جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد ۷ نیم میلیونه ماشومانو لپاره د پولیو پر ضد د واکسینو...

د ۷ نیم میلیونه ماشومانو لپاره د پولیو پر ضد د واکسینو د کمپاین پيل

تاند(دوشنبه، د دلوې ۹) د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې نن د طالبانو د روغتیا وزارت او نړیوالو همکارانو له لوري یې ۷ نیم میلیون ماشومانو ته د پولیو پر ضد د واکسینو کمپاین پيل شو.

طالب چارواکو ویلي، چې سږ کال له افغانستانه د دغه مرض د ختمولو هڅې چټکې شوي او څو نور کمپاینونه به هم ترسره شي.

د پيل شوي کمپیاین موده د راتلونکې اوونۍ تر پنجشنبې ورځې ښودل شوې ده.

له څه مودې راهیسې د افغانستان له نیږدې ټولو سیمو د پولیو مرض د ختمیدو خبرونه ورکړل شوي، خو ننګرهار یوازېنی ولایت دی چې تېرکال پکې د پولیو د ۶ مثبتو پېښو د ثبت خبر ورکړل شوی.

افغان دیني عالمان او طالب چارواکي له کورنیو غواړي چې خپل ماشومان واکسین او په دې ډول یې له دغې خطرناکې ناروغۍ وژغوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...