هلمند، زابل، لغمان او لوګر دي. له دې درته لومړۍ برخه ښکارېږي چې دغو ولایتونو ته خلک بېرته په ستنېدو دي.

پوښتنه: دا خو کډوال دي، زما پوښتنه د کورنیو بې‌ ځایه شویو په باره کې ده.

ځواب: د کورنیو بې‌ځایه شویو په برخه کې باید دقیق اسناد وګورو، له بده مرغه دا ټول اسناد موجود نه دي. یو عرض مې په دوامداره توګه دا دی چې [کله] ارقامو ته راځو، اوس تر ډېره حده په بین‌المللي بنسټونو پورې تړلي یوو او دا ښه وضعیت نه دی. ځکه، که برقي تذکره په اساسي توګه ټول افغانستان کې عملي شوې وای او په ورځنۍ توګه برقي تذکرې ټولو –  هم کډوالو او هم داخلي بې‌ځایه شویو ته ورکول شوې وای، په دې کې به یو شفافیت وای او [موږ] به په واضح توګه پوهېدای. مګر یو دلیل چې ابهام موجود دی [دا دی] چې ارقام په شفافه توګه نه ټولېږي. لومړۍ برخه دا ده چې ارقامو [ته] په واقعي توګه راشو نه دا چې هر څوک یې له خیال و خوبه را وباسي. دا سمه طریقه نه ده. باید ارقام په دقیقه توګه [را]ټول شي چې موږ پوه شوو. نه یوازې دا چې څوک چېرې اوسي؟ چېرې غواړي لاړ شي؟ له کومه ځایه بې‌ځای شوي دي؟ څو کاله بې‌ځایه شوي دي؟ امکان د تګ یې بېرته څومره دی؟ [بلکې همدارنګه دا چې] څه شرایط دي؟ په څه توګه موږ دوی ته ډوډۍ رسوو، اوبه رسوو، کالي رسوو [او څنګه ورته] د کورو جوړولو او ژوند شرایط [برابرو]؟ خبره په دې کې ده، د ژوند تګلاره ده که د تدریجي مرګ لاره ده؟ که د ژوند تګلاره منو او ټول یو بل ته لاس ورکوو، هغه یو لاره ده. زه غواړم چې موږ د ژوند [په] لارې متمرکز ووسو. اما که وضعیت [خپل سر ته] پرېږدو او فکر وکړو چې دا به ځان اصلاح کوي، هغه د تدریجي مرګ لاره ده.

پرسش: در همین رابطه در یکی از برنامه های قبلی باز هم پیش از این که به مسایل دیگر مربوط به فقر و ثروت بپردازیم، شما گفتید به علت تحولاتی که رخ داده، شهرها دیگر آن کشش قبلی را برای کتله های وسیع مردم ندارد، که بیایند و در آنجا برای کاریابی و یا مسایل دیگر رحل اقامت بیاندازند و زندگی کنند. اما تجربه شخصی خود من در جریان سفر به افغانستان نشان داد که هنوز هم تراکم غیرمتناسب نفوس بر شانه‌های شهرها سنگینی می کند و هنوز هم افراد زیادی در شهرها زندگی می کنند.

پاسخ: دو مسئله جناب جنبش صاحب در تضاد با هم نیستند. نکته اول این است که یک هجوم اساسی به [سوی] شهرها صورت گرفت و افغانستان از کشورهایی بود که یکی از سریع ترین رشد نفوس شهری خود را تجربه کرد. اما فعلاً شرایط کاریابی در شهرها با مشکل جدی دچار است و یک علامه این را که به صورت واضح می بینیم، بدبختانه این است که عدم مصوونیت غذایی در شهرهای عمده ما قابل ملاحظه است. قبل از زلزله هرات، تنها هرات از شهرهایی بود که از نگاه مصوونیت غذایی در خطر بلند نبود. اما شهرهای عمده دیگر به شمول پایتخت کابل، کندهار، ننگرهار و قندز وغیره… همه مشکل جدی مصوونیت غذایی را داشتند. حداقل ۲۲ ولایت افغانستان، به مشکل مصوونیت غذایی دچار استند که اندازه وخامت اینها فرق می کند. وخیم‌ترین حالت بدبختانه در بدخشان و پکتیکا است. و ۲۰ ولایت دیگر هم ذکر اش تکرار نشود، اما اسناد را پهلوی این پودکاست‌ها در ویب سایت گذاشته می توانیم، که وطنداران ما به صورت اساسی ببینند و مورد توجه شان واقع شوند.

پرسش: [آیا] این نتیجه قطع کمک های جهانی است که من فکر می کنم در قسمت بشری هنوز ادامه دارد، یا تغییر اقلیم و خشک‌سالی‌ها است یا این که، منازعاتی که با همسایه‌ها پیش آمد بر این وضعیت تاثیر ناگواز گذاشت؟

پاسخ: یک دلیل نیست، جمعی [از] دلایل است. نکته اول، افغانستان در تولید گندم خودکفا نیست. قسمت دوم اش این است که ۹ ولایت افغانستان که مراکز عمده تولید گندم آبی افغانستان استند که هلمند است، قندز است، هرات است، بغلان است، فراه است، ننگرهار است، تخار است، بامیان است و ارزگان. و ۹ ولایت دیگر که مراکز عمده تولید [گندم] للمی استند: هرات است، تخار است، بدخشان است، فاریاب است، بادغیس است، قندز است، سرپل است، جوزجان است و بغلان است. در یک نگاه متوجه شده می توانید که ولایات شمال‌شرق و شمال افغانستان جمع هرات مراکز عمده تولید للمی است و هر بار که در اقلیم یک تغییر می آید و باران کافی صورت نمی گیرد، ما مجبور به واردات می شویم. از طرف دیگر مقدار تولید ما از گندم آبی در حدود ۲٫۶ تُن فی هکتار است اما تنها ۰٫۸۴ تُن فی هکتار از للمی است. و این نکته کلیدی است چون نان خشک موضوع اساسی زندگی ماست و این به واردات تعلق دارد. از این جهت تغییر اقلیم یک [نکته است]. نکته دوم این است که تولیدات زراعتی ما کاهش یافت و سکتور زراعت یک تحرک اساسی و بنیادی را که به کار دارد، هنوز آن تحرک ایجاد نشده است. عدم اعتماد بالای اینده یکی از دلایل این است. بخش دیگر، خدمات است. سکتور خدمات به صورت اساسی صدمه دیده است. دوکانداری که روز ۴ هزار در شهرهای بزرگ ما داد و ستد داشت امروز شاید ۴۰۰ افغانی در روز داد و ستد داشته باشد. قوه خرید در یک قسمت عمده اقشار پائین آمده است. و در پهلوی این، چون قوه خرید بسته بود به اقشاری که هم با جامعه بین‌المللی کار می کرد و هم با دولت. و مخصوصاً منع زنان از کار، عاید تمام خانواده های را که روی عاید دوگانه استوار بود، به صورت بنیادی پائین آورد. بخش دیگر اش سکتور صنعتی است، سکتور صنعتی تنها ۵۰٪ از فعالیت  قبلی خود را بر اساس بررسی های بیرونی  [از سر] گرفته است. این یک قسمت عوامل است.

مسئله دیگر مصرف است. مصرف روی پروژه‌های انکشافی به صورت چمشگیر پائین آمده است. در حالیکه مصرف امنیتی به صورت قابل ملاحظه در سال فعلی بالا رفته است. از این جهت، کسانی که سر کار روزانه و روزمزد اتکا داشتند آنها با مشکل مواجه استند. کسانی که مسکن نداشتند و خانه کرایه گرفته بودند، این کرایه را به چه رقم پرداخت کنند؟ ابعاد این [به] انواع مختلف استند و همچنین ولایات مختلف در حالت مختلف استند که به تحلیل اساسی ضرورت دارد. اما نکته ییکه واضح است، وخامت اوضاع است. [این] اقدامات جدی به کار دارد. مخصوصاً از خاطر زمستان، چون بعضی از ولایات ما استند که مشکل جدی رسانیدن کمک در زمستان برای شان وجود دارد و این را به ۳ دسته تقسیم کرده می توانید: در شمال شرق نورستان، بدخشان و کنر استند؛ در شمال و مرکز سرپل، ارزگان، بامیان، بادغیس و دایکندی استند؛ و در جنوب شرق غزنی، زابل و پکتیکا. همه اینها را که با هم جمع کنید واضح است که مسئله فقر از یک طرف، و عاجل تر از ان مسئله مصوونیت غذایی [از طرف دیگر] یکی از اولویت های ملی است که توجه سرتاسری به کار دارد.

پوښتنه: هرومرو نه ده چې یو فکتور دې د غذایي مصوونیت په له منځه وړو کې په افغانستان کې مخصوصاً نقش درلودلی وي. په دې مسایلو وروسته هم راځو، کله چې په کرنه غږېږو. خو یوه پوښتنه مې غوښتله دلته وکړم چې، د افغانانو شمېر هم ډېرېږي، یعنې د وګړو شمېر ډېرېږي. هغه کورنۍ چې لس کاله یا شل کاله مخکې ما لیدلې وې اوس دوه برابره شوې دي. اما د ځینو هیوادونو تجربه ښيي چې د نفوس ډېرېدل بالقوه د فقر معنی نه لري لکه د چین مثلاً. زه په ۱۹۹۳ کال کې له روسیې نه چین ته لاړم، روسیه… د خاورې پراختیا یې ډېره زیاته ده، اما هغه وخت وږې وه، په داسې حال کې چې چین اضافي خواړه درلودل چې روسانو ته یې ورکول. یعنې ښه پلانگذاري، ښه سیاستونه کېدلای شي چې د نفوس له ډېروالي سره سره نفوس موړ هم کړي او غذايي مصوونیت یې تأمین کړي.

