یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهمتقي د کابل په کنفرانس کې د ۱۱ هیوادونو استازو ګډون کړی...

متقي د کابل په کنفرانس کې د ۱۱ هیوادونو استازو ګډون کړی و

تاند (دوشنبه، د دلوې ۹ مه) په کابل کې د سیمې د یو شمېر هیوادونو د ځانګړو استازو او سفیرانو کنفرانس پای ته ورسید.

د طالبانو د بهرنیو چارووزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي د افغانستان د سیمه ییزې همکارۍ ایتکار په نوم د ګاونډیو او سیمه ییزو هیوادونو د ځانګړو استازو او سفیرانو کنفرانس په بریالیتوب پای ته ورسید.

مولوي امیرخان متقي «د افغانستان سیمه ییز ابتکار» کنفرانس له پای ته رسیدو وروسته له رسنیو سره په خبرو کې وویل، په دې کنفرانس کې د ۱۱ ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو ځانګړو استازو او سفیرانو ګډون کړی وو.

ښاغلي متقي زیاته کړه چې د کنفرانس ټولو ګډونوالو په یوه خوله په افغانستان کې امن، ثبات او پرمختګ د ټولې سیمې په ګټه وباله او ټینګار یې وکړ چې د ټولو هغو حرکتونو مخنیوی دې وشي چې په سیمه کې تاوتریخوالي ته زمینه برابرووي.

ده په زغرده ونه ویل چې کوم حرګتونه تاوتریخوالي ته لار هواروي خو ظاهراً یې اشاره داعش او د اوسني حکومت وسله والو مخالفانو ته وه.

مولوي امیرخان متقي دا هم وویل، په دې کنفرانس کې د اقتصادې ودې لپاره لویو اقتصادي پروژو لکه ټاپي، ټاپ، کاسا زر، د وسپنې پټلۍ پروژو د عملي کارونو په پیل باندې په ګډې همکارۍ ټینګار شوی دی.

دا کنفرانس نن مازدیګر څلور نیمې بجې د طالبانو د باندنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي په وینا پرانیستل شو.

امیرخان متقي د دې کنفرانس ګډونوالو ته په وینا کې په بهر کې له جوړیدونکو طرحو سره مخالفت څرګند کړ. ده د کنفرانس ګډونوالو ته په وینا کې دا هم وویل چې په افغانستان کې د اوسنۍ حکومتولۍ درناوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د راتلونکې میاشتې په اتلسمه او نولسمه په دوحه کې د ملګروملتو تر سیوري د افغانستان په اړه کنفرانس جوړېږي چې طالبان به هم په کې ګډون وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب