دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهپه کابل کې د څو ګاونډیو او روسیې د استازو په ګډون...

په کابل کې د څو ګاونډیو او روسیې د استازو په ګډون غونډه پیل شوه

تاند(دوشنبه، د دلوې ۹) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر ویلي، چې په کابل کې یې د سیمې د هېوادونو له استازو سره ګډه غونډه پيل شوې ده.

د وزارت ویاند د دغې غونډې د ګډونوالو یو عکس هم خپور کړی، چې پکې په کابل کې د یو شمېر هېوادونو سفیران لیدل کیږي.

مخکې معلومه نه وه، چې په دې غونډه کې به د سیمې د هېوادونو د کومې سطحې استازي برخه ولري.

په ورته مهال، په قطر کې د طالبانو سفیر ډاکټر نعیم وردګ ویلي چې د طالبانو رژیم سره د سیمې د هېوادونو د مثبت تعامل نوی فصل، د سیمه‌ییزو همکاریو په باب همغږي، د سیمې په کچه د یوه ګډ سیمه‌ییز محوره روایت رامنځ ته کول، د سیمې له ګډو اقتصادي فرصتونو څخه د لا زیاتو ګټو پورته کولو لپاره شریک کار کول.» د دغې غونډې له موخو څخه دي.

مخکې طالب چارواکو ویلي وو، چې د دې غونډې د جوړیدو مشوره ایران ورکړې ده.

د ایران یو شمېر دیپلوماتانو او رسنیو په دې تړاو له طالب چارواکو او رسنیو څخه زیات معلومات رسنیو ته ورکړي وو او ان نېټه یې په ډاګه کړې او په دوحه کې یې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له غونډې، د دې غونډې په مخکې ترسره کېدو ټینګار کړی و.

یو شمېر څارونکي باور لري، چې د سیمې هېوادونه په دې غونډه کې هڅه کوي چې د دوحې له غونډې مخکې طالبانو سره ځینو مقدماتي پایلو ته ورسیږي او د تعامل یا ورسره د اړیکو د ښه والي په برخه کې اقدامات زیات کړي.

ځینې نور بیا باور لري، چې د نوي سیمه ییز روایت رامنځته کول، چې طالب ویاندویانو او چارواکو ویلي، د سفیرانو په سطحه بحث نه شی کېدای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب