چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهد طالبانو له بندیز سره سره په اروپا کې هیروین کم شوي...

د طالبانو له بندیز سره سره په اروپا کې هیروین کم شوي نه دي

تاند (چهارشنبه، د دلوې ۴ مه) د میکډا او یوروپول د تازه راپور له مخې، په اروپايي اتحادیې کې د هیروینو د بازار کالنی ارزښت لږترلږه ۵ اعشاریه ۲ میلیارډ یورو ته رسیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګروملتو له مخدرو موادو او جرمونو سره د مبارزې د ادارې شنونکو په وروستي راپور کې ویلي چې د طالبانو د بندیز په نتیجه کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت په سلو کې ۹۵ کم شوی دی.

د میکډا (EMCDDA) او یوروپول (Europol) راپور، چې نن خپور شو؛ وايي، داسې کومه نښه نه ښکاري چې د اروپا په هیرونیو کې دې کموالی راغلی وي.

د اروپايي اتحادیې په غړیو هیوادونو کې نهه نیم ټنه هیروین کشف او ضبط شوي چې د ۲۰۲۱ کال پرتله دوه برابره دي او بل هیڅ کال دومره هیروین نه وو کشف شوي.

راپور وايي، اټکل کېږي چې د اروپايي اتحادیې په غړیو هیوادونو کې یو میلیون هیروین څکوونکي/ استعمالوونکي وي.

د ۲۰۲۱ م کال په ۹ میاشتو کې ۶۰۰۰ تنه د مخدرو موادو د استعمال له کبله په اروپا کې مړه شوي وو.

2 COMMENTS

  1. هیروین به نه وي کم سوي خو قیمت یې ګران سوی دی د ۳۵۰ ډالر څخه یې د کندهاري من قیمت ۴۰۰۰ زره ډالرو ته لوړ سو او لا لوړ روان هم دي ځکه د ۳۰ کلو تاریاک خلګو ته پراته دي

  2. دا ځای دي نښه وي چې یو ځلې د خلکو پراته هیروین خرڅ شي، که يي بیا کرلو ته اجازه ورنکړه. هغه وخت به هم دلیل دا وي چې کفارو له موږ سره ها وکړه او دا وشوه، نو زموږ خو نظامي زور دومره نه دی چې هالته يي وځپو یوازنۍ د څپلو لاره يي داده چې په هیروینو يي عملیان کړو او نشه نشه یې کړو. دا بندیز هم هسي یو نمایشي بندیز دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب