یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهملا برادر د شوکاڼي ډبرو د ګمرکي تعرفې د ټیټولو خبر ورکړ

ملا برادر د شوکاڼي ډبرو د ګمرکي تعرفې د ټیټولو خبر ورکړ

تاند (پنجشنبه، د جدې ۲۸ مه) د طالبانو د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د دوی د رژیم د اقتصادي کمېسیون غونډه کې د نورو مسایلو تر څنګ د شوکاڼو ډبرو پر سر د ټاکل شوې رویالیټي او ګمرکي تعرفې د ټیټېدو په اړه خبرې شوي.

د ملا برادر دفتر وایي: په غونده کې له هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه شوې، چې د استخراج شویو شوکاڼو، چې نیمه پروسس یې شوی وي، في ټن رویالیټي دې له یو زر او ۸۰۰ افغانۍ څخه یو زر او ۲۰۰ افغانیواو ګمرکي تعرفه له ۱۰۰۰ افغانۍ څخه ۸۰۰ افغانیو ته راټیټه شي.

په غونډه کې پرېکړه شوې، چې دا تصمیم یوازې په ساحه کې د پرتو ډبرو په اړه نیول شوی او د ویستنې د بیا پيل په صورت کې به د رویالیټي او هم د ګمرکي تعرفې په اړه تجدید نظر کېږي.

همدارنګه د شوکاڼو ډبرو سوداګر مکلف شوي، څو په ساحه کې پرتې ډبرې د پینځو میاشتو په جریان کې بهر ته صادرې کړي.

 د افغانسان شوکاڼی تر ډېره پاکستان ته لېږدول کیږي.

د جمهوري نظام له پرځېدو څخه مخکې د دغو ډبرو په استخراج او صادراتو کې د پراخ فساد او قاچاق ادعاوې کیدې، چې هم د جمهوري نظام اړوند چارواکي او هم د دغو ډبرو په لرونکو سیمو کې د فعالو طالب وسله والو د لاس لرلو ادعاوې پکې کېدې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب