یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد تعلیم په نړیواله ورځ له طالبانو بیا وغوښتل شول چې نجونې...

د تعلیم په نړیواله ورځ له طالبانو بیا وغوښتل شول چې نجونې زده کړو ته پرېږدي

تاند (چهارشنبه، د دلوې ۴ مه) ملګروملتو نن له طالبانو وغوښتل چې افغان نجونو ته اجازه ورکړي چې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د زدکړو لپاره لاړې شي.

ملګروملتو دا غوښتنه په داسې ورځ وکړه چې نن د زده کړو نړیواله ورځ ده او له بلې خوا د طالبانو له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز ۸۵۶ ورځې پوره شوې.

افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې نجونې پکې له شپږم ټولکي پورته د زده کړو اجازه نه لري او د طالبانو حکومت په نړۍ کې یوازیني حکومت دی چې د نجونو د زده کړو مخالف دی.

په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی دفتر، یوناما مشرې روزا اتونبایووا د تعلیم د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، تعلیم د افغانستان د راتلونکې بنیاد دی.

دې زیاته کړې، له زده کړو د نجونو او ښځو مخنیوی به ټولو افغانانو ته نور سخت زیان واړوي.

«د افغانستان ښځو او نجونو، لطفاً پوی شئ چې تاسو یوازې نه یاست. ملګري ملتونه له تاسو سره دي او ستاسو د راتلونکې د دفاع او تعامل لپاره به له هڅو ډده ونه کړي.»

له بلې خوا د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ ادارې، یونسیف د تعلیم د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان د زده کړو په برخه کې په نړۍ کې تر ټولو ټیټه سویه لري.

د یونسیف پر اساس، په افغانستان کې د دوهم او درېیم ټولګیو یوازې ۱۳ سلنه ماشومان خورا ابتدايي لیک لوست کولی شي او یوازې ۱۸ سلنه یې د ریاضۍ مهارت لري.

د یونسیف په راپور کې همداراز ویل شوي چې د افغانستان تر نیمايي ډېر ښوونځي د څښاک پاکې اوبه او په درو کې یوه برخه یې تشنابونه نه لري.

طالب چارواکو نن د زده کړو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه غونډه کې ګډون وکړ او په ترڅ کې یې د تعلیم پر اهمیت خبرې وکړې خو هیڅ یوه د نجونو د زده کړو موضوع ته اشاره ونه کړه.

د نجونو پر زده کړو بندیز د طالبانو حکومت په نړۍ کې تر ټولو په منزوي رژیم بدل کړی دی. له نجونو او ښځو څخه د تعلیم او کار په شان د خورا ابتدايي حقونو د اخیستو په خاطر هیڅ هیواد جرات نه شي کولی چې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني.

تېره اوونۍ د امریکا پخواني سفیر ونالډ نیومن وویل، د ښځو پر کار او تعلیم بندیز، چې د طالبانو د مشر لپاره ایډیالوژیک دریځ ګڼل کېږي، د دې سبب شوی چې د دوی حکومت د نړیوالې ټولنې له لوري په رسمیت ونه پېژندل شي.

ده زیاته کړه، تمه نه شته چې په نژدې راتلونکې کې واشنګټن د طالبانو په اړه په خپل دریځ کې بدلون راوړي او نور هیوادونه هم د طالبانو د حکومت د نه رسمیت پېژندلو په اړه پر خپلو دریځونو ټینګار کوي.

1 COMMENT

  1. په پنجابی پاکستان کښی د غلیسی امریکا په ډالرو او د پنجابیو قادنیانیو ږیرو له خوا تربیه شوو قادیانیو چړیانو له برکته د پورتنی عکس په شان ټولی میرمنی او جلکۍ د سرونو څخه تر پښو پوری کاملآ په کالیو کښی ځانونه ونغوړی او بهر ته بی له سړیو د وتلو حق نلری او په جلکیو مکتبونه او پوهنتونونه بند دی او میرمنی بهر کښی د هیڅ کار کولو حق نلری د پنجابی پاکستان له خوا افغانستان اداره کیږی ، افغانان باید ددی شیطان پنجابیو غلامانو پر ضد راپورته شۍ او ملی قیام شروع کړۍ او افغانی غیرتی میرمنی او جلکۍ د دی پنجابیو غلامی څخه باید ازادی شی او د افغانستان خاوری استقلال باید تضمین شی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب