تاند(شنبه، د حمل۲۷) امریکايي رسنۍ وايي چې د امریکا د پوځ اکثره جنرالان او د پنتاګون چارواکي د ولسمشر جو بایډن له دې پرېکړې سره موافق نه وو چې د سپټمبر ۱۱ یې له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د ایستلو لپاره وروستۍ نېټه وټاکله.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، بایډن هغه مهال چې د بارک اوباما هم مرستیال ولسمشر و، افغانستان ته د اضافي ځواکونو له لېږلو سره مخالف و.
د امریکا د پوځي چارواکو ترڅنګ د دغه هیواد ګڼو رسنیو له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو له وتلو سره مخالفت کړی دی او اندېښنه یې ښکاره کړې چې دا هیواد به یو وار بیا د هغو تروریستانو په مرکز بدل شي چې د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر پر یوولسمه یې پر امریکا تروریستي بریدونه وکړل.
نشنل رفیو خپرونې په پرونۍ ګڼه کې لیکلي، ولسمشربایډن اوس د امریکا د تاریخ تر ټولو د اوږدې جګړې د پای ته رسولو د کرېډت ادعا کولی شي، خو د دې کار په نتیجه کې منفي عواقب به هم د ده په غاړه وي.
د نېشنل ریویو په باور، له افغانستانه د ځواکونو بې قید و شرطه ایستل یوازې یوه سیاسي پرېکړه ګڼل کېدای شي.
د دې خپرونې له مخې د ولسمشربایډن له لوري د پاتې پوځیانو د ایستلو لپاره د سېپټمبر ۱۱مه نېټه د طالبانو او القاعده له لوري د ګواښ د ارزونې پر اساس نه ده ټاکل شوې.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په ننۍ ګڼه کې په دې ټینګار کړی چې امریکا باید له افغانستانه لږترلږه ۲۵۰۰ سرتېري ونه باسي کنې دا هیواد به یو وار بیا د تروریستانو پر پناهځای بدل شي.
وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې هم لیکلي چې ښايي د یو یا دوو کلونو لپاره له افغانستانه امریکا او لویدیځې نړۍ ته خطر کم وي خو له دې وروسته به دا هیواد یو وار بیا د هغسې حملو لپاره د پلان جوړولو پر مرکز بدل شي چې د ۲۰۱ م کال د سپټمبر په یوولسمه په نیویارک او واشنګټن کې ولیدل شوې.
د لویدیځ استخباراتي سرچینې وايي، طالبان به د امریکايي پوخیانو له وتلو وروسته جګړې ته شدت ورکړي او له بلې خوا به د بیلابیلو قوتونو ترمنځ په افغانستان کې هغسي سخته او خونړۍ جګړه پیل شي چې په نوي یمه لسیزه کې یې دا هیواد شاهد و.
د نوي یمې لسیزې په کورنۍ جګړه کې کابل تقریباً په بشپړ ډول ویجاړ شو.
په همدې حال کې نیوزویک مجلې لیکلي چې امریکا له ۲۰۰۱ میلادي کال څخه تراوسه پورې د افغانستان پر جګړې ۲ اعشاریه ۲۶ تریلیون ډالره لګولي او تر ۲ زره ډېر امریکايي پوځیان په افغانستان کې وژل شوي دي.
د امریکا د متحد ایالاتونو دفاع وزارت پرون (جمعه) وویل، ښایي متحد ایالاتونه خپل پوځي حضور په افغانستان کې د مؤقت وخت لپاره زیات کړي، څو په ډاډ خپل پاتې ځواکونه د سېپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه وباسي.
داسی خبری له یوی خوا رښتیا او له بلی خوا دروغ دی.
ریښتیا په دی دی چه په امریکا کی پټ حکومت دعسکرو او استخباراتو په لاس کی دی او هغه بیا دبډایانو په لاس کی دی. بایدن دترمپ په څیر دخلکو له غوښتنی سره کار کړی. داسی ښکاری. که نه بایډن هم دخپل زوی دسرمایی دساتلو په خاطر دیوکرایی جر او جنجال راپورته کړ او هغه دولت اوس په ټپه ولاړ دی.
داخبری دروغ په دی خاطر دی چه دامریکا قواوی چاته ندی معلومی چه څومره په افغانستان کی ځای په ځای سوی. هغه چه خلک اټکل کوی دا دی: ۳۵۰ عسکر. خو رسما امریکا وویل چه ۲۵۰۰ عسکر پاته دی. ۱۸۰۰۰ قراردادیان مرسنریز (یا مزدور وژونکی ملیشی). نامعلوم استخباراتی قاتلان چه سی آی ای یی په مختلفو ولایاتو کی رهبری کوی. په دی جمله کی افغان مزدوران چه په دغو وژنو کی مهم رول لری. پر دی برسیره دڅلويشتو دولتو ښکاره او پټی قواوی. بایدن صرف دعسکرو خبره کوی او بس. نو غالب ګمان دا دی چه دا پټی قوی به پاته سی. نو څکه بایدن ددوحی له تړون نه وتښتیده ترڅو ټول اشغال ګری قوی و نوځی. په همدی خاطر دبایدن خبره او دنورو مخالفت بیمعنی او دروغ دی.
په عین زمان کی جنرالان خپه دی چه هغوی جنګ وبایلود او په دی خاطر نور دوی ته به څوک اهمیت نورکوی، ددوی دشروا دوره پای ته ورسیده او نور به نه له بډایانو امتیاز واخلی او نه له دولت نه. دا دوی ته دمنلو وړ ندی.
امریکايي قوماندانان وايي چې بایدن د دوی مشورې ته له توجه پرته دا پرېکړه کړې ده:
http://www.catchnews.com/world/joe-biden-ignored-commanders-advice-in-decision-to-exit-
Joe Biden ignored Commanders’ advice in decision to exit Afghanistan:
ReportNEWSafghanistan-report-214769.html