ليکوال: ح حقوېش
کرنل امام وايي د طالبانو ډلې ته موږ ورزده کړل چي په مشکل وختونو کي څنګه دوی پخپلو کمو امکاناتو جګړه مخته یوسي یانې یوه ارزانه جګړه وکولای شي. په دې برخه کي د عشر او زکات د ټولولو له لارې، د حکومتي او اینجیوګانو د کارکوونکو د تښتولو له لارې او د خلکو ترمنځ د روغې جوړې کولو له لارې د پیسو او ضمانتونو اخیستل بل هغه څه وو چي دوی ترې خپل امکانات برابرولای شول. دې ډلې یوه ورځ سخته پوښتنه کي راګیر کړم او ما فکر هم نه کولو چي کله به مي خپل شاګردان هم را بندوي. افغانستان کي کوکنار او چرس ډیر دود دي نو د آپینو او چرسو د قاچاق کوونکو او کاروباریانو سره شریک کار کول او یا هم د هغوی سره د مرستې کولو او د هغې لارې د پیسو پیدا کولو په اړه دوی سره غږیدو، چي پوښتنه یې وکړه دا خو حرام دي استاده نو موږ څنګه له دې لارې پیسې راوړو؟ ما کوشش وکړ خو پوه شوم چي ناکام یم او دوی ته سم ځواب نه شم ورکولی.
زموږ سره د آی ایس آی په یو بل ګروپ کي ځینې افسران ملګري وو چي هغوی له مجاهدینو سره په دیني او د هغوی د ذهن د جوړولو په برخه کي کار کولو. داسې کسان چي ماښام به موږ کله کله د مشرانو لخوا د شپې ملسمتیا برابریدله نو دوی به شراب هم څښل او سهار به بیا د کار په ځای کي داسې وو چي سم پاخه ملایان به ښکاریدل، ما به ورته ویل چي دومره دوه مخې ژوند کول به تاسو ته تجربه کیږي چي څومره ګران دی خو هغوی خندل او ویل به یې چي بس اوس موږ ملایان یو. نو هلته مي د یو غټ افسر نه د دې موضوع د هواري لپاره پوښتنه وکړه هغه یو ساده مثال راکړ او دا بیا زما دې ډلې بیخي قبول کړ. هغه ویل چي ورته وایه د خدایﷻ په لاره کي جهاد لپاره هرڅه روا دي کله چي ته د خدایﷻ د دین ساتنه کوې نو هغه بیا ستا داسې وړو وړو غلطیو ته نه ګوري. د هغه د خولې یوه عربي جمله خدایزده چيرته یې یاده کړې وه اوس هم راته یاده ده او دا مجاهدین پرې راضي شول. هغه جمله څه داسې وه (الضروریات تبیح المحضورات) یانې ضرورتونه بندیزونه رفع کوي(1).
همدا ډول کرنل امام د طالبانو د پخواني مشر ملا اخترمحمد منصور په هکله وايي چي د شوروي پر وړاندې د جهاد له وخته راسره شناخته وو او د طالبانو د اسلامي امارت پر مهال یې په جنوبي ولایتونو کي د کوکنارو او بنګو د کرکیلې او قاچاقبرانو سره اړیکې وې چي اسلامي امارت ته ترې ټاکلې اندازه پیسې راواخلي، ملا اخترمحمد منصور په حقیقت کي دیني عالم نه وو، د ملاعمر په څېر ترې زدکړې نیمه کي پاتې شوې. یوبل راز هم درته وایم، چرس په افغانستان کي عام دي او اکثره خلک یې په چیلم او سیګرټ کي څکوي. د طالبانو یو شمېر قومندانانو هم څکول خدایﷻ دې ماته معافي وکړي د هغوی په غوښتنه ما هم څو وارې کش کړي دي چي بیخي یې دنیا راباندې ګرځوله. افغانستان کي ما ډیر ملایان وکتل چي هغوی چیلم څکي، نسوار کوي او چرس هم څکي. ملا اخترمحمدمنصور چي اکثره اړیکه یې د همدې برخې د سوداګرو او قاچاقبرو سره وه هم زیات چرس څکل، خو دا کار یې له خلکو پټ کاوه ملاعمر صېب ته روان وو چي په موټر کي یې د چرسو سګرټ ولګوه بوی یې په ما بد ولګید ورته مي کړل نن خو زه ملاصېب ته دا شیطانت کوم، هغه راته کړل باره زه به ورته ووایم چي امام صیب را باندې وڅکل.
ملامحمدعمر مجاهد ته ځکه ګران وو چي ډیرې زیاتې پیسې یې اسلامي امارت ته پیدا کولې حتی له عربي هېوادونو یې پیسې راوړلې او د اسلامي امارت په پرمختګونو کي یې خاص کردار وو(2).
د طالبانو د واکمني په مهال د 1992 او 1995 په منځنيو کلونو كي په افغانستان كي هر کال له 2200 څخه تر 2400 ټنه پوري د نشه يي توکو حاصل وو، په 1996ز کال په افغانستان كي 2250 ټنه د نشه يي توکو حاصل وو، د ملګرو ملتونو د مواد مخدر د کنټرول پروګرام وويل يوازي د کندهار د 3160 ايکټاره مځكي څخه 120 ټنه نشه يي توکو حاصل شوى دى، په 1995ز کال له 2400 ايکټاره مځكي څخه 79 ټنه د نشه يي توکو حاصل شوى دى، په 1997ز کي چي کله د طالبانو واک تر کابله ورسېد د نشه يي توکو حاصلات لا نور هم زيات شو، او 2800 ټنه ته ورسېدو، له پاکستان څخه راغلو کډوالو په خپلو سيمو کي چي د طالبانو تر ولکې لاندې وې نشه يي توکي کرل، ښه ګټه يې ترلاسه کوله، د ملګروملتونو د نشه يي توکو د کنټرول پروګرام وويل د نشه يي توکو د کاروبار څخه يوازي يو فيصد ګټه مځکوال اخلي، 2.5 فيصده افغانستان او پاکستان اخلي، 5 فيصده په دې هېوادونو کي په هغو لارو مصرفيږي په کومو لارو چي غربي هېوادونو ته نشه يي توکي لېږدول کيږي. نوره ټوله ګټه د اروپا او امريكا د نشه يي توکه پر تجارانو باندې وېشل کيږي. د يوې اندازې له مخې لس لکه افغان مځکوال د نشه يي توکو له حاصلاتو څخه د کال سل ميليونه ډالر ګټه ترلاسه کوي، طالبان لږ ترلږه لس ميليونه ډالر محصول ورڅخه اخلي، د ملګروملتو د نشه يي توکو د کنټرول پروګرام له مخې چي د افغانستان 96فيصده نشه يي توکي په هغو سيمو کي کيږي چيرته چي طالبان واکمن وي(3).
که څه هم د نشه يي توکو کرل او استعمالول په اسلام کي منع دي، خو په کندهار کي د طالبانو د نشه يي توکو د شعبې مشرعبدالرشيد خپلي وظيفې ته په کتلو سره وايي، بنګې/چرس چي مسلمانان او افغانان يې استعمالوي له دې امله يې کرل منع دي، خو افيون په غرب کي کافران استعمالوي، مسلمان او افغان يې نه استعمالوي، او د تارياکو د کرلو نور سياسي اړخونه هم دي، مثلاً د افيونو د پيدا کولو څخه مځکوال ښه ګټه ترلاسه کوي، موږ مځکوال د تارياکو په ځاى د غنمو کرلو ته نه اړ کوو. ددې لپاره که هغه د تارياکو د کرلو څخه منع کړو دوى د طالبانو خلاف ودريږي، ځکه موږ تارياک کرو او غنم له پاکستان راغواړو(4).
او طالبانو د کندهار والي محمدحسن بيا دا يوه پاليسي ښيي او په هكله يې وايي: نشه يي توکي خطرناكه دي، موږ غواړو د تارياکو په ځاى نورو فصلونه ته وده ورکړو خو دا ناممكنه ده، ځکه موږ په نړواله سطحه نه يو منل شوي، په تېرو دوو کلونو کي ملاعمر امريكا او ملګروملتونو ته د تارياکو د ختمولو ويلي دي، خو په دې شرط چي طالبان په نړيواله سطحه ومني(5).
د ملاعمر وياند عبدالحى بيا د نشه يي توکو د کرکيلې په هكله ليکي: تارياک د جنوب ولايت هلمند په ځينو ولسواليو کي د شوروي تجاوز پر وخت لا دود شوي ول چي د مجاهدينو له بري وروسته د هلمند په اکثرو او د کندهار په ځينې ولسواليو کي دود شول او د هېواد په شرقي او شمالي ولاياتو کي هم دغه کرهڼه پيل شوه. په هلمند، ننګرهار او بدخشان کي د اپيمو کارخانې جوړې شوې. تاجکستان او پاکستان ته د ايران په نسبت د افيونو قاچاق اسانه وو، ځکه خو له دغو هېوادونو سره د افغانستان سرحدي سیمې د قاچاقربو د توجه وړوې. د طالبانو په راتګ سره هم دغه کاروبار روان وو. طالبانو لومړی په دې اړه محتاط قدم اخیست، ځکه چي ډېرو سيمه ييزو ملايانو دغه کښت ته جواز ورکاوه، حتی د جوماتونو امامانو يې زکاة اخيست. همدا راز د طالبانو نږدې ملاتړو خلکو دغه کښت کاوه او ځینو يې تجارت کاوه، خو داسې مشهور علما هم وو چي هم مشرتابه ته نژدې وو او هم يې دغه کښت روا نه ګاڼه چي بالاخره ملامحمدعمر له يو شمېر مشهورو علماوو سره له تفصیلي بحث او مشورو وروسته د تدريجي بنديز د پالیسۍ برعکس په يوه وار د بنديز پرېکړه وکړه. د 2000ز کال د جولائي د میاشتې پر شپږ ويشتم ماځیګر په خپل دفتر کي ناست وم چي په تصادفي ډول د WFP موسسې محلي کارمند انجنېر فضل محمد زما دفتر ته راغلی وو. مشر په رپیټرمخابره له دود سره سم راباندې غږ کړل: عبرت! عبرت! (دا زما د مخابرې نوم وو)! ما ورته بلې وویل. مشر وویل کاغذ او قلم درواخله. زه پوه شوم چي ښايي کومه عاجله او مهمه اعلاميه به وي. قلم او کاغذ مي راواخستل… وايي ولیکه.. ما ویل څه ولیکم؟
دا ولیکه چي له ننه وروسته په هېواد کي د کوکنارو پر کرهڼه بندیز دی. د سرغړونې په صورت کي درنه جزا ده. هېښوونکي خبر وو. د لیکلو مينځ کي مي په خبرو کي ورټوپ کړل: هيڅ شرط په کي نه شته؟ او د نړيوالو ادارو نه د بديل په توګه د مرستو غوښتنه؟
خبره يې راپرې کړه: “…هیڅ شرط په کې نه شته يواځې د خپل اسلامي مسٶليت له مخې يې د منکر په توګه بندوم!
نه يې د نړيوالو لپاره بندوو او نه له کومې ادارې مرسته غواړو. که څوک کروندګرو سره مرسته کوي او که يې نه کوي دا کار موږ د خپل شرعي مسٶليت له مخې کوو او تراوسه چي پاتې وو، د هغه دې هم الله عفوه راته وکړي(6).
تر 2000ز کال پورې د طالبانو د واکمنۍ په افغانستان كي څلور کاله کېدله چي دوى په تېرو څلورو کالو کي د نشه يي توکو مخه ونه نيوله، او هغه وخت يې د نشه يي توکو د مخنيوي هڅه وکړه چي کال وروسته يې ټوله واکمني له منځه يوړل شوه. کله چي يې واکمني له منځه يوړل شوه، امريكايان په افغانانو مسلط شول، د نشه يي توکو تجارانو چي په دې لاره کي يې پريمانه پيسې ګټلې وې، د نړيوالو مافيايي کړيو په مټ يوځل بيا د نشه يي توکو کرکيلې ته مخه کړه، چي وروسته طالبان له امريكا سره د مقاومت لپاره راووتل، نو د خپلې ماليې زياته تکيه يې د نشه يي توکو پر تجارانو وکړه، او طالبانو هغه سيمي تر خپل کنټرول لاندې راويستې چيرته چي د نشي توکو کرکيله کېدله، او د نشي توکو تجارانو له دوى سره هر ډول مرسته کوله، چي په دې تجارانو کي د امريكايانو او انګريزانو ترڅنګ د ډيرو هېوادنو مافيايي کړۍ هم ملګرې وې، ددې مافيايي کړيو له امله حکومت هم د نشي توکو په مخنيوي کي پاتې راغى او مافيايي کړيو په حکومت کي دننه هم خپلې ريښې وکړې. طالبانو د نشه يي توکو له کرکيلې څخه زياتي پيسې ترلاسه کولې او ددې لپاره يې نوره لار هم هواروله چي د اطرافو پاتې خلکو به له دوى سره همکاري کوله په خپلو سيمو کي به يې د نشه يي توکو د کرکيلې له امله د طالبانو حضور غوښت، ورو ورو هغه سيمي ټوله د طالبانو لاسته ورغلې چي د نشه يي توکو کرکيله به پکښې کېدله، هلمند يې ښه بېلګه ده. امريكايانو د خپلو مافيايي کړيو لپاره ددې کار مخنيوى جدي نه باله، د امريكايانو د نشه يي توکو د تجارت په هكله د روسيې يوې رسنۍ د رن–ټي–وي د 2017ز کال د اګست په 28مه په يوه خپرونه کي وويل: چي امريکا د افغانستان د نشه یي توکو له قاچاق څخه ميلياردونه ډالر ترلاسه کوي، افغانستان ته د امریکایانو له تګ څخه مخکې د کوکنارو کرکيله نږدې صفر ته رسېدلې وه. د یاد ټلویزیون په خبره، په افغانستان کي د امریکا له حضور وروسته اوس دغه هېواد د نړۍ 93سلنه نشه يي توکي تولیدوي. د رن-ټي-وي د مالوماتو له مخې، امریکایان د افغانستان له نشه یي توکو ګټه ترلاسه کوي او د دوی د حضور پر مهال د کوکنارو کرکيله لا زیاته شوې ده. د یاد ټلویزیون په خپرونه کي همداراز ویل شوي چي سپينه ماڼۍ له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کي بریالۍ نه وه(7).
بل خوا د افغانستان لوى درستيز جنرال محمد شريف يفتلي او په افغانستان کي د ناټو او امريکايي ځواکونو قوماندان نيکولسن د 2017ز کال د نومبر په 20مه يوه ګډه خبري ناسته وکړه، د افغانستان لوى درستيز شريف يفتلي وويل: “طالبان يوه جنايتکاره او شورشي ډله ده چي په نشه يي توکو متکي ده، د همدې توکو له پلورلو څخه ګټه اخلي او ددې ډلې تر واک لاندې سيمو کي د ترياکو توليد د افغانستان د خلکو د ملي منافعو د سلبېدو او د پرمختګ مانع ګرځي، نو د افغان او امريکايي ځواکونو ګډ عمليات د طالبانو د عايداتي منابعو د کمزوري کولو ترڅنګ د نړۍ بېلابېلو سيمو ته د نشه يي توکو د انتقال مخنيوى کوي”.
جنرال نيکولسن وويل: د نړۍ کابو 85سلنه هيرويين په افغانستان کي توليديږي او د هغو په توليد او قاچاق کي وسله والې ډلې، لکه طالبان رول لري. ده زياته کړه، د افغانستان له نشه يي توکو څخه د 60 ميليارده ډالرو له عايد څخه 200 ميليونه ډالره يې د افغانستان د وسله والو ډلو بانکي حسابونو ته ځي، هغه زياته کړه “چي له افغان امنیتي ځواکونو سره په ګډو عملياتو کي يې د طالبانو مالي منابع په نښه کړي، هغوى د نشه يي توکو له اړخه ډېر مالي منابع په لاس راوړي، هغوى له همدې لارې د خپل ژوند لپاره ښې اسانتياوې برابرې کړې. اوس غواړو چي دغه منابع پرې قطع کړو”(8). له نشه يي توکه څخه د طالبانو د ګټي اخستنې په هکله د اطلاعات روز ويبپاڼې په يوه ليکنه کي د طالبانو د پخواني رهبر ملامحمدعمر د زوی ملا یعقوب وینا لولو، چي د ناټو په سپارښتنه یې یو پټ راپور کي (چي وروسته ازادي راډیو/ازادې اروپا راډیو لاس ته ورغی) د طالبانو د عاید سرچینې افشا کړې، طالبانو په یو مالي کال کي چي د 2020ز کال په مارچ کي پای ته ورسېد، 1.6میلیارد ډالر لاسته راوړي دي. په دې کي يې يوه غوښنه ونډه 416ميليونه ډالر له نشه يي توکو څخه ترلاسه کړي دي، په 2020ز کال کي د ملګرو ملتونو سازمان د راپور پر بنسټ د نړۍ شاوخوا 84سلنه د تریاکو محصول په افغانستان کي تولید شوي دي، د نشه يي توکو ډېره ناقانونه ګټه طالبانو ته رسیږي، چي د تریاکو تولید په خپلو کنټرول لاندې سیمو کي مدیریت کوي. د افغانستان ارزونې او څېړنې واحد په نوم چي کابل کي یو خپلواکه څېړنیز سازمان دی د 2008ز کال راپور پر بنسټ طالبان د نشه یي توکو د تولید له هرې حلقې 10 سلنه مالیات اخلي، دغې کړۍ کي د افغانستان بزګران شامل دي چي د تریاکو اصلي ماده کوکنار کري، بیا یې کارخونې دغه کوکنار په نشه یي توکو بدلوي او سوداګر بیا وروستی محصول له هېواده بهر لېږدوي(9).
دې بدمرغو نشه يي توکو ډيري افغان کورنۍ له ناخوالو سره مخ کړې دي، داسې کورنۍ شته چي ټوله کورنۍ يې په نشه روږدې وې، د ځينو کورنيو سرپرست په نشه روږدي وي، او ټوله کور ښځي ماشومان يې په يوه ګوله مړۍ پسې لالهاند وي، ځوانې پېغلې او ښځي په همدې ناوړه توکو روږدې دي، ماشومان ورباندې روږدي دي، د 2017ز کال د نومبر په 15مه بي بي سي پښتو يو راپور ورکړ چي رسمي شمېرې ښيي چي په افغانستان کي شاوخوا سل زره ماشومان په نشه يي توکو روږدي دي، او افغان چارواکي وايي، دا شمېره ورځ تربلې زیاتېږي(10). همدا ډول DWويبپاڼې د 2020ز کال د اګست پر 26مه يو راپور خپور کړ چي ويل يې: په افغانستان کي ورځ تربلې په نشو د اخته کسانو زیاتیدل د اندیښنې سبب شوى. اټکل کیږي چي 3.6 میلیونه افغانان په نشه يي توکو روږدي دي، په دې ترڅ کي په نشو د اخته کسانو په منځ کي د ایډز ناروغۍ د خپریدو خطر هم زیات شوی دی(11).
اخذليکونه:
(1) د افغانستان د جهاد داستان/روايت: کرنل امام/ليکوال: احمدرضوان تارړ/ژباړن: علي يوسفزى 50-51-52مخونه،
(2) همدا کتاب 99-100مخونه،
(3) طالبان تيل اور وسط ايشيا مين سازشون کا نيا کهيل/ کتاب په 191-192مخونه،
(4) همدا کتاب 189مخ،
(5) همدا کتاب 190مخ،
(6) ملامحمدعمر، طالبان او افغانستان/ ليکوال عبدالحى مطمين، 237,238,239مخونه،
(7) https://www.dailyweesa.com/?p=
(8) https://pajhwok.com/ps/2017/
(9) https://www.etilaatroz.com/ps/
(10) https://www.bbc.com/pashto/
(11) https://www.google.com/amp/s/