ځواب: خبرې مو څو برخو کې وې چې بیا یې هم ښکاره کړم. اول، اوسنی وضعیت د مختلفو عللو نتیجه ده او دا هره بېله څېړنه غواړي او اندازه یې باید په منطقي او علمي توګه وټاکل شي چې د هغه په  اساس باندې اقدامات وشي. اما فعلاً له دې نه باید څوک انکار ونه کړي چې وضعیت عاجل دی، وخامت خوا ته روان دی، [وخامت یې] ډېرېدی شي او خدای ناکرده د افغانستان اکثریت وګړي به په خطر کې وي. دا باید د ټولو په ذهن کې وي. دویمه خبره د نفوس د ډېرېدو ده. چین هم ډېرې بدې ورځې تېرې کړي، ځکه مخکې له دې نه چې مشر یې دینگ شیائوپینگ راغی، میلیونونه انسانان یې مرګ ته لاړل. لکه د ستالین په دوره کې چې زښت ډېر خلک له قحطۍ مړه شول. اما اساسي خبره دا ده چې روسیه د شوروي اتحاد له ماتېدو وروسته په لومړیو لسو کلونو کې یوې واضح اساسي تګلارې ته ونه رسېدله. د ژوند سطح په یو وار دومره ټيټه شوله او دومره خلک زر مرګ ته ورسېدل چې حد نه لري. د هغه اثار لا هم د روسانو په ذهنیت باندې پاتې دي. په عین زمان کې، ما چین له نږدې نه کتلی دی، په درېیمه برخه د چین کې، لویو پروژو کې مې کار کړی. دوی چې ملا وتړله، چین له هغو ملکونو دی چې دېرش کاله یې په کال کې له ۱۰٪ فیصدو ډېره اقتصادي وده درلوده. د چین ټوله خبره په دې کې وه چې باید خلک په راتلونکي باندې اعتماد ولري، باوري شي او ټول باوري شول. دا وده په دومداره توګه راغله. هم سیاسي ثبات و او هم اقتصادي ثبات او لویې طرحې هم مطرح شوې. اخري خبره د نفوس ده، دلته هم دوه خبرې دي. [یو دا چې] اوس پخوانی وضعیت نه دی، که غواړئ اولاد وروزئ، د اولاد روزل ګران دي. معلومدار [چې] خدای جل جلاله روزي ورکوي، خو د انسان [ونډه] هم په کې ده. دلته دوو اسلامي هیوادونو خاص پرمختګ درلودلی. یو بنګله‌دېش و چې په دوو ماشومانو یې تمرکز وکړ او په ډېر بریالیتوب او د بنګله‌دېش د علماوو په مرسته یې دا [کار] وکړ. دویم ایران دی، اوس ایران له هغې طرحې ګرځېدلی، مګر ایران په لسو کلو کې، د نفوس په برخه کې هغه څه لاس ته راوړل چې امریکې او اروپا کې یې سل کاله ونیول. نو ضرور ده چې هغې برخې [ته] هم توجه وشي، ځکه له بده‌مرغه نن ماشومان او مېرمنې په ډېر بد وضعیت کې دي. له روغتیايي نظره له یوې خوا او له بلې خوا، [کوم] ماشوم ته چې سمه ډوډۍ نه رسېږي او [کومو] میندو ته چې سمه ډوډۍ نه رسېږي، د دې تاثیر د یوې ورځې یا یوه کال نه دی. د قد له نظره به  دا خلک په ټيټ قد کې پاتې شي [او] د وزن له نظره [هم]، دا ټول هغه ابعاد دي چې بیا په عمومي صورت د ټولنې په روغتیا منفي اغېزه لري. ضرور ده چې په دې برخې هم فکر وکړو، ځکه [اوس] هغه پخوانی وضعیت نه دی چې یوازې په کلیو کې خلک لویېدل یا په ښاري ژوند کې حداقل امکانات وو. په دې حالت کې زښته ډېره توجه ماشومانو او میندو [ته په کار ده]. په عمومي توګه  موږ باید د آغلو او ښاغلو (ښځینه او نارینه) تضاد منځ ته را نه وړو. هدف د کورنۍ هوساینه ده او ښځه و نر د یو بل متمم دي. بې د مېرمنو له مدیریته کورنۍ مخ ته نه شي تللی.

جنبش: کله چې افغانستان کې ګرځئ [او] مقایسه کوئ یې له تېر وخت سره، اوس د هغو کسانو، کوچنیانو او ځوانانو شمېر بېخي ډېر شوی دی چې ونې یې له منځنۍ اندازې نه ټيټې پاتي شوي او کوچني پاتې دي.

دکتور غني: بالکل! او زه چې ګرځېدم په ډېر افغانستان کې، زما ونه منځنۍ ده، مګر له ما نه دوی ټيټ وو. په لومړیو [کلونو] کې په ۲۰۰۲ کال کې به مو د ماشومانو سالدانې په یاد وي. کلیو ته چې زه لاړم سلهاوو نفرو  یا کابل پوهنتون کې زما پخوانیو همکارانو سره ما روغبړ کړی، بغیر له هډوکو په کې څه نه وو پاتې.

پرسش: می رسیم به یک موضوع مهم دیگر در همین رابطه. می خواهم بفهمم، با توجه به همین حالتی که هست فعلاً، عدم مصوونیت غذایی و مشکلات دیگر، مسئله تعداد نان آور ها و آنهایکه نان خور استند در یک خانواده بسیار مهم خواهد بود، بخاطر اینکه اگر این محاسبه ها را نداشته باشیم، سیاست گذاری های آینده هم ممکن نخواهد بود.

