تاند ( یکشنبه، د حمل ۲۹ ) ځایي سرچېنې وایي، د جلال آباد ښار ۹ مې ناحیې د نغلو د سراچه علي خان په سیمه کې نن ماخوستن په ۹ بجو د تراویح د لمانځه پرمهال د یوې کورنۍ اته تنه غړي د نامعلومو وسلوالو په برید کې وژل شوې دي.
سرچینې وایي، اته واړه د یوې کورنۍ غړي چې پنځه تنه وروڼه او درې یې د تره ځامن دي د تراویح د لمانځه کولو پر مهال په ډزو کې وژل شوې دي.
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل هم پېښه تائیدوي خو وایي لومړني معلومات ښیي چې پېښه د ځمکې په سر د شخړې له کبله رامنځ ته شوې ده.
د ننګرهار والي وایي: (( نن ماخوستن په ۹ بجو د تراویح د لمانځه پرمهال د یوې کورنۍ اته تنه (حاجي عبدالوهاب) پنځه تنه ځامن او درې تنه یې وریرونه په شهادت رسیدلي، لومړني معلومات ښیي چې یاده بده پېښه د شخصي ځمکې پر سر د جنجال له امله رامنځ ته شوې ده.))
والي دغه راز زیاتوي چې سیمې ته امنیتي او کشفي ارګانونه رسیدلي او په دې اړه یې څېړنې پیل کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې ننګرهار ولایت کې د شخصي ځمکې پر سر او یا هم د دښمنۍ له کبله وخت ناوخت دا ډول پېښې رامنځ ته کیږي او تر ډېره پکې د یوې کورنۍ څو غړیو ته مرګ ژوبلې اوړي.