Homeخبرونهبلوچ بېلتون غوښتونکي وايي، ۴۵ پاکستاني پوځیان یې وژلي

بلوچ بېلتون غوښتونکي وايي، ۴۵ پاکستاني پوځیان یې وژلي

تاند (سې شنبه، د دلوې ۱۰ مه) د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بلوچ لبرېشن ارمي) په نوم بلوڅ بېلتون غوښتونکي وايي چې د بلوچستان په بولان دره کې یې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۴۵ پاکستاني پوځیان وژلي دي.

د دې بېلتون غوښتونکې ډلې ویندوی تېره شبه رسنیو ته په استولي برېښنالیک کې ویلي چې د وژل شویو پوځیانو مړي یې په کنټرول کې دي او د هغو د ترلاسه کولو لپاره یې د پولیسو او ملېشو د هڅو په لړ کې څو تنه ژوندي هم نیولي خو له دې کبله چې هغوی بلوڅ وو، له جزيي سزا وروسته خوشي کړي دي.

په بلوچستان کې بلوچ بېلتون غواړي له کلونو راهیسي د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي خو په وروستیو کې داسې ښکاري چې دا غورځنګ لا پیاوړی شوی او ګڼې سیمې یې تر کنټرول لاندې راوستي دي.

3 COMMENTS

  1. د بلوڅانو مبارزه دقدر وړ ده او ۴۵ پنجابی مزدور فوځ مرداریدل دا یو لاسته راوړنه ده او پنجابی فوځ به نور هم مرداریزی

  2. که پښتانه په رښتيا هم خپل حق غواړي نو له بلوڅو زمرياليو سره اوږه په اوږه د پنجاپي په ضد وجنګيږي، حق په زاريو نه ترلاسه کيږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...