پاسخ: یکی از مهم‌ترین موضوعات اقتصادی را شما مطرح کردید. این معادله بسیار ساده و نهایت زیاد دارای اهمیت است. به این معنی، تعداد افرادی که نان آور استند و تعداد افرادی که نان خور استند، این یک ارتباط مستقیم دارد با این که در قدم اول مصوونیت غذایی در این خانواده چقدر است. به طور مثال، اگر [تعداد] نان خور ۱۰ است و نان آور یکی است، می بینید که فشار ۹ نفر  [بر یک نفر] است. در این حالت نانی که می رسد اولویت بندی می شود. تمام تحقیقات بین‌المللی و تجربه‌ها در افغانستان نشان می دهد که زنان در قدم اول نان آور خود را نان می دهد. در قدم دوم مردها را نان می دهد، در قدم سوم به بچه های خود نان می دهد و در قدم چهارم خود شان و دختران شان نان می خورند. تاثیرات این را به صورت اساسی دیده می توانید.

پرسش: ببخشید،  [آیا] این تناسب تغییر کرده است؟ تعداد نان آورها کم شده و نان خورها زیاد؟

پاسخ: بلی، ها! وقتی چهار سکتور عمده در حالت رکود یا در حالت کاهش فوق العاده باشد، میلیون‌ها نفری که به کار و روزمزد روزانه زندگی خود را [به پیش می بردند]، اینها اگر کار شان از شش روز در هفته به یک روز یا دو روز رسیده است، تاثیر این را فوراً دیده می توانید. کسانی که در دوایر دولتی یا دوایر بین‌المللی کار داشتند، باز هم نتیجه اش را به صورت واضح و چشمگیر دیده می توانید. تمام قصه‌هایی که می رسد و ضرب المثل هایی که می آیند این موضوع را به صورت اساسی [نشان می دهد]. موضوع دیگر نفوس است. چون وقتی که می بینید در داخل یک خانواده ترکیب چیست؟ چند نفر در کدام سن استند که کار [جسمی] کرده می توانند؟ در نکته اول کار جسمی را می گیریم. چند نفر مسن استند و چند نفر کودک استند؟  این را که با هم جمع کنید فوراً فشار را می بینید که فشار در کجا است؟ و بالعکس، اگر تعداد جوانانی که در بازار کار استند و کار پیدا کرده می توانند، قابل ملاحظه باشد در آن حالت وضعیت بهتر شده می تواند. هر چه فشار زیادتر باشد بالای نان آور، به همان اندازه موضوع ذخیره قبلی مطرح می شود. در دری یک اصطلاح است که می گوید: «از کمر میخورد». معنی اش این است که از دست آورد گذشته خود و از ذخیره گذشته خود نان می خورد. موضوعی که باز هم از نگاه علمی ثابت شده است [این است که] این ذخیره با خطر مواجه می شود. فعلاً برداشت علمی از افغانستان این است که ذخیره این که مردم بتوانند با حوادث غیرمترقبه مجادله کنند و از آن بر آیند،  چه یک مریضی است، چه مرگ یا چه نکات دیگر استند، و خاصتاً آنهاییکه عروسی می کنند یا [مسایل] دیگر، به یک باره گی امکانات شان به مصرف می رسند و اینها با شرایطی به مراتب دشوارتر مواجه می شوند.

جنبش: تاسې مخکې د متل خبره وکړه ماته هغه پښتو متل را یاد شو چې وايي: «یو یې ګټي او سل یې څټي».

دکتور غني: که څټل کوئ، باید ګټل وي. دا واقعاً بنیادي فلسفه ده. [شلمه پېړۍ کې] د چایانوف په نامه د کورنیو یو روسي عالم و چې [وروسته] ستالین وواژه، اما دا لومړی سړی و چې دا معاهده یې مطرح کړله او په دې اساس یې یوه تګلاره برابره کړله چې وګورئ کورنۍ په ثابت حالت کې نه پاتې کېږي. که د زمان په دوام کې یې وګورئ دوی خپل ځای بدلوي. د دې عوامل معلومېږي چې څه رقم، هم عمومي د ټولنې بهیر ورباندې تاثیر کوي او هم دوی څنګه د ټولنې بهیر باندې تاثیر کوي. مخکې مو د چین یادونه وکړه. چین کې کورنۍ [او] اقتصادی [فعالیت یې] د ټولنې یوه لویه برخه او د پرمختګ یو لوی عامل دی، ځکه هلته دوی سپما کوي. د چین په اقتصاد کې یوه لویه برخه ددې کورنیو سپما ده. اما فعلاً موږ د سپما امکان نه لرو، اکثریت افغانان نور د دې توان نه لري. بل خوا وګورئ د ځمکې، د کور، د جایداد او نورو شیانو قیمتونه ډېر ټيت شوي دي. مخکې له دې که چا اخیستي وو په زرهاو ډالرو یو جریب ځمکه په ښارونو کې، اوس هغه په سلهاو ده. دا ښيي په [کوم] شي چې دوی حساب کاوه [چې په] تقاعد یا بېکارۍ یا حوادثو کې به پرې خپل ژوند وچلوي اوس د هغو امکانات په مراتبو لږ شوي دي.

پوښتنه: فقر، غذایی فقر یا غذایی عدم مصوونیت یوازې دا نه دی چې ته په هغه ساعت کې ډوډۍ نه لرې، دا یوه داېره کېږي چې کله دې غذا سمه نه وي، صحت دې هم سم نه وي او مسلسل باید ډاکتر ته لاړ شې او دوا واخلې، یوه ذخیره د پيسو یا څه شی که لرې هغه د دې پر ځای چې په ډوډۍ ولګېږي، په درملو لګېږي. د افغانستان روغتیايي سیستم له ځایه هم، يعنې له ډېرو وختونو نه چې زما په یاد دی، سم نه و، خلک نورو هیوادونو ته تلل چې تداوي وکړي، اوس فکر کوئ دې حالت ته په پام سره، دا روغتیايي سیستم به دا بار پورته کړی شي؟

ځواب: له بده مرغه نه! د کووېډ دوران کې [چې یوه وبا وه] مجبور شوم چې ټول روغتیايي سیستم سر تر پایه وڅېړم او یوه واضح طرحه مو دې لپاره برابره کړې وه چې څنګه منځ کې بنیادي توپير راوړو چې ونه شوله. دلته څو برخې دي: یو ابتدایي خدمات دي او ابتدايي خدماتو [کې مو] هغه لومړی قدم چې ایښی و چې غیردولتي موسسات په دې کې راشي، لومړۍ برخې، څو کلو کې ښه نتیجه ورکړه، پس له هغې نه فساد او انحصار منځ کې بې‌حده ډېر شو. ځينې لا هم هغه موسسات چلېږي او معلوم دي چې څښتن یې څوک و دولتي دستګاه کې او ولس [ترې] ناراضه و. ځکه [کوم] اساسات چې کېښودل شوي وو چې دا باید بېرته دولت سره تړلي وای، [دا کار] ونه شو. دویمه برخه، روغتونو ته ډېره کمه توجه وشوه. د افغانستان په ټولو روغتونو کې یو بنیادي بحران و. دلته نیمه برخه مسوولیت په نړیوالو بنسټونو باندې هم دی چې دوی نه غوښتل – تر هغو چې کووېډ راغی او ټولې نړۍ ته یې ټکان ورکړ- دا برخه چې ورته د خدماتو درېیمه برخه وایي، دې باندې راشي. ترڅنګ یې، د روغتیايي [زده‌کړو] خصوصي پوهنتونه او پوهنځي یوه بلا وه.

پوښتنه: ولې فکر کوئ بلا وه؟ یعنې ښه کدرونه یې نه درلودل که څنګه؟

ځواب: امکانات یې نه وو. که غواړئ د طب یو سم پوهنځی پرانیزئ کم له کم پنځوس تر سل میلیونه ډالرو پورې په کار دي. دوی راغلي وو، د زور خاوندان وو، اجازه‌نامې یې اخیستې وې. دا د شهادتنامو د ورکولو فابریکې وې، بې له دې چې امکانات وي. که لابراتوار ونه لرئ، که سم استادان ونه لرئ او نور ټول [اړین شیان ونه لرئ، داسې نه کېږي]. دا نوې نه ده، لکه [څنګه] چې تاسې وویل، ټول ترخه حقایق باید په نظر کې ونیسوو، اما اوس له دې علاوه [هم] امکانات کم شوي دي. یوه برخه د ICRC (سره صلیب ادارې) له خوا چلېده چې اوس یې امکان نشته. ورځ په ورځ هغه بین‌المللي بنسټونه چې افغانستان سره یې دوامداره مرستې کولې، ولس ته د هغوی خدمات مخ په کمېدو دي. د دې بدیل څه دی؟ هغه ډاکتران چې ځان ته ډاکتر وایي کوم منسجم امتحان یې تېر کړی چې ټولو ته معلوم شي د دوی سویه څومره ده؟ له بلې خوا، له بده مرغه یو ډېر لوی فساد روان و چې دا لسیزو [راهیسې] دی. د ډاکترانو او درملتونونو یو قرارداد و چې بې‌حده ډېره دوا یې ورکوله. دومره دوا چې افغانستان کې یو مریض ته ورکول کېږي په ډېرو کمو هیوادونو کې [داسې] ده. نتیجه یې دا ده، څوک چې ناروغ شي ناروغي یې په یوې خبیثه حلقې باندې بدلېږي، لکه چې تاسې وویل. له یوې خوا ډوډۍ نشته، له بلې خوا [د] مصرف [سرچینې] نشته. بله دا ده چې په لومړۍ برخه کې افغانان ډېر صبوره خلک یوو، اول ډاکتر ته نه ځو، خیال کوو چې دا مریضي به [ختمه شي] بیا اخري مودې ته چې ورسېږي، ټول جایداد خلک خرڅوي چې مور، پلار یا ورور یوسي هندوستان ته، هغه وخت چې ویزې وي، یا اوس یې پاکستان یا ایران ته یې یوسي، خو بیا [اوبه له ورخه تېرې شوې وي له بده مرغه] مګر نتیجه یې دا ده چې یوې کورنۍ ته یوه لویه مادي صدمه رسېږي په دې باندې. دا انساني عواطف دي چې نه یې شئ بدلولی، اما ضرور دا ده چې د روغتیا یو نظام موجود وي چې وکړی شي خلکو ته د اعتماد زمینه برابره کړي او اوس چې د ویزې اخیستلو امکانات نشته، لا یې فشار ډېر دی.

پوښتنه: بې ځایه به نه وي که یوه پوښتنه بله هم لنډه وکړم چې روغتونونه جوړ شول په دې تېرو شلو کلونو کې، ځینې یې ډېرې ښاېسته ودانۍ وې، دننه به چې ورغلې متخصصین په کې حداقل نه وو چې تشخیص وکړي، اوس تاسې یوه خپرونه کې راته وویل چې پاکستان کې لږ تر ۶۰۰ متخصص یا روزل شوي ډاکتران افغانان وو. که دوی راشي دې حالت کې مثبت بدلون راوستلی شي؟

ځواب: هرومرو! افغانان پاکستان [ته] که د افرادو په حیث لاړل، اوس بنسټونه لري. دوی [داسې] ډاکتران لري چې په اوچتې سویې یې تحصیل او تعلیم کړی، معلمین لري او متشبثین لري. یو مثال به د متشبثینو زه تاسې ته وړاندې کړم. دا څپلکې افغانستان واردولې. پاکستان د فشار یو موج راوړ چې ځینې افغانان له پېښوره وویستل شي، دوی راغلل، د څپلکو فابریکې دوی جوړې کړلې، دا پلاستیکي څپلکې وې، د دې له وارداتو افغانستان ووت او په پښو ودرېده. هلته پانګې هم شته، خو [لکه څنګه چې] مخکې په یوې مرکې وغږېدو د دوی د پانګو مصوونیت نه و. ټول امکانات دا ښيي چې له بده‌مرغه دوی ته داسې امکانات نه دي برابر شوي چې له پانګې سره راشي. دوی له فکري پانګې سره راځي او فکري پانګه یې د توجه وړ ده، اما مادي پانګې یې له بده‌مرغه تر ډېره حده پورې صدمه لیدلې ده. دلته بیا هم د دې ضرورت دی چې د دوی فکري پانګه په کار واچول شي. خبره دا ده چې نن د دوی فکري پانګې ته ارزښت شته که بې‌ارزښته ګڼل کېږي؟

پرسش: در پایان این برنامه می خواهم در مورد یک مسئله مهم دیگر که این هم به فقر و به صحت و مسایلی از این قبیل ارتباط می گیرد، مسئله سوءتغذیه است، شما اشاره کردید اما این سوءتغذیه تنها یک مریضی نیست که مثلاً آمد، دوا گرفتی و خوب شدی، این می تواند مغزها را و جسم‌ها را صدمه بزند.  نخست می خواهم بفهمم این سوءتغذیه تنها در اطفال است یا عام است و دوم این که عواقب این برای نسل‌های آینده افغانستان چه خواهد بود؟

پاسخ: باز هم بدبختانه حقایق تلخ است که باید بالایش بحث کنیم و به صورت دقیق مورد توجه قرار بگیرد. حداقل ۳٫۲ میلیون طفل بین ۶ ماه و ۵۹ ماه، به سوءتغذیه دچار استند، و در حدود ۸۷۵ هزار اینها به شدت با مشکل تغذیه دچار استند.

جنبش: نزدیک به یک میلیون؟

دکتور غني: نزدیک به یک میلیون! و همچنان نزدیک به یک میلیون خواهران حامله دار ما با مشکل عظیم سوء تغذیه دچار استند. کودک اینها به مشکل تولد می شود. هر کودک که مادر اش در حالت سوء تغذیه باشد با مشکلات عمری صحی تولد می شود. از یک طرف چند نفر از این کودکان بین تولد و پنج سالگی که یکی از زیادترین خطرات است  [زنده می مانند] و همچنین سالهای بعد. و نکته دیگر انکشاف مغزی است. کودکی که تغذیه اش درست نشود انکشاف مغزی اش در خطر است.  علم طبی این مسئله را واضح [نشان] می دهد. و نکته دیگر را هم ببینید، مادرهایی که یکی بعد از دیگر طفل تولد می کنند،  هر کودک بعدی چقدر در مشکلات است و هم خطر مرگ مادر به چه اندازه بالا می رود. [میزان] مرگ و میر مادران به صورت قابل ملاحظه پایین آمده بود اما حالا باز خطر احیاء اش است. این یکی از مسایل اساسی است که باید مورد توجه قرار گیرد. امید است در صحبت های آینده خاصتاً در موضوع این که افغانستان به چه شکل یا خودکفایی غذایی را تأمین می کند و یا از نگاه واردات و صادارت در همکاری منطقوی در قراردادهایی می آید که استفاده اعظمی زمین ما به چه شکل صورت گرفته می تواند. [یعنی اینکه] آیا باید از نگاه تولید گندم که موضوع اساسی حیاتی روزانه ما است، خود ما خودکفا باشیم که امکان اش است یا گندم را به صورت دوامدار از کشوری مثل قزاقستان که زیادتر شرایط تولید مساعد را دارد، می آوریم و در بدل اش سبزیجات [وغیره] داشته [می] باشیم. این از نکاتی است که در آینده رویش آمده می توانیم. موضوع مصوونیت غذایی به صورت عمومی و حالا سوء تغذیه از مسایلی است که حاد است و بدبختانه در حال حاد شدن است.

جنبش: بسیار تشکر رئیس جمهور محمد اشرف غنی از حضور تان در این برنامه. این برنامه که مربوط به مسایل فقر و ثروت در افغانستان بود، را به پایان می بریم البته این بخش‌های مختلف و متعدد دارد که در آینده روی آن صحبت می کنیم. بسیار تشکر

دکتور غنی: تشکر از جناب شما، زنده باد افغانستان، یشه سن افغانستان، تل دې وي افغانستان.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب