شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهافغانستان د سریلانکا په وړاندې ټیستلوبې ته لوبډله اعلان کړه

افغانستان د سریلانکا په وړاندې ټیستلوبې ته لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرکټ بورډ نن د سریلانکا په وړاندې د ټیستلوبې لپاره د افغان لوبډلې فهرست اعلان کړ.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او سریلانکا لوبډلې د راتلونکې جمعې، یعني د فبرورۍ په دوهمه د سریلانکا په پلازمېنه کولمبو کې له سریلانکا سره ټیستلوبه وکړي.

په ۲۰۱۷ کال کې د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د بشپړ غړیتوب له ترلاسه کولو وروسته دا د افغان ملي لوبډلې ۸مه ټېسټ لوبه ده.

همداراز په پام کې ده چې افغانستان او سریلانکا په درو یو ورځنیو او درو شل اوره سیالیو کې هم مخامخ شي.

د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې، د ټیسلوبې لپاره د افغانستان د لوبډلې د لوبغاړو د نومونو د اعلانولو په ترڅ کې ویلي چې د شل اوره او یو ورځنیو لوبډلو نومونه به وروسته اعلان کړي.

ټاکل شوې ده چې سږ کال د افغانستان ملي لوبډله څو نورې ټیستلوبې هم ولري.

کرکټ بورډ وايي، په په روان کال کې ملي لوبډله د ایرلېنډ پر وړاندې یوه، د بنګله دېش پر وړاندې دوه، د نیوزیلېنډ پر وړاندې یوه او دغه راز د زمبابوې پر وړاندې دوه ټېسټ لوبې ترسره کړي.

د سریلانکا په وړاندې د راتلونکې جمعې د ټیستلوبې لپاره د افغانستان په لوبډله کې دا لوبغاړي شامل دي:

 حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، ابراهیم ځدراڼ، اکرام علي خېل (ویکټ ساتونکی)، رحمت شاه، عبدالمالک، نورعلي ځدراڼ، بهیرشاه محبوب، ناصرجمال، قیس احمد، ظاهرخان پکتین، ضیاءالرحمن اکبر، اسحاق رحیمي (ویکټ ساتونکی)، یمین احمدزی، نجات مسعود، سلیم ساپي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب