جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد میرویس نیکه مقبره ترمیم شوه

د میرویس نیکه مقبره ترمیم شوه

تاند (پنجشنبې، د جدې ۲۸ مه) په کندهار ولایت کې د میرویس نیکه د مقبرې د ترمیم کار بشبړ شو.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، د دې مقبرې د بیارغونې چارې په وروستیو کې پیل شوې وې او اوس بشپړې شوي دي.

دغه ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د میرویس نیکه د زیارت د ترمیم چارې، چې شاوخوا ۳ میاشتې پخوا پیل شوې وې، د سې شنبې په ورځ بشپړې شوې.

د دې مقبرې پر بیارغونې ۶ سوه زره افغانۍ لګښت شوی دی.

میرویس نیکه چې په ۱۶۷۳ م کال کې زېږېدلی او په ۱۷۱۵ م کال وفات شوی، د هوتکي پاچهانو د لړۍ موسس دی.

د ده پلار سالم خان او مور یې نازو انا وه.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...