پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهپه تېره یوه میاشت کې نژدې ۷۰۰ زرو افغانانو کمپیوټري تذکرې اخیستې...

په تېره یوه میاشت کې نژدې ۷۰۰ زرو افغانانو کمپیوټري تذکرې اخیستې دي

تاند — د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت څه کم ۷ س زره یا ۷ لکه اتباعو نوې کمپيوټري تذکرې ترلاسه کړي دي.

د احصایې د ملي ادارې په وېب سایټ وروستي خپاره شوي معلومات ښیي چې د توزیع شویو کمپیوټري تذکرو شمېر نن شنبه (د اپریل ۱۷مه) ۳ میلیونه ۶۹۱ زره ۶۸۷ ثبت شوی دی.

د مارچ په ۱۷مه دا شمېر ۳ میلیونو ته رسېدلی وو، او د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د نوي لمریز کال په مناسبت له دوه ورځو رخصتۍ سره سره څه کم ۷ سوه زره تذکرې وېشل شوي دي.

افغان حکومت اعلان کړی چې غواړي د ۱۴۰۰ لمریز کال په ترڅ کې ۵ میلیونو اتباعو ته تذکرې ور ووېشي، خو که وېش په دې کچه روان وي، ښایي په روان کال کې نژدې ۹ میلیونه نورې تذکرې ووېشل شي ځکه حکومت وایي چې په نژدې راتلونکي کې به د وېشل کېدونکیو تذکرو ورځنی شمېر چې اوس په اوسط ډول ۲۵ زره دی، ۴۰ زرو ته زیات کړي.

ویل کیږي چې په افغانستان کې د کمپيوټري تذکرو په پراخېدلو سره به د لایسنس، قوالو، بانکي حسابونو په شمول ډېرې رسمي او غیر رسمي چارې او خدمتونه د نورو هېوادونو په څېر کمپیوټري تذکرو پورې مشروطې شي چې ورسره به ډېر څه روښانه او اسان شي.

په افغانستان کې د توزیع شویو کمپیوټري تذکرو شمېر له ۳ میلیونو څخه واوښